افغان فټبالره: د ۲۰۲۶ نړیوال جام ګټه باید نجونو او کډوالو ته هم ورسېږي

د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشرې خالده پوپل، ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام کوربه هېوادونه باید ډاډ ترلاسه کړي چې د سیالیو ګټې یوازې تر لوبغالو محدودې نه وي، بلکې نجونو، کډوالو او زیانمنو ټولنو ته هم ورسېږي.
