یونیسف ننګرهار روغتونونو ته د ۶۱۵ زره ډالرو په ارزښت درمل سپارلي

ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د ننګرهار د سیمهییز او ولسوالیو روغتونونو لپاره د درېیمې ربعې په موخه د ۶۱۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت درمل سپارلي دي.

ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د ننګرهار د سیمهییز او ولسوالیو روغتونونو لپاره د درېیمې ربعې په موخه د ۶۱۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت درمل سپارلي دي.
د ننګرهار د طالبانو عامې روغتیا ریاست په وینا، په دې مرسته کې د سیمهییز روغتون لپاره ۶۴ قلمه او د ولسوالیو روغتیايي مرکزونو لپاره ۶۲ قلمه درمل شامل دي.
چارواکي وایي، دغه درمل به د ناروغانو په درملنه کې وکارول شي او د یونیسف ادارې ژمنه کړې چې پاتې درمل به هم ژر ننګرهار ته ولېږدول شي.
د ننګرهار د طالبانو دعامې روغتیا رییس، مولوي امینالله شریف، د دغه مرستې هرکلی کړی او مسولینو ته یې لارښوونه کړې چې درمل بې له ځنډه اړوندو روغتیايي مرکزونو ته ورسوي.
خو د دې مرستې سربېره، یو شمېر ناروغان او د هغوی کورنۍ وایي، په دولتي روغتونونو کې لا هم ډېری وخت ډاکټران ناروغان اړ باسي چې د اړتیا وړ درمل له خصوصي درملتونونو وپېري.
د دوی په وینا، د درملو کمښت او د روغتیايي امکاناتو محدودیتونه لا هم د ناروغانو پر وړاندې مهمې ستونزې دي.
بلخوا، بېکاري، بېوزلي او د مناسبو خوړو نشتوالی د دې لامل شوی چې د خلکو ډېره برخه د درملنې لپاره دولتي روغتونونو ته مخه کړي، چې ورسره په دغو روغتیايي مرکزونو کې د ناروغانو ګڼهګوڼه هم زیاته شوې ده.
په داسې حال کې چې چارواکي د درملو د نوې مرستې خبر ورکوي، ناروغان ټینګار کوي چې د روغتیايي خدماتو د ښه کېدو لپاره یوازې د مرستو اعلان بسنه نه کوي، بلکې د درملو دوامداره موجودیت، د روغتیايي خدمتونو څارنه او د ناروغانو اړتیاوو ته عملي رسېدنه هم اړینه ده.