• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حیدر خان هوتي: په ۱۳ کلونو کې د پښتونخوا پور له ۱۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میلیاردو کلدارو ته رسېدلی

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۵۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۴۶ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا پخواني اعلی وزير امير حيدر خان هوتي ويلي، د پاکستان له جوړېدو راهيسې د ده تر حکومت پورې پر دغه ايالت څه کم ۱۰۰ ميليارده کلدارې پور وو، خو د تحریک انصاف په حکومت کې د دغه پور کچه زر ميلياردو کلدارو ته رسېدلې ده.

نوموړي د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۳مه) يوې غونډې ته په وينا کې ويلي: «زما حکومت چې پای ته رسېدو نو هاغه وخت له ۱۹۴۷م کال نه راواخله تر ۲۰۱۲م کال پورې پر پښتونخوا ایالت ټول پور څه کم ۱۰۰ ميلیارده کلدارې وو او زما نه وروسته په دې ۱۳ کلونو کې نن پر دې ایالت پور ۱۰۰۰ ميليارده کلدارو ته ورسېدو».

حيدر هوتي زیاته کړه، پر دې هم نه‌پوهېږي، چې دغه پيسې کوم ځای مصرف شوي او په وینا یې، که په دې ايالت کې لګول شوې وای، نو نن به حالت دا نه‌وو.

نوموړي د تحریک انصاف ګوند د مخکيني اعلا وزير علي امين ګنډاپور په اړه وويل: «ګنډاپور په خپله په اسمبلۍ کې په خپله وينا کې وويل، چې په ایالت کې نيمګړې پرمختيايي پروژې پرتې دي او تاسو نوې پروژې اعلانوئ اول دا زړې بشپړې کړئ بيا نوې پروژې پيل کړئ».

هوتي د علي امين ګنډاپور د یادو خبرو په پخلي سره ویلي: «علي امين هم دا خبره په داسې وخت کې کوي چې کله په خپله د اعلی وزير له څوکۍ کوز شوی دی کله چې په څوکۍ ناست وو د پوهنتون د ځمکې پلورلو خبرې کولې او نن ورته احساس وشو».

هغه زياته کړه: «کله چې د عوامي نشنل ګوند حکومت وو ما له هغې وروسته نوې پروژې پيل کړې چې اول مې د متحده مجلس عمل پروژې بشپړې کړې».

د تحريک انصاف حکومت د هوتي تورونو ته تر دې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ياده دې وي، امير حيدر خان هوتي دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي، چې په دې وروستيو کې د تحريک انصاف ګوند ایالتي حکومت د ۲۰۲۶م او ۲۷م لپاره کلنۍ بودجه وړاندې کړې او ورسره یې سلګونه پراختیايي پروژې هم اعلان کړي، خو د تحریک انصاف پر حکومت نيوکې کيږي، چې تش اعلانونه یې کړي او د پروژو لپاره ورسره پیسې نه‌شته.

د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب په ملي اسمبلۍ کې د بودجې وړاندې کولو پر مهال ويلي وو، چې سږ کال د دفاعي بودجې لپاره ۳۰۰۰ میلیارده روپۍ ځانګړې شوې دي. په تېر مالي کال (۲۰۲۵-۲۰۲۶) کې د دفاعي بودجې په برخه کې د ۲۰،۲ سلنه زیاتوالي په راوستلو سره ۲۵۵۰ میلیارده روپۍ دغې برخې ته ځانګړې شوې وې، خو له بیا کتنې وروسته بیا دا اندازه ۲۵۹۵ میلیارده روپیو ته لوړه شوه.

د راپورونو له مخې، د پاکستان دفاعي بودجې ته له ايالتونو څخه برخه ورکړل شوې ده.

عوامي نشنل ګوند د تحریک انصاف په ایالتي حکومت هغه وخت هم نيوکې کړې وې چې د ایالت له پراختيايي بودجې څخه یې ۱۰۹ ميليارده کلدارې مرکزي حکومت ته ورکول منلي وو.

ډېر لیدل شوي

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ
۱

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲

سمیع سادات: د طالبانو پر وړاندې جګړه کې بهرنیو سرتېرو ته اړتیا نه لرو

۳

د شل کلنې جګړې پنځه کاله وروسته؛ د قربانیو او پایلو پوښتنه لا هم بې‌ځوابه

۴

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۵

پر کېیف د روسیې تازه بریدونه؛ رویټرز وایي د تېلو پر زېرمو بریدونو کې دوه کسان ووژل شول