• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: مصنوعي ځیرکتیا د ښځو پر وړاندې د زیانمونکي منځپانګې تولید ته لاره هواره کړې

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۰۷ GMT+۱

 د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې او د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د ښځو ضد او زورونکي محتوا د چټکې پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وایي، د یادې ټکنالوژۍ د خوندي او مسولانه کارونې لپاره جدي مقررات او تدابیر اړین دي.

د یاد سازمان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو برخې مشرې، کالیوپي مېنګیرو، ویلي چې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د ښځو او نجونو جعلي انځورونه، جنسي بڼه لرونکي غیرحقیقي عکسونه او ایموجي، همدارنګه نور جعلي او زیانمنونکې محتوا په ډېرې اسانۍ، چټکۍ او ټیټ لګښت تولیدېدای شي، چې د ښځو د سپکاوي او ځورونې خطر زیاتوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې دغې چارواکې له ټکنالوژۍ جوړوونکو، پالیسۍ جوړوونکو او کاروونکو غوښتي چې د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا او کارونې پر مهال د ښځو او نجونو امنیت، محرمیت او اساسي حقونه په لومړیتوب کې وساتي.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم خبرداری ورکړی چې میلیونونه ماشومان لا دمخه له مصنوعي ځیرکتیا څخه د زده کړې، د ستونزو د حل او د مشورو ترلاسه کولو لپاره ګټه اخلي، خو د دوی د خونديتوب لپاره موجود تدابیر د دې چټک پرمختګ سره سمون نه لري.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۲۰ میلیونه ماشومان په لسو هېوادونو کې مصنوعي ځیرکتیا کاروي او د دې ټکنالوژۍ د کارونې کچه د لویانو په پرتله څه باندې درې برابره په چټکۍ سره لوړه شوې ده.

دغه څرګندونې د راتلونکې اوونۍ په ژنیو کې د مصنوعي ځیرکتیا په اړه د نړیوالې غونډې څخه مخکې شوې دي. د ملګرو ملتونو بنسټونه ټینګار کوي چې د مصنوعي ځیرکتیا لپاره باید د خوړو، لوبو او موټرو په څېر د خوندیتوب او تنظیم روښانه مقررات رامنځته شي، څو د دې ټکنالوژۍ ګټې خوندي او احتمالي زیانونه یې محدود شي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۵

هند د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۲۳ کسان په رسمي ډول «ترهګر» اعلان کړل

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د فشارونو له امله په افغانستان کې د ښځو د یوې ملاتړې ادارې فعالیتونه ودرول شول

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۱۳ GMT+۱
د طالبانو د فشارونو له امله په افغانستان کې د ښځو د یوې ملاتړې ادارې فعالیتونه ودرول شول
100%

د «ښځې د ښځو لپاره» نړۍوال سازمان افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه،چې د طالبانو د محدودیتونو له امله یې په افغانستان کې له ۲۵ کلونو وروسته خپل فعالیت پایته رسولی دی. دغه سازمان وايي، د دوی پر دفترونو د طالبانو چاپو او د کارکوونکو د نیول کېدو له امله د فعالیتونو دوام ناشوني شوي وو.

د «ښځې د ښځو لپاره» نړیوال سازمان د افغانستان انټرنشنل د برېښنالیک په ځواب کې ویلي، چې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راهیسې، د دې ډلې وسله‌والو دوه ځله په کابل کې د دې سازمان پر دفتر چاپه وهلې ده.

دغه بنسټ اعلان وکړ، چې د طالبانو د محدودیتونو او فشارونو له زیاتېدو وروسته، د روان زیږیزکال په پیل کې دې پایلې ته ورسېد، چې نور د خپلو کارکوونکو د امنیت تامینول شوني نه دي او په افغانستان کې د فعالیت دوام خورا خطرناک دی.

د دې سازمان په وینا، د طالبانو وسله‌والو لومړی ځل د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې په کابل کې د دوی پر دفتر چاپه ووهله او د هغوی شتمنۍ او تجهیزات یې ضبط کړل. دې سازمان همدا راز تایید کړه، چې د طالبانو وسله‌والو یو ځل بیا د ۱۴۰۳ کال د سلواغې په میاشت کې په کابل کې د دوی پر دفتر بیاځلي چاپه ووهله او د هغوی د ټیم له ۲۰ څخه زیات غړي یې د څو ساعتونو لپاره توقیف کړل.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د روان زیږیزکال په پیل کې طالبانو د افغان ښځو او د هغوی د کورنیو لپاره د دې سازمان معیشتي پروګرامونه هم وځنډول.

د «ښځې د ښځو لپاره» نړیوال سازمان له ۲۰۰۲ کال راهیسې د افغان ښځو او نجونو د ښوونې او روزنې، اقتصادي پیاوړتیا او ملاتړ په برخه کې فعالیت کاوه. دې سازمان په افغانستان کې له دوو لسیزو څخه په زیات فعالیت کې، په بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۴۰ زرو څخه زیاتو ښځو او نجونو ته خدمات وړاندې کړي دي.

د «ښځې د ښځو لپاره» سازمان د رسنیزو اړیکو سلاکارې زویي ګالاګر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دې سازمان مرکزي دفتر له طالبانو سره هېڅ ډول اړیکه نه‌لري. هغې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو او د هغوی د کورنیو ترڅنګ ودرېږي او اړتیاوو ته یې ځواب ووایي.

که څه هم طالبانو تر اوسه د دې سازمان پر دفتر د چاپو او د محدودیتونو د لګولو په اړه څه نه دي ویلي، خو دې ډلې په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې پر ښځو او د هغوی پر ملاتړو بنسټونو سخت محدودیتونه لګولي دي.

نرګس نهان: طالبانو افغانستان د ښځو او نجونو لپاره په یوه «هدیره» بدل کړی دی

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۹ GMT+۱
نرګس نهان: طالبانو افغانستان د ښځو او نجونو لپاره په یوه «هدیره» بدل کړی دی
100%

د جمهوري نظام پر مهال د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان په خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان د ښځو او نجونو لپاره په یوه ډله‌ییزه «هدیره» بدل کړی دی.

نرګس نهان د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه زیاته کړې، هغه ډله چې په ځانمرګو بریدونو کې یې د امیندوارو ښځو او نویو زېږېدلو ماشومانو په ګډون د سلګونو بې‌ګناه خلکو ژوند اخیست، اوس د انساني اصولو خبرې کوي چې دا واقعاً د «تعجب» وړ ده.

نرګس نهان ټینګار کړی، چې طالبان باید د هغو ټولو ظلمونو او ستمونو ځواب ووایي، چې د افغانستان پر خلکو یې «روا» کړي دي. د هغې په وینا، افغان ښځو د عدالت د ټینګښت او ځواب ورکړې لپاره څلور مېکانیزمونه تر لاس لاندې لري، چې په وسیله به یې طالبان د خپلو کړنو ځواب ورکولو ته مجبور کړل شي.

د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې د دغو مېکانیزمونو په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي، خو ویلي یې دي، چې د دغو پروسو پلي کېدل ښايي وخت ونیسي. هغې زیاته کړې، چې طالبان هېڅکله له عدالته تښتېدلی نه‌شي او د حساب و کتاب له ورځې څخه د خلاصون لاره نه‌لري.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، پر ښځو او نجونو د زده کړو، کار او ټولنیز ژوند سخت محدودیتونه لګول شوي دي. د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو سازمانونو هم په وار وار پر افغان ښځو د طالبانو محدودیتونه غندلي او دا یې د بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د افغان نجونو د کرېکټ لوبډله د طالبانو د ظالمانه سیاستونو ضد د درېدو روحیه راکوي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۱
د افغان نجونو د کرېکټ لوبډله د طالبانو د ظالمانه سیاستونو ضد د درېدو روحیه راکوي
100%

د برېتانیا د پارلمان غړی او د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د دغه هېواد وزیر هیمیش فالکنر د افغان کډوالو د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې سره تر لیدنې وروسته د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر وړاندې پر روانو محدودیتونو نیوکه کړې ده.

هیمیش فالکنر د جمعې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، خوښ دی چې یو ځل بیا یې د افغان کډوالو د ښځو د کرېکټ له لوبډلې سره ولیدل. نوموړي زیاته کړې، افغان ښځینه لوبغاړو د برېتانیا له پارلمان څخه لیدنه وکړه او د هغوی د کرېکټ مهارتونه یې له نږدې څخه ولیدل.

نوموړي زیاته کړه، د دغو لوبغاړو لېوالتیا او کلک هوډ دا په ډاګه کوي چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر وړاندې د «وحشتناک چلند» په مقابل کې په کلکه ودرېږي.

د راپورونو له مخې، د افغان پناه غوښتونکو ښځینه کرېکټ لوبډلې بریتانیا ته د خپل تاریخي سفر په ترڅ کې له پاچا چارلز درېیم سره وکتل او په کمبرېج کې یې دوه نمایشي لوبې ترسره کړې. په دغو سیالیو کې افغان لوبډلې د بریتانیا د وسله والو ځواکونو له ښځینه لوبډلې سره لوبه وکړه، چې په کې د بریتانیا لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۷ ویکټو په زیان ۱۴۹ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۵۰ منډو هدف وټاکه، خو افغان لوبډلې د ۵۲ منډو په توپیر دا لوبه وبایلله.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر افغان ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګولي دي. د نجونو له شپږم ټولګي پورته زده کړې او پوهنتون ته یې په ورتګ بندیزونه لګولي دي. ښځې له ډېرو دولتي او نادولتي دندو منع شوې او د هغوی پر تګ راتګ، ټولنیز حضور او ورزشي فعالیتونو هم سخت محدودیتونه لګېدلي دي. همدې محدودیتونو د افغان ښځو د کرېکټ ملي لوبډله هم اړ کړې چې له هېواده ووځي او په جلاوطنۍ کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

سرا کاديګل په افغانستان کې د ښځو د حقونو ملاتړ په اړه له ترکي چارواکو د وضاحت غوښتنه کړې

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۶ GMT+۱
سرا کاديګل په افغانستان کې د ښځو د حقونو ملاتړ په اړه له ترکي چارواکو د وضاحت غوښتنه کړې
100%

د ترکیې د پارلمان غړې سرا کاديګل د دغه هېواد له بهرنیو چارو او کلتور وزیرانو غوښتي، چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ او د طالبانو په بند کې د صدیقې په نوم د یوې ۱۷ کلنې پېغلې د خلاصون لپاره د انقرې د اقداماتو په اړه وضاحت ورکړي.

د ۱۷ کلنې افغانې نجلۍ صدیقې دوسیه چې د هغې د خپلوانو په وینا د جبري واده له مخالفت وروسته نږدې دوه کاله کېږي د طالبانو په بند کې ده، د افغانستان د ښځو او نجونو له حقونو د سرغړونې له موضوع سره یوځای د ترکیې پارلمان ته وړاندې شوه.

د ترکیې د کارګر ګوند استازې سرا کاديګل د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیډان او د کلتور او ګرځندوی وزیر محمد نوري ارسوی ته په دوو رسمي لیکونو کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ لپاره د ترکیې حکومت د اقداماتو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.
هغې همدارنګه د بهرنیو چارو له وزارت غوښتي، چې د صدیقې د خلاصون او زده‌کړو ته د هغې د بېرته ستنېدو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو په اړه هم معلومات ورکړي.

کاديګل له دواړه وزیرانو ټولټال ۱۴ پوښتنې کړې او د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته یې د افغان نجونو د زده‌کړو د ملاتړ او همدارنګه د افغان محصلو نجونو لپاره د ترکیې د ځانګړو پروګرامونو په اړه د وضاحت غوښتنه هم کړې ده.

هغې د بهرنیو چارو او کلتور له وزیرانو غوښتنه کړې، چې په وروستیو کلونو کې د بورسیو له لارې افغان زده‌کوونکو ته د ځانګړې شوې بودجې اندازه اعلان کړي. له دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي و، چې په بادغیس ولایت کې د ۱۷ کلنې صدیقې دوسیه د یادې ډلې له‌خوا تر څېړنې لاندې ده.

د ترکیې د کارګر ګوند یادې استازې په دغه اقدام سره د تېرو پنځو کلونو په موده کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو موضوع د ترکیې د پارلمان د بحث په اجنډا کې شامله کړې. تمه کېږي، چې د ترکیې د بهرنیو چارو او کلتور وزارتونه به دغه پوښتنو ته رسمي ځوابونه وړاندې کړي.

طالبانو په هرات کې ۱۲ ښځې او یو نارینه نیولي دي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۲۵ GMT+۱
طالبانو په هرات کې ۱۲ ښځې او یو نارینه نیولي دي
100%

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو د پنجشنبې په ورځ د هرات ښار له درېیو بېلابېلو سیمو څخه لږ تر لږه ۱۲ ښځې او یو نارینه نیولي دي. د عیني شاهدانو په وینا، ښايي د نیول شویو ښځو شمېر تر دې هم زیات وي.

د عیني شاهدانو د معلوماتو له‌مخې، د پنجشنبې په مازیګر (د چنګاښ ۱۱مه) طالبانو د هرات ښار د بکراباد سیمې له یوه ستر خوراکي پلورنځي څخه لږ تر لږه دوه ځوانې نجونې ونیولې.

بکراباد د هرات ښار په سوېل کې هغه سیمه ده، چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه‌ مذهبه دي.

یوه بل عیني شاهد ویلي، طالبانو د هرات ښار په شمال کې د امام فخر رازي څلور لارې کې هم یوه ځوانه نجلۍ نیولې ده.

د سرچینې په وینا، دغې نجلۍ د طالبانو له غوښتنې سره سم پوښښ نه‌درلود، نو پنځو طالب وسله‌والو هغه ونیوله.

سرچینې زیاته کړه، نجلۍ په یوه درې‌ویلر موټر کې سپره وه او طالبانو د دغه موټر چلوونکی هم د هغې د لېږدولو په تړاو نیولی او له ځان سره یې وړی دی.

په ورته وخت کې یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو د پنجشنبې په ورځ د هرات ښار د ۶۴ متره سړک په اوږدو کې ۹ نورې ځوانې ښځې هم نیولې دي.

طالبانو په تېره یوه میاشت کې په هرات کې څو ځله د حجاب د څرنګوالي په تړاو یو شمېر ښځې نیولې دي. دغه ډله وايي، ښځې باید «مانتو» وانه غوندي.

یو شمېر افغانانو د نړۍ په ۳۰ هېوادونو کې د هرات د ښځو د نیولو پر ضد اعتراضي غونډې وکړې او هراتۍ ښځو ته یې د پوښښ لپاره د حق ورکړې غوښتنه درلوده.

په خپله هرات کې هم د طالبانو د دغو کړنو پر ضد لږ تر لږه دوه اعتراضي غونډې وشوې، خو طالبانو هغه وځپلې.

د هرات ښار د جبرییل سیمې په یوه اعتراض کې دوه کسان وژل شوي هم وو.

طالبانو لا تراوسه د یادو ښځو د نیول کېدو په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.