د خوست رحمت ولي مسرور لوبغالی د شپږیزه کرېکټ لیګ دوو مهمو سیالیو کوربه دی

د افغانستان د شپږیزه کرېکټ لیګ په دوام، د خوست ولایت رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالی نن د دوو مهمو سیالیو کوربه توب کوي، چې پکې سپین غر پړانګان د بست ساتونکو او امو نهنګان د مس عینک اتلانو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
