• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د لویو لارو د امنیت لپاره د ۲۵ میلیارده کلدارو په لګښت نوی ځواک جوړېږي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۰۷ GMT+۱

د بلوچستان حکومت پرېکړه کړې چې د دغه ایالت د لویو لارو د امنیت خوندي کولو لپاره یو نوی امنیتي ځواک جوړ کړي. د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت وایي، دغه ځواک به په راتلونکو شپږو میاشتو کې به فعال شي او تر هغه وخته به بار وړونکي موټر د کاروانونو په بڼه خپلو منزلونو ته رسول کېږي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت سکرتر حمزه شفقات زیاته کړې چې د لویو لارو د امنیت لپاره د نوي ځواک د جوړولو لپاره ۲۵ میلیارده کلدارې ځانګړې شوي دي او د بار وړونکو موټرو لپاره به د بیمې یو ځانګړی پروسه هم معرفي ډېر ژر فعاله کړي.

د بلوچستان حکومت دا پرېکړه داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې په دغه ایالت کې پر لویو لارو د بار وړونکو موټرو د سوځولو او پر هغوی د وسله والو بریدونو پېښې زیاتې شوې دي.

د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د لویو لارو امنیت د دغه ایالت د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره خورا مهم بلل کېږي.

ترویج لرونکی

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
۱

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۲

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۳

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۴
شننه

ایران د افغانستان مخالفې سیاسي ډلې څنګه مدیریتوي؟

۵
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

•
•
•

نور کیسې

زېلېنسکي د دونېڅک سیمې د ستراتیژیک ښار د نیول کېدو په اړه د روسیې ادعا رد کړه

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۱
زېلېنسکي د دونېڅک سیمې د ستراتیژیک ښار د نیول کېدو په اړه د روسیې ادعا رد کړه
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي او د دغه هېواد د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز د شنبې په ورځ د روسیې هغه ادعاوي رد کړې چې ګواکې د دونېڅک سیمې ستراتیژیک ښار کوستیانتینیوکا یې نیولی دی. نوموړي ټینګار وکړ چې دا ښار لا هم د اوکرایني ځواکونو په بشپړ کنټرول کې دی.

روسي پوځي چارواکو د جمعې په ورځ ولسمشر ولادیمیر پوتین ته راپور ورکړی و چې ځواکونو یې کوستیانتینیوکا ښار تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی؛ هغه هدف چې مسکو د دونېڅک په سیمه کې د پرمختګ لپاره له ډېرې مودې راهیسې د ترلاسه کولو هڅه کوله.

د دغه ښار د نیول کېدو د اعا په اړه د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي پر اېکس لیکلي: «بې له شکه دا رښتیا نه دي. دا د روسیې یو بل درواغ دي چې غواړي خبري اوازې پرې جوړې کړي.»

نوموړي زیاته کړې: «که کوستیانتینیوکا د روسیې په لاس کې وی، نو ښايي پوتین به هلته له ما سره په لیدو او د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې ډیپلوماټیکې لارې په موندلو کې کومه ستونزه ونه لري.»

بلخوا د اوکراین د پوځ لوی درستیز په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ختیځې ډلې د ۱۹مې اردو قول اردو قطعات او جزوتامونه په ښار او د هغه په څنډو کې پر ټاکل شویو کرښو خپلو دفاعي عملیاتو ته دوام ورکوي.

کوستیانتینیوکا د دونېڅک د هغې دفاعي کرښې له څلورو مهمو مېشت‌ځایونو څخه تر ټولو سویل لوری ښار دی چې د اوکراین لپاره د دغې درنې صنعتي سیمې په ساتلو کې مرکزي رول لري. د پوځي شنونکو په وینا، د دغه ښار نیول به روسي ځواکونو ته لاره پرانیزي چې د دغه دفاعي کمربند په اوږدو کې شمال ته پرمختګ وکړي، چې اوس مهال د دوی د عملیاتو اصلي محور دی.

ترکیه او پاکستان د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارده ډالرو ته لوړوي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۲۹ GMT+۱
ترکیه او پاکستان د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارده ډالرو ته لوړوي
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې د لیدنې پر مهال د دوه اخیزو اړیکو او د سیمې پر وضعیت د خبرو ترڅنګ ژمنه کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه به پنځه میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.

د ترکیې اناتولي خبري اژانس د شنبې په ورځ، د جنګاښ په ۱۳مه راپور ورکړی، چې دا سفر د ترکیې او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو خبرو اترو په اډانه کې شوی دی.

شهباز شریف له رجب طیب اردوغان او د ترکیې له یو شمېر چارواکو سره تر یو ساعت ډېر د تړلو دروازو تر شا خبرې کړې دي. د راپور له‌مخې، ښاغلی شریف د وزیرانو او سوداګرو په ملتیا د ناستو د لړۍ د ترسره کولو لپاره ترکیې ته تللی دی.

دا سفر په داسې حال کې کېږي چې ترکیې او پاکستان په دې وروستیو کې د ایران او ترمنځ خبرو اترو کې د هوکړې ترلاسه کولو په هڅو کې د پام وړ منځګړیتوب کړی او د ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې یې د اقتصادي اړیکو پر ژورولو خپل تمرکز زیات کړی دی. د راپورونو له مخې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان د ملي استخباراتو د ادارې مشر ابراهیم کالین او یو شمېر نورو ترکي چارواکو د اردوغان سره د پاکستان د لومړي وزیر په لیدنه کې شتون درلود.

نیویارک‌ ټایمز: مجتبی خامنه‌يي د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې د ګډون غوښتنه کړې

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۱۲ GMT+۱
نیویارک‌ ټایمز: مجتبی خامنه‌يي د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې د ګډون غوښتنه کړې
100%

نیویارک‌ ټایمز د سپاه پاسداران د دوو غړو له قوله لیکلي، مجتبی خامنه‌يي غواړي د چنګاښ په ۱۸مه مشهد کې د خپل پلار د ښخولو مراسمو کې ګډون وکړي او د جنازې لمونځ ورکړي؛ خو امنیتي چارواکو د اسراییل د بریدونو او د هغه د پټنځای د افشا کېدو له وېرې، تراوسه له دغه غوښتنې سره مخالفت کړی دی.

د سپاه پاسداران دوو غړو او د علي خامنه‌يي د جنازې د مراسمو تنظیموونکو سرچینو نیویارک‌ ټایمز ته ویلي، امنیتي چارواکي وېره لري چې د تېري کوونکي هېواد (اسراییل) استخبارات به له دغو مراسمو څخه د مجتبی خامنه‌يي د وژلو یا د هغه د پټنځای د موندلو لپاره ګټه پورته کړي؛ له همدې امله یې په مشهد کې د شیعه‌وو د اتم امام په حرم کې د هغه د حضور مخه نیولې ده.

نیویارک‌ ټایمز د ایران د څلورو جګپوړو چارواکو او د سپاه پاسداران د دوو غړو په حواله لیکلي، چې د ایران د ستر رهبر تر وژل کېدو وروسته، د واک په جزیرو کې سخت درز رامنځته شوی دی. د سرچینو په وینا، عمل‌پاله د امریکا سره د کړکېچ پای او د اقتصادي پرانیستو غوښتونکی دی، خو توندلاري د هر ډول امتیاز ورکولو مخالفت کوي.

دغه ورځپاڼه د څلورو ایراني چارواکو له قوله زیاتوي، چې د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان له مجتبی خامنه‌يي سره په لیدنه کې ویلي، چې د امریکا اقتصادي فشارونو او سمندري کلابندۍ هېواد له سخت بحران سره مخ کړی دی. پزشکیان ګواښ کړی که چېرې د اوربند لومړنۍ هوکړه رد شي، هغه به له خپلې دندې استعفا وکړي. همدا رنګه عبدالناصر همتي هم په یو لیک کې د بودیجې د کمښت او د حیاتي زېرمو د پای ته رسېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي جمهوریت د پخواني رهبر علي خامنه‌يي د جنازې او د درناوي مراسم د شنبې په ورځ د چنګاښ په ۱۳مه په تهران کې پیل شوي او د ایراني چارواکو د اعلان شوي پروګرام له مخې، دا مراسم به د پنجشنبې تر ورځې د چنګاښ ۱۸مې د ایران او عراق په څو ښارونو کې دوام ولري او په پای کې به د هغه جسد په مشهد ښار کې خاورو ته وسپارل شي.

جرمني کې زرګونو کسانو د کډوالۍ ضد ښي‌ اړخي ګوند پر وړاندې لاریون وکړ

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۰۴ GMT+۱
جرمني کې زرګونو کسانو د کډوالۍ ضد ښي‌ اړخي ګوند پر وړاندې لاریون وکړ
100%

د جرمني په ختیځ ارفورت ښار کې د شنبې په ورځ شاوخوا ۱۵ زره کسانو د کډوالۍ ضد ښي‌ اړخي پر ضد پراخ لاریون وکړ او د دغه ګوند د کلني کنفرانس د جوړېدو ځای ته تلونکې لارې یې وتړلې.

دا اعتراضونه د یاد ګوند د دوو اصلي مشرانو الیس وایدل او تینو کروپالا د بیا ټاکل کېدو سره هم‌مهاله شول، چې د دغه ګوند په یو ملي سیاسي ځواک بدلولو کې یې مهم رول لرلی دی.

په دغو اعتراضونو کې د کارګري اتحادیو، مدني ډلو او کیڼ‌ اړخو ګوندونو ګڼو معترضانو شتون درلود. د جرمني له ټولو برخو څخه د پولیسو پراخ ځواکونه د دغه دوه ورځني کنفرانس د امنیت د ټینګښت لپاره ځای پر ځای شوي وو. لاریونوالو د بلوا ضد پولیسو تر کلک څار لاندې، په ځینو سیمو کې پر سړکونو او لویو لارو په کښېناستو سره د ارفورت د غونډو مرکز ته ټولې تلونکې لارې بندې کړې.

د پولیسو په وینا شاوخوا ۱۵ زره کسانو په دغه ښار او شاوخوا کې په اعتراضونو کې ګډون کړی و.

د مقاومت په نوم د جرمني لپاره بدیل ضد ایتلاف ویاند او د دغو اعتراضونو تنظیموونکي، ګیورګ بکر وویل: «موږ غواړو په ښکاره اعلان کړو چې دا وضعیت به ونه زغمو؛ په جرمني کې فاشیزم په وده کې دی.»
بلخوا د ګوند د مشرانو په کنفرانس کې د غړو د بیاځلې رایې ورکولو په پایله کې الیس وایدل او تینو کروپالا د کډوالۍ ضد دریځونو په سختولو سره بیا د ګوند د مشرانو په توګه غوره شول. د دوی تر مشرۍ لاندې دغه ګوند په وروستیو کلونو کې په ملي نظرپوښتنو کې د پام وړ وده کړې او ان په ځینو پړاوونو کې یې د مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال اتحادیې له محافظه‌کارو ګوندونو هم مخکېوالی موندلی دی.

د کنفرانس پرانیستونکو ویناوالو معترضان د دیموکراسۍ ضد وبلل او هغوی یې مسخره کړل. د ګوند مشرانو د خپل محبوبیت پر زیاتوالي خوښي څرګنده کړه او ادعا یې وکړه چې دغه ګوند کولی شي په راتلونکو ایالتي ټاکنو کې واک ته ورسېږي. هغوی خپل سیاسي سیالان د ټولنې له واقعیتونو لیرې او د جرمني د زوال عاملین وبلل.

پاپ له اروپا وغوښتل چې د کډوالۍ د کړکېچ پر وړاندې مسوولیت منونکې شي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۰۷ GMT+۱
پاپ له اروپا وغوښتل چې د کډوالۍ د کړکېچ پر وړاندې مسوولیت منونکې شي
100%

پاپ لیو د ایټالیا سویل کې لامپېدوسا ټاپو ته د سفر پر مهال له اروپا وغوښتل چې د کډوالۍ د کړکېچ پر وړاندې لا ډېر مسوولیت په غاړه واخلي. نوموړي کډوالي د اروپایي ټولنو لپاره یو تاریخي ازموینه وبلل.

پاپ لیو ویلي، اروپا د خپل تاریخي او کلتوري شالید له امله د کډوالۍ د ستونزې په هواري کې ځانګړی مسوولیت لري.

پاپ لیو زیاته کړه، اروپا دا وړتیا لري چې د سمدستي مرستو او د یوې اوږدمهالې تګلارې په یوځای کولو سره، په هر اړخیزه توګه د کډوالۍ له مسلې سره چلند وکړي. د هغه په وینا، په دې تګلاره کې باید د کډوالو منل، خوندیتوب، ملاتړ او په کوربه ټولنو کې د هغوی مدغم کول شامل وي او په ورته وخت کې داسې شرایط برابر شي چې هیڅوک اجباري کډوالۍ ته ناچار نشي او د ټولو افرادو انساني کرامت خوندي پاتې شي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر د مدیترانې په سیند کې د زرګونو مړو شویو کډوالو یادونه وکړه او هغوی یې د شویو او نه شویو پرېکړو قربانیان وبلل. پاپ عامه ګټو ته بې‌پامي، په مبدا هېوادونو کې فساد، هغه نړیوال اقتصادي نظام چې بېوزلي او ګوښه توب ته لمن وهي او د کډوالو پر وړاندې وېرې او تعصبات د دې فاجعې اصلي لاملونه وبلل.

پاپ لیو څوارلسم د دغه سفر پر مهال د کاتولیکانو د پخواني مشر پاپ فرانسیس په ویاړ له یوه یادګاري لوحې پرانسته وکړه. له همدې امله په لامپېدوسا ټاپو کې د کډوالو د ننوتلو اصلي اسکله چې پخوا د مولو فاوالورو په نوم یادېدله، له پناه غوښتونکو څخه د پاپ فرانسیس د ملاتړ په موخه، د «پاپ فرانسیس اسکله» نوم ته بدله شوه.

پاپ د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته په دغه ټاپو کې د کډوالو د منلو په مرکز کې له یو شمېر پناه غوښتونکو سره وکتل، د هغوی هدیرې ته لاړ او د «اروپا دروازې» له یادګاري څلي څخه یې هم لیدنه وکړه.