د راپور له مخې، جلالي په هغه مرکه کې ویلي وو، طالبان نور پر پاکستان باور نه لري، ځکه د ۲۰۰۱ کال وروسته د طالبانو یو شمېر مشران په پاکستان کې ونیول شول او اسلاماباد د امریکا په مشرۍ د افغانستان د جګړې برخه شو. د بکر علیاني په وینا، جلالي ورته ویلي وو: «کله چې بېرته واک ته ورسېږو، له پاکستان سره به زموږ اړیکې د باور نه، بلکې د ګډو ګټو پر بنسټ وي.»
راپور زیاتوي، پاکستان له کلونو راهیسې افغانستان د خپلې ستراتیژیکې امنیتي پالیسۍ مهمه برخه بللې، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تمه کېده چې د دواړو لوریو اړیکې به نږدې شي. د دې پر ځای، اسلاماباد او کابل اوس د ډيورنډ په کرښه امنیت، د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو او ډیپلوماټیکو اړیکو پر سر له جدي اختلافونو سره مخ دي.
علیاني لیکي، پاکستان د طالبانو حکومت تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان غړو ته یې په افغانستان کې پناه ورکړې، خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې ردوي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.
د هغه په باور، د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور کمښت نوې موضوع نه ده، بلکې ریښې یې د ۱۹۴۷ کال راهیسې غځېدلې دي، هغه مهال چې افغانستان د پاکستان د ملګرو ملتونو غړیتوب پر ضد یوازینۍ منفي رایه ورکړه. نوموړی زیاتوي چې له هماغه وخته د کابل او اسلاماباد اړیکې د همکارۍ، سیالۍ او بېباورۍ ترمنځ بدلېدلې دي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.