ایران په یوه ورځ درې افغانان اعدام کړل

د ایران د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی، چې د ایران په یزد او شیراز زندانونو کې لږ تر لږه درې افغان بندیان اعدام کړي دي. یاد سازمان اعدام شویو افغانانو نومونه نورجلال مجاهد، میرویس خلیلزادي او ابراهیم احمدشاهي ښودلي دي.
