• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کابل له سقوط تر نامعلوم راتلونکي پورې؛ د یوې برېتانوۍ خبریالې د سترګو لیدلی افغانستان

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۴۷ GMT+۱

د برېتانوۍ خبریالې چارلي فالکنر د ۲۰۲۱ کال د اګست د کابل د سقوط هغه ورځې په تفصیل سره بیان کړې چې پکې شل کلن جمهوري نظام پای ته ورسېد، طالبان واک ته ورسېدل او د کابل له کوڅو تر هوايي ډګره د وېرې، بې‌باورۍ او نامعلوم راتلونکي یوه اوږده کیسه جوړه شوه.

نوموړې لیکي چې د طالبانو د چټک پرمختګ له پیل سره په کابل کې د بهرنیو خبریالانو، مرستندویه کارکوونکو او د وتلو د هڅو فضا تر ټولو تاوده حالت ته رسېدلې وه. ګڼ شمېر افغانان چې د ویزو او تخلیې الوتنو په تمه وو، د خپل هېواد پرېښودو له سختې پرېکړې سره مخ وو.

د اګست په ۱۵مه، چې د کابل د سقوط ورځ بلل کېږي، ښار د سختې بې‌باورۍ او اضطراب شاهد و. خلک بانکونو او هوايي ډګر ته ورمات وو، څو خپلې پیسې او د وتلو لارې خوندي کړي، په داسې حال کې چې ولسمشر اشرف غني له هېواده ووت او طالبان بې له مقاومته کابل ته داخل شول.

فالکنر د ښار له سقوط وروسته حالت “چوپ او بدل شوی” انځوروي او وایي چې خلک له وېرې په خپلو کورونو کې پاتې کېدل او د عام ژوند نښې نښانې له منځه تللې وې.

د هغې په روایت کې د کابل هوايي ډګر د زرګونو کسانو د راټولېدو او د تخلیې د ګډوډو صحنو مرکز و، چې پکې د خلکو د ژغورنې لپاره زارۍ، د امنیتي ځواکونو ډزې او د بې‌ساري بې‌نظمۍ صحنې لیدل کېدې.

نوموړې همدارنګه د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۲۶مې خونړۍ چاودنې او د اګست د ۳۰مې د ډرون برید یادونه کړې، چې پکې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

د چارلي فالکنر په وینا، د اګست په ۳۱مه د وروستۍ امریکایي پوځي الوتکې له وتلو سره د کابل هوايي ډګر بشپړ کنټرول د طالبانو لاس ته ولوېد او ښار د نامعلوم راتلونکي په لور ولاړ.

نوموړې خپل روایت په دې ټکو پای ته رسوي چې لا هم هیڅوک نه پوهېږي افغانستان به د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په کوم لوري ولاړ شي، او میلیونونه خلک د خپل راتلونکي په اړه د انتظار په حالت کې دي.

ترویج لرونکی

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»
۱
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۲

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۳
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۴

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۵

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

•
•
•

نور کیسې

تحلیلي راپور: طالبان له پاکستان سره اړیکې د باور پر ځای د ګټو پر بنسټ تنظیموي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۰۰ GMT+۱
تحلیلي راپور: طالبان له پاکستان سره اړیکې د باور پر ځای د ګټو پر بنسټ تنظیموي
100%

عرب نیوز تحلیلی راپور کې لیکلي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوسنی کړکېچ د لنډمهاله اختلاف پایله نه ده، بلکې د کلونو راهیسې د رامنځته شوې بې‌باورۍ او د دواړو هېوادونو د امنیتي پالیسو دوام دی.

تحلیلګر بکر علیاني لیکي، په ۲۰۰۹ کال کې یې د طالبانو د کابل جبهې له قومندان سیف‌الله جلالي سره مرکه کړې وه. د هغه په وینا، جلالي هغه مهال ویلي وو چې طالبان په ټولو ولایتونو کې «سیوری حکومت» لري او د مناسب وخت په رسېدو به واک ترلاسه کړي.

د راپور له مخې، جلالي په هغه مرکه کې ویلي وو، طالبان نور پر پاکستان باور نه لري، ځکه د ۲۰۰۱ کال وروسته د طالبانو یو شمېر مشران په پاکستان کې ونیول شول او اسلام‌اباد د امریکا په مشرۍ د افغانستان د جګړې برخه شو.
د بکر علیاني په وینا، جلالي ورته ویلي وو: «کله چې بېرته واک ته ورسېږو، له پاکستان سره به زموږ اړیکې د باور نه، بلکې د ګډو ګټو پر بنسټ وي.»

راپور زیاتوي، پاکستان له کلونو راهیسې افغانستان د خپلې ستراتیژیکې امنیتي پالیسۍ مهمه برخه بللې، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تمه کېده چې د دواړو لوریو اړیکې به نږدې شي. د دې پر ځای، اسلام‌اباد او کابل اوس د ډيورنډ په کرښه امنیت، د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو او ډیپلوماټیکو اړیکو پر سر له جدي اختلافونو سره مخ دي.

علیاني لیکي، پاکستان د طالبانو حکومت تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان غړو ته یې په افغانستان کې پناه ورکړې، خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې ردوي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

د هغه په باور، د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور کمښت نوې موضوع نه ده، بلکې ریښې یې د ۱۹۴۷ کال راهیسې غځېدلې دي، هغه مهال چې افغانستان د پاکستان د ملګرو ملتونو غړیتوب پر ضد یوازینۍ منفي رایه ورکړه. نوموړی زیاتوي چې له هماغه وخته د کابل او اسلام‌اباد اړیکې د همکارۍ، سیالۍ او بې‌باورۍ ترمنځ بدلېدلې دي.

اسلام‌اباد او مسکو د افغانستان له اړخه د ترهګرۍ ضد همکاري پیاوړې کوي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۳۶ GMT+۱
اسلام‌اباد او مسکو د افغانستان له اړخه د ترهګرۍ ضد همکاري پیاوړې کوي
100%

پاکستان او روسیې په اسلام‌اباد کې د ترهګرۍ پر ضد د ګډې کاري ډلې دولسمه غونډه ترسره کړې، چې پکې د افغانستان امنیتي وضعیت، د ترهګرۍ ضد همکاري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا پر لارو چارو خبرې شوې دي.

د پاکستان پوځي شنونکي او د هوايي ځواک پخواني ډګروال سلطان محمد هالي ویلي، د افغانستان له لوري د امنیتي ګواښونو او د سرحدي نفوذ د مخنیوي لپاره د پاکستان او روسیې همکاري مهمه ده.

د هغه په وینا، پاکستان غواړي د سوریې او شمالي قفقاز په جګړو کې د روسیې له تجربو، په ځانګړي ډول د ښاري جګړو، بې‌پیلوټه الوتکو د شنډولو او د یاغیانو ضد عملیاتو له مهارتونو ګټه واخلي.

هغه زیاته کړه، پاکستان د افغانستان له ډيورنډ کرښې د مدیریت، د نفوذي لارو د څار او د افراطي فکر د مخنیوي په برخو کې خپلې تجربې له روسیې سره شریکوي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د انسټیټیوټ مشر متقاعد جنرال سعد خټک هم ویلي، له روسیې سره نږدې همکاري به د پاکستان لپاره سترې امنیتي، ټکنالوژیکې او اقتصادي ګټې ولري او د دواړو هېوادونو اړیکې به لا پراخې کړي.

د راپور له مخې، د روسیې او پاکستان ترمنځ پوځي همکاري تر ډېره د ترهګرۍ ضد روزنو، کوچنیو وسلو او مهماتو پورې محدوده ده. روسیې په ۲۰۱۸ کال کې پاکستان ته څلور «مي-۳۵ اېم» بریدیزې چورلکې هم سپارلې وې.

راپور زیاتوي چې د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې هم د پام وړ پراخې شوې دي. د روسیې او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه چې په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۷۰۰ میلیونه ډالره وه، په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۱.۳ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده. د روسیې د خامو تېلو واردات او کرنیزه سوداګري د دې زیاتوالي مهم لاملونه بلل شوي دي.

انډي برنهام: د رد شويو افغان پناه غوښتونکو بېرته ستنولو لپاره به له طالبانو سره خبرې وکړو

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۰۷ GMT+۱
انډي برنهام: د رد شويو افغان پناه غوښتونکو بېرته ستنولو لپاره به له طالبانو سره خبرې وکړو
100%

د برېتانيا د کارګر ګوند د مشرتابه نوماند انډي برنهام ويلي، که د لومړي وزير په توګه واک ته ورسېږي، نو د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره به له طالبانو سره هوکړه‌ليکونه لاسليک کړي.

برنهام دغه څرګندونې د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) د ټولنيزې شبکې ریډیټ د انلاين پوښتنو د ځوابولو غونډه کې وکړې. هغه همدارنګه ټينګار وکړ، که واک ته ورسېږي، نو له وخته مخکې ټاکنې به نه ترسره کوي او حکومت به د ۲۰۲۴ کال د ټاکنيز پروګرام له مخې پر مخ یوسي.

د افغانستان په اړه د هغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په تړاو له طالبانو سره د لوېديځو هېوادونو د اړيکو څرنګوالی لا هم د اروپا او برېتانيا د کډوالۍ په تګلارو کې له لانجمنو او بحث‌پارونکو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.

برنهام د خپلو خبرو په بله برخه کې وويل، د هغه راتلونکی حکومت به د کارګر ګوند اقتصادي ژمنو ته ژمن پاتې شي. هغه زياته کړه، چې د ارزښت زياتونې ماليه (VAT)، د عايداتو ماليه او د ملي بيمې ونډه به نه‌لوړېږي.

هغه همدارنګه له اروپايي ټولنې سره د اړيکو د پراختيا ملاتړ وکړ او ويې ويل، چې د پراخو سوداګريزو هوکړو د ترلاسه کولو لپاره به خبرې اترې پر مخ يوسي.

د کې‌یر سټارمر له استعفا وروسته، انډي برنهام تر اوسه د کارګر ګوند د مشرتابه يوازنی نوماند دی او که بريالی شي، نو د جولای په شلمه به د برېتانيا د لومړي وزير دنده پر غاړه واخلي.

د تهران پر ضد د طالب پلویانو غبرګون؛ «د ایران د رژیم دوه‌ګونی چلند درک کوو»

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۰۲ GMT+۱
د تهران پر ضد د طالب پلویانو غبرګون؛ «د ایران د رژیم دوه‌ګونی چلند درک کوو»
100%

په تهران کې د ایران د پخواني مشر علي خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د طالب چارواکو او د دې ډلې د مخالفو څېرو هم‌مهاله ګډون په ټولنیزو شبکو کې د طالب پلویانو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د طالبانو یو زیات شمېر پلویانو په ایران کې د علي خامنه‌يي د جنازې مراسمو ته د احمد مسعود او محمد محقق رسمي بلنه د تهران د سیاست د «دوه‌ګوني چلند» نښه بللې او ځینو یادو پلویانو د طالبانو له حکومت څخه د رسمي غبرګون غوښتنه کړې ده.

د طالبانو یو شمېر پلویانو په اېکس ټولنیزه شبکه کې د طالبانو د مخالفو مشرانو پر بلنې سختې نیوکې کړې دي. ځینو دا اقدام «د ایران د رژیم منافقانه چلند» بللی او نورو وړاندیز کړی چې د متقابل اقدام په توګه دې د «جیش‌العدل» ډلې ته کابل ته د سفر او رسمي لیدنې بلنه ورکړل شي.

د فیضان افغان په نوم د اېکس یوه کاروونکي په پښتو ژبه په اېکس کې ایران او پاکستان د افغانستان «دښمنان» بللي او لیکلي یې دي، چې ایران د هغو کسانو په رسمي بلنې او د «مقاومت» په نوم د هغوی په معرفي کولو سره د طالبانو پر وړاندې د دښمنۍ لاره خپله کړې ده.

بریال کندوزي، چې د طالبانو له پلویانو څخه دی، ادعا کړې چې طالبانو «له ټولو فشارونو سره سره هېڅکله اجازه ورنه‌کړه چې د افغانستان خاوره د ایران پر ضد وکارول شي او په عمل کې یې د ایران ملي واکمنۍ او خپلواکۍ ته درناوی ثابت کړ».

هغه زیاته کړې، چې طالبان د یوه ډېر حساس پړاو پر مهال د ایران ترڅنګ ودرېدل او اجازه یې ورنه کړه چې د هغه هېواد ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راشي.

کندوزي د خپلو څرګندونو په دوام کې د طالبانو د مخالفانو رسمي بلنه د افغانستان د ملي حاکمیت د کمزوري کولو هڅه بللې او لیکلي یې دي، چې طالبان به «د ایران دغه سپکاوی هېڅکله هېر نه‌کړي».

امان‌الله هوتکي، چې د طالبانو له نږدې پلویانو څخه ګڼل کېږي، د ایران د سفیر د احضارولو غوښتنه کړې او لیکلي یې دي، چې باید ترې وپوښتل شي، ولې تهران دغو څېرو ته بلنه ورکړې او «د افغانانو ترمنځ اختلافونو او بېلتون ته لمن وهي».

د علي خامنه‌یي او د هغه د کورنۍ د یو شمېر غړو، چې د امریکا او اسراییل په بریدونو کې وژل شوي وو، د رسمي مخه‌ښې مراسم د جمعې په ورځ د چنګاښ په ۱۲مه، د تهران په مصلی خمیني کې د بېلابېلو هېوادونو د چارواکو او پلاوو په ګډون سره پيل شول.

په دغو مراسمو کې د طالبانو پلاوي، چې مشري یې د طالبانو د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کوله، ګډون کړی وو. هم‌مهاله، د احمد مسعود او محمد محقق په مشرۍ د طالبانو د مخالفانو یوه پلاوي هم په یادو مراسمو کې ګډون وکړ.

قیس نعماني، چې د طالبانو بل پلوی دی، په اېکس کې د طالبانو د خپلمنځي سیاستونو په اړه لیکلي: «موږ لا هم په تېرو څو کلونو کې د نړۍ بشپړ باور نه‌دی ترلاسه کړی. د سیمې ډېر هېوادونه لا هم موږ ته د ګواښ، ان د سیمې د سرطان په سترګه ګوري، حال دا چې موږ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړو».

هغه د طالبانو له غړو پوښتنه کړې: «که موږ رښتیا هم سیمې ته ګواښ نه یو، نو څنګه کولای شو د نړۍ باور خپل کړو؟»

هجران عمري، چې د طالبانو بل پلوی دی، په اېکس کې لیکلي، چې ایران له امریکا سره د سختو کړکېچونو پر مهال د افغانستان د حکومت او خلکو ستاینه کوله، څو د افغانستان خاوره د ایران پر ضد ونه کارول شي؛ خو اوس، د طالبانو د مخالفانو په رسمي بلنې سره، د هغه په وینا، «د اسلامي امارت دښمنان» په رسمیت پېژني. نوموړي د خپلو څرګندونو په دوام کې د شیعه‌ګانو پر ضد له سپکاویو او فرقه‌پالنې ډکې څرګندونې هم کړې دي.

په ټولنیزو شبکو کې د خپرو شویو غبرګونونو ارزونه ښيي، چې د تهران پر سیاست له نیوکو سربېره، د طالبانو ځینو نږدې پلویانو د دې پېښې په غبرګون کې د شیعه‌ضد او تکفیري تعبیرونو په ګډون توندې څرګندونې هم کړې دي.

د دې راپور تر چمتو کېدو پورې نه طالبانو او نه هم د ایران اسلامي جمهوریت د دغو نیوکو په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

د مقاومت جبهې د سیاسي دفتر ريیس: عبدالرشید دوستم او محمد محقق د احمد مسعود نږدې متحدین دي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۱۶ GMT+۱
د مقاومت جبهې د سیاسي دفتر ريیس: عبدالرشید دوستم او محمد محقق د احمد مسعود نږدې متحدین دي
100%

د مقاومت جبهې د سیاسي دفتر رییس عبدالله خنجاني وایي، عبدالرشید دوستم او محمد محقق په تېرو پنځو کلونو کې د دغې جبهې د مشر احمد مسعود اصلي متحدین او نږدې همکاران پاتې شوي دي. هغه ټینګار کړی، چې د دغو مشرانو ترمنځ همکاري د ګډو اهدافو پر بنسټ ولاړه ده.

عبدالله خنجاني د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي، چې د دغې پنځه کلنې نږدې ملګرتیا او همکارۍ بنسټ د خدای تعالی رضا، د افغانستان د خلکو ګټې او د دوی ترمنځ ګډه مبارزه جوړوي. د نوموړي په وینا، دغه مشران د جبهې له مشرتابه سره په همغږۍ خپل کار ته دوام ورکوي.

د مقاومت جبهې دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو د مخالفو جبهو او سیاسي جریانونو ترمنځ د همغږۍ او یووالي د څرنګوالي په اړه بېلابېل بحثونه راپورته شوي دي. خنجاني د دغه پوسټ له لارې د خپلو متحدینو ترمنځ پر یووالي او دوامداره ملګرتیا ټینګار کړی دی.

د دغو څرګندونو په دوام، د افغانستان د مقاومت جبهې د سیاسي دفتر ريیس د دغو مشرانو ترمنځ پر ګډې مبارزې ټینګار کړی او هغه یې د هېواد د اوسني وضعیت پر لور یو مهم ګام بللی دی. د هغه په وینا، دغه اتحاد د خلکو د حقونو د خوندیتوب لپاره رامنځته شوی دی.

له بلې خوا، په تهران کې د وژل شوي رهبر علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د طالبانو او د هغوی د مخالفو سیاسي جریانونو د یو شمېر استازو هم‌مهاله ګډون په رسنیو کې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

په ورته وخت کې، د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د ملي شورا ویاند حسین یاسا ویلي، چې په تهران کې د طالبانو او د هغوی د مخالفو مشرانو ترمنځ هېڅ ډول لیدنه نه‌ده پلان شوې او داسې کومه ناسته به ترسره نه‌شي.