جرمني کې زرګونو کسانو د کډوالۍ ضد ښي اړخي ګوند پر وړاندې لاریون وکړ

د جرمني په ختیځ ارفورت ښار کې د شنبې په ورځ شاوخوا ۱۵ زره کسانو د کډوالۍ ضد ښي اړخي پر ضد پراخ لاریون وکړ او د دغه ګوند د کلني کنفرانس د جوړېدو ځای ته تلونکې لارې یې وتړلې.

د جرمني په ختیځ ارفورت ښار کې د شنبې په ورځ شاوخوا ۱۵ زره کسانو د کډوالۍ ضد ښي اړخي پر ضد پراخ لاریون وکړ او د دغه ګوند د کلني کنفرانس د جوړېدو ځای ته تلونکې لارې یې وتړلې.
دا اعتراضونه د یاد ګوند د دوو اصلي مشرانو الیس وایدل او تینو کروپالا د بیا ټاکل کېدو سره هممهاله شول، چې د دغه ګوند په یو ملي سیاسي ځواک بدلولو کې یې مهم رول لرلی دی.
په دغو اعتراضونو کې د کارګري اتحادیو، مدني ډلو او کیڼ اړخو ګوندونو ګڼو معترضانو شتون درلود. د جرمني له ټولو برخو څخه د پولیسو پراخ ځواکونه د دغه دوه ورځني کنفرانس د امنیت د ټینګښت لپاره ځای پر ځای شوي وو. لاریونوالو د بلوا ضد پولیسو تر کلک څار لاندې، په ځینو سیمو کې پر سړکونو او لویو لارو په کښېناستو سره د ارفورت د غونډو مرکز ته ټولې تلونکې لارې بندې کړې.
د پولیسو په وینا شاوخوا ۱۵ زره کسانو په دغه ښار او شاوخوا کې په اعتراضونو کې ګډون کړی و.
د مقاومت په نوم د جرمني لپاره بدیل ضد ایتلاف ویاند او د دغو اعتراضونو تنظیموونکي، ګیورګ بکر وویل: «موږ غواړو په ښکاره اعلان کړو چې دا وضعیت به ونه زغمو؛ په جرمني کې فاشیزم په وده کې دی.»
بلخوا د ګوند د مشرانو په کنفرانس کې د غړو د بیاځلې رایې ورکولو په پایله کې الیس وایدل او تینو کروپالا د کډوالۍ ضد دریځونو په سختولو سره بیا د ګوند د مشرانو په توګه غوره شول. د دوی تر مشرۍ لاندې دغه ګوند په وروستیو کلونو کې په ملي نظرپوښتنو کې د پام وړ وده کړې او ان په ځینو پړاوونو کې یې د مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال اتحادیې له محافظهکارو ګوندونو هم مخکېوالی موندلی دی.
د کنفرانس پرانیستونکو ویناوالو معترضان د دیموکراسۍ ضد وبلل او هغوی یې مسخره کړل. د ګوند مشرانو د خپل محبوبیت پر زیاتوالي خوښي څرګنده کړه او ادعا یې وکړه چې دغه ګوند کولی شي په راتلونکو ایالتي ټاکنو کې واک ته ورسېږي. هغوی خپل سیاسي سیالان د ټولنې له واقعیتونو لیرې او د جرمني د زوال عاملین وبلل.