شپږیزه؛ سپینغر بُست ته او امو نهنګانو مس عینک ته ماتې ورکړه

د شپږیزې کرېکټ لیګ په نننیو سیالیو کې سپینغر پرانګانو د بُست ساتونکو لوبډلې ته د ۵۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په دویمه لوبه کې بیا امو نهنګانو د مس عینک اتلانو لوبډلې ته د څلورو وېکټو په توپیر لوبه وګټله.
