• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مسي د نړیوال جام په ۲۰م ګول وهلو سره؛ د سرو زرو بوټ د سيالۍ مخکښ شو

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۰۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۲:۴۴ GMT+۱

د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې لوبډلمشر لیونل مسي د کیپ ورډ پر وړاندې په لوبه کې په ګول وهلو سره، په نړیوال جام کې د پرله پسې اتو لوبو د ګول وهلو ریکارډ لا پسې اوږد کړ او د روان جام د لړۍ د تر ټولو ډېرو ګولونو وهونکي ځای ته ورسېد او د سرو زرو بوټ د سيالۍ مخکښ شو.

د اسوشېتېد پرس خبري اژانس د راپور له مخې، مسي په دې سیالۍ سره په نړۍوال جام کې خپل ۲۰م ګول ترسره کړ چې په دې سره د فرانسې له کیلیان امباپې څخه دوه ګوله مخکې شو.

د لوبې په ۲۹مه دقیقه کې د ارجنټاین دفاعي لوبغاړي لیسانډرو مارتینز یو ښکلی پاس مسي ته ورکړ او هغه هم په مهارت سره د کیپ ورډ د ګول ساتونکي وزینها له سر څخه د توپ په تېرولو سره د لوبې لومړی ګول وواهه. دا د مسي ۱۲۴م نړیوال ګول وو چې له امله یې هغه د پرتګال له کریستیانو رونالډو وروسته چې ۱۴۶ ګولونه لري، په دویم ځای کې راغی.

مسي په روان نړیوال جام کې تر اوسه ۷ ګولونه وهلي، چې د سرو زرو بوټ د ترلاسه کولو په سیالۍ کې د کیلیان امباپې پرتله یو ګول مخکې دی.

د راپور له مخې، مسي تر اوسه هېڅکله د سرو زرو بوټ نه دی ګټلی؛ هغه په ۲۰۲۲ کال کې د ارجنټاین د اتلولۍ پر مهال د ۷ ګولونو په وهلو سره دویم او په ۲۰۱۴ کال کې په څلورو ګولونو سره درېیم ځای خپل کړی وو.

د کیپ ورډ پر وړاندې د نړیوال جام د یو پر اتم پړاو دا لوبه د ارجنټاین د روزونکي لیونل اسکالوني سلمه لوبه وه چې ورسره هم‌مهاله لیونل مسي هم خپله ۳۰مه لوبه ترسره کړه. په دې سره مسي د نړیوال جام په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې په دغو سیالیو کې ۳۰ لوبې ترسره کوي.

ترویج لرونکی

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
۱

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۲

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۳

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۴
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

۵
شننه

ایران د افغانستان مخالفې سیاسي ډلې څنګه مدیریتوي؟

•
•
•

نور کیسې

د سویلي اسیا د بدن ښکلا سیالۍ؛ افغان ورزشکارانو په دغو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱
د سویلي اسیا د بدن ښکلا سیالۍ؛ افغان ورزشکارانو په دغو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ
100%

د طالبانو تر ادارې لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست اعلان کړی، چې افغان ورزشکارانو د سویلي اسیا د بدن ښکلا په شپاړسم پړاو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړی دی. دغه سیالۍ د اتو هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون د چنګاښ پر ۹مه پیل او د چنګاښ پر ۱۲مه پای ته ورسېدې.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو سیالیو کې افغان لوبډلې په ټولیزه توګه لس مډالونه وګټل چې په هغو کې درې یې د سرو زرو، درې یې د سپینو زرو او څلور نور یې د برونزو مډالونه دي.

د سپورټ ریاست د معلوماتو له مخې، په وروستي پړاو کې افغان ورزشکارانو یو د سرو زرو او درې د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.

د دې ترڅنګ، دوو افغان ورزشکارانو په دغو سیالیو کې څلورم مقامونه خپل کړي او دوو افغان لوبڅارانو ته د نړیوالې لوبڅارۍ سندونه هم ورکړل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ یوې ۱۸ کسیزې لوبډلې ګډون کړی وو.

د فوټبال نړۍوال جام؛ رونالدو په ۴۱ کلنۍ کې تاریخي ریکارډ جوړ کړ

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۵۸ GMT+۱
د فوټبال نړۍوال جام؛ رونالدو په ۴۱ کلنۍ کې تاریخي ریکارډ جوړ کړ
100%

د پرتګال لوبډلمشر کریسټیانو رونالدو د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام په ۱۱م پړاو کې د کرواسیا پر وړاندې د اصلي ترکیب په لوبېدو سره د دغه سیالیو په تاریخ کې نوی ریکارډ ثبت کړ. هغه ۴۱ کاله او ۱۴۹ ورځې عمر لري، چې په نړۍوال جام کې تر ټولو ډېر عمر لرونکی لوبغاړی شو.

دغه ریکارډ تر دې یوازې ۲۴ ساعته مخکې د بوسنیا د ملي لوبډلې د بریدګر ادین ژیکو په نوم و. ژیکو د امریکا پر وړاندې په لوبه کې د ۴۰ کلونو او ۱۰۶ ورځو په عمر دغه ریکارډ خپل کړی و؛ خو رونالدو د کرواسیا پر وړاندې په لوبه کې په ګډون سره نوی تاریخي ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ.

همدارنګه رونالدو د نړۍوال جام د حذفي پړاو په تاریخ کې تر ټولو د زیات عمر لرونکی هغه لوبغاړی شو، چې ګول یې ترسره کړی دی.

100%

د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبغاړو د سویلي اسیا سیالیو په لومړۍ ورځ څلور مډالونه وګټل

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۴۱ GMT+۱
د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبغاړو د سویلي اسیا سیالیو په لومړۍ ورځ څلور مډالونه وګټل
100%

د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبغاړو د سویلي اسیا د بدن ښکلا ۱۶م پړاو سیالیو په لومړۍ ورځ یو د سرو زرو، دوه د سپینو زرو او یو د برونزو مډال په ګټلو سره په دغه سیالیو کې بریالی مزل پیل کړ.

د افغانستان د بدن ښکلا فدراسیون ویلي، چې ملي لوبغاړو د سیالیو په لومړۍ ورځ خورا ښه او ځلانده فعالیت ترسره کړ. په دغه سیالیو کې د افغانستان د بدن ښکلا ۱۸ لوبغاړو ګډون کړی.
دغه سیالۍ د ۱۴۰۵کال د چنګاښ له ۹مې تر ۱۳مې نېټې پورې د بوتان په کوربه‌توب ترسره کېږي. د فدراسیون د خبر له مخې؛ له دې ډلې میوند بابکرخېل د سرو زرو مډال وګاټه. همدارنګه ریاض رحمان احسان د ۲۱ کلنو ځوانانو په کټګورۍ کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

همدا راز احمد حبیبي د ۷۰ کیلو ګرامه وزن په کټګورۍ کې د افغانستان لپاره د سپینو زرو مډال وګاټه او بلال جلیلي د اتلېټیک فزیک د ۱۶۷ سانتي‌متره قد په کټګورۍ کې د برونزو مډال ترلاسه کړ.

100%
100%
100%

افغان ووشو کاران په اسیايي سیالیو کې له دوه مډالونو ګټلو وروسته هېواد ته راستانه شول

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۲۳ GMT+۱
افغان ووشو کاران په اسیايي سیالیو کې له دوه مډالونو ګټلو وروسته هېواد ته راستانه شول
100%

د افغانستان د ووشو ملي لوبغاړي شهزاده صافی او محمد خالد هوتک د چین په کوربه‌توب د ووشو شانګهای سازمان په اسیايي سیالیو کې د سپینو زرو او برنزو مډالونو له ګټلو وروسته هېواد ته راستانه شول.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې عمومي رییس احمدالله وثیق د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې هېواد ته د دغو لوبغاړو له راتګ څخه تود هرکلی شوی دی.

په دې سیالیو کې افغان لوبغاړي شهزاده صافي په ۵۶ کیلو ګرامه وزن کې له قزاقستان او هانکانګ څخه خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د سپینو زرو مډال وګاټه، په داسې حال کې چې محمد خالد هوتک د ۷۰ کیلو ګرامه وزن په برخه کې د برنزو مډال ترلاسه کړی دی.

یادې سیالۍ د چین په کوربه‌توب د ۱۸ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون ترسره شوي، چې د افغانستان په استازیتوب په‌کې شپږو لوبغاړو برخه اخیستې وه.

د سپورټ ادارې مسوولینو د افغان ورزشکارانو دا لاسته راوړنه ستایلې او دا یې د هېواد د ووشو د پرمختګ لپاره مهم ګام بللی دی.

د ورزشي خبریالانو نړۍوالې ورځې د نمانځنې درشل کې؛ خبریالان د امکاناتو له نشتوالي شکایت لري

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۸ GMT+۱
د ورزشي خبریالانو نړۍوالې ورځې د نمانځنې درشل کې؛ خبریالان د امکاناتو له نشتوالي شکایت لري
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک رییس احمدالله وثیق د ورزشي خبریالانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې ورزشي خبریالان د ورزش د ودې او ملي یووالي په برخه کې مهم رول لري، خو په ورته وخت کې یو شمېر ورزشي خبریالان بیا د امکاناتو او مالي ستونزو له امله له جدي ننګونو سره مخ دي.

د طالبانو د المپیک رییس احمدالله وثیق د جولای دویمه (پنجشنبه د چنګاښ ۱۱مه) د ورزشي خبریالانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ورزشي خبریالان د ورزش د ډګر رښتیني استازي بللي دي.

وثیق په خپله ایکس‌پاڼه ویلي، چې ورزشي خبریالان د ورزشکارانو هڅې، لاسته راوړنې او بریاوې انعکاسوي او د ده په وینا، د دوی فعالیتونه د ورزشي سیالیو د پوښښ ترڅنګ د ورزش د فرهنګ په پیاوړتیا، د ځوانانو په هڅونه، د سالم رقابت په وده او د ملي یووالي په ټینګښت کې مهم رول لري.

هغه زیاته کړې: «ورزش د ملتونو ترمنځ د یووالي، تفاهم، دوستۍ او مثبت تعامل اغېزناکه وسیله ده او ورزشي رسنۍ د دې ارزښتونو په خپرولو او پیاوړتیا کې ځانګړی ځای لري».

وثیق ویلي، د ورزش اداره له ټولو ورزشي رسنیو او خبریالانو سره د متقابل درناوي او همکارۍ پر اصل باور لري او د هغوی هڅې د ورزش د ودې او د ملي ورزشي ارزښتونو د ترویج لپاره ستایي.

خو د دې ورځې په مناسبت، یو شمېر ورزشي خبریالان بیا وايي، سره له دې چې د ورزشي سیالیو په پوښښ او معرفي کې مهم رول لري، خو د امکاناتو له کمښت او مالي ستونزو سره مخ دي.

په افغانستان کې یو ورزشي خبریال چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې یاد شي له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره خبرو کې وویل: «ورزشي خبریالان محدود لاسرسی لري، په کور دننه سیالیو کې د ګډون لپاره اړه دي چې د ولایتونو د سفر لګښتونه په خپله پېدا کړي، خو په بهرنیو هېوادونو کې د ورزشي خبرونو د پوښښ لپاره ونډه نه ورکول کیږي».

یاد خبریال زیاتوي، چې نه یوازې دا چې بهرنیو هېوادونو ته په تګ کې ورسره د دولتي ادارو همکاري نشته، بلکې د معلوماتو په برخه کې هم له جدي ستونزو سره مخ دي.

دوی زیاتوي، چې د معلوماتو محدود لاسرسی او د کاري امکاناتو نشتوالی یې مسلکي فعالیتونه له جدي ننګونو سره مخ کړي او له ورزشي فدراسیونونو غواړي، چې د ازاد او موثر فعالیت لپاره ورته لا ډېر فرصتونه برابر کړي.