اوکراین د روسیې پر سنپټرزبورګ بندر او د تېلو په زېرمو ډرون برېدونه کړي

رویټرز خبري اژانس د روسی او اوکرایني چارواکو له قوله لیکلي، چې اوکرایني ځواکونو د شنبې په سهار د روسیې پر سنپټرزبورګ ښار او شاوخوا لینینګراد سیمې پراخ ډرون بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې د تېلو یوه زېرمه او د ویسوتسک بندر په نښه شوي دي.
د سنپټرزبورګ والي الکساندر بګلوف ویلي، چې دغه ښار د پراخ ډرون برید هدف ګرځېدلی، خو نوموړي ویلي چې یاد برید په دغه سیمه کې مرګژوبله نه لري.
راپور کاږي چې د لینینګراد والي الکساندر دروزدنکو هم ویلي، د ویسوتسک بندر، چې د نفتو، غلو، سکرو او مایع طبیعي ګازو د لېږد لپاره کارول کېږي، په برید کې زیانمن شوی دی. د هغه په وینا، د روسیې هوايي دفاع په دې سیمه کې ۷۲ اوکرایني نور ډرونونه نسکور کړي دي.
بل لور ته، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ویلي، اوکرایني ځواکونو هغه بندري او د تېلو تاسیسات په نښه کړي چې د روسیې د جګړې لپاره عواید برابروي. هغه دا ادعا هم کړې چې د کرونشتاډ پوځي اډه، چې سنپټرزبورګ ته نږدې موقعیت لري، هم هدف ګرځول شوې ده.
همدارنګه روسي چارواکو ویلي دي چې په بېلابېلو جلا ډرون بریدونو کې، چې د بریانسک او کریمیا په سیمو کې ترسره شوي، لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، اوکراین په وروستیو میاشتو کې د روسیې پر انرژۍ پورې اړوند تاسیساتو خپل بریدونه زیات کړي، چې په ځینو سیمو کې یې د سونتوکو پر رسولو خورا اغېز کړی دی.
