• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان نه د کډوالو د ایستلو پرېکړه او د اندېښې؛ افغانان وایي د راتلونکي په اړه ډاډ نه لري

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۱۷ GMT+۱

پاکستان د جولای تر لسمې له ناقانونه افغان کډوالو غوښتي چې په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي او خبرداری یې ورکړی چې له دې نېټې وروسته به د اسنادو نه لرونکو افغانانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ټولو ايالتونو ته لارښوونه کړې چې د جولای له لسمې وروسته هره ورځ افغان کډوال ونیسي او د نیول شویو کسانو راپورونه مرکز ته واستوي.

دغه پرېکړې په پاکستان، په ځانګړي ډول د بلوچستان په مرکز کوټه کې د افغان کډوالو ترمنځ د اندېښنې څپه خپره کړې ده.

محمد غوث، چې ۴۲ کاله وړاندې د جګړو او بې‌وزلۍ له امله کوټې ته کډه شوی، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل چې د ژوند ټولې شتمنۍ یې په پاکستان کې د مزدورۍ له لارې برابرې کړې دي.

هغه وايي: «کلونه مو د خټو په یوه کوچني کور کې ژوند وکړ. فکر مو کاوه همدا به زموږ دایمي کور وي، خو له تېرو درېیو کلونو راهیسې هره ورځ په وېره ژوند کوو. اوس له کوره هم نه شو وتلی، ځکه هر وخت دا ویره راسره وي چې پولیس به مو ونیسي او افغانستان ته به مو وشړي.»
محمد غوث زیاتوي، که افغانستان ته ستون شي، هلته نه کور لري او نه هم د ژوند د پیل کومه وسیله.

سلطان، چې هغه هم په کوټه کې مزدوري کوي، وايي څو میاشتې مخکې یې احساس کاوه چې د افغان کډوالو پر ضد عملیات کم شوي او ژوند یو څه عادي شوی، خو د حکومت تازه اعلان یې ټولې هیلې له منځه یوړې.

هغه وايي: «موږ دومره پیسې هم نه لرو چې د ستنېدو کرایه پرې ورکړو.

که افغانستان ته ولاړ شو، هلته نه کار شته او نه کاروبار نو ژوند به مو له ستونزو سره مخ شي.

هغه زیاته کړه :حکومتونه باید د انساني خواخوږۍ پر بنسټ پرېکړې وکړي، نه دا چې د میلیونونو خلکو ژوند له ناورين سره مخ کړي.»

سلطان زیاتوي چې د ده د کورنۍ ټول غړي له سخت رواني فشار سره مخ دي او د خپل راتلونکي په اړه هېڅ ډاډ نه لري.

په همدې حال کې، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې له پاکستانه د افغان کډوالو پراخې ستنېدنې د افغانستان پر لا دمخه نازک بشري وضعیت نور فشار هم زیات کړی دی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا یو میلیون افغانان له پاکستانه په جبري یا ناوړه شرایطو کې افغانستان ته ستانه شوي او په ۲۰۲۶ کال کې هم تر اوسه ۵۳۱ زره او ۸۰۰ کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، دغه بهیر په داسې وخت کې روان دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي او امنیتي ترینګلتیا زیاته شوې او په افغانستان کې بشري وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره، نور هم خراب شوی دی.

د راپور له مخې، تورخم، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو تر ټولو لویه لار ده او تر کړکېچ وړاندې پرې شاوخوا ۸۰ سلنه کډوال اوښتل، د مارچ په ۳۱مه په محدود ډول بېرته پرانیستل شوه.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د افغان کډوالو ستنېدنه باید خوندي، داوطلبانه او باعزته وي او له راستنېدونکو او کوربه ټولنو سره د بشري مرستو دوام حیاتي ارزښت لري.

بل لور د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال وزیر طلال چوهدري ویلي، له دغه هېواده د ناقانونه کډوالۍ کچه ۴۷ سلنه راټیټه شوې او د ناقانونه کډوالۍ پر ضد د اسلام‌اباد تګلاره د نورو هېوادونو لپاره په یوه بېلګه بدله شوې ده.

هغه زیاتوي پاکستان د ناقانونه کډوالۍ، د انسانانو د قاچاق او د کډوالو د قاچاقي شبکو پر ضد د اغېزمنو اقداماتو له امله د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې دي.
هغه ناقانونه کډوالي یوه نړیواله ستونزه وبلله او ویې ویل، دا ننګونه د هېوادونو له پولو اوړي او هېڅ هېواد نه شي کولی په یوازې ځان ورسره مبارزه وکړي.

ترویج لرونکی

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې
۱

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۲

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۳

هند د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۲۳ کسان په رسمي ډول «ترهګر» اعلان کړل

۴
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

۵

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ننګرهار کې ۲۰۵ زلزله ځپلو کورنیو ته کورونه رغولي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۴۲ GMT+۱
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ننګرهار کې ۲۰۵ زلزله ځپلو کورنیو ته کورونه رغولي
100%

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو ان ډي پي) ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې د تېر کال د زلزلې له امله زیانمنو کورنیو لپاره یې د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې ۲۰۵ استوګنیز کورونه رغولي دي.

دغه پروګرام زیاتوي چې دا کورونه د سویلي کوریا په مالي ملاتړ د «REVIVE» پروژې له لارې جوړ شوي دي.

د یاد پروګرام په وینا، دغه کورونه چې د سیمه‌ییزو معیارونو له مخې او د خلکو په ګډون جوړ شوي، یوازې د سرپناه لپاره نه دي، بلکې د دې لپاره هم ډیزاین شوي چې کورنۍ د راتلونکو طبیعي پېښو پر وړاندې لا ښه چمتووالی ولري.

د افغانستان په ختیځ کې د تېر کال زلزلې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او نږدې یو میلیون خلک یې اغېزمن کړل چې تر اوسه هم د یادې زلزلې اغیزې او تاوانونه په بشپړ ډول له منځه ندي تللي.

بلوچستان ایالت عبدالله خان قلعه ولسوالۍ کې د قبایلي دښمنۍ له امله څلور کسان وژل شوي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۱۷ GMT+۱
بلوچستان ایالت عبدالله خان قلعه ولسوالۍ کې د قبایلي دښمنۍ له امله څلور کسان وژل شوي
100%

د بلوچستان ایالت عبدالله خان قلعه ولسوالۍ د کلي بدوان په سیمه کې نن سهار د ډزو په یوه پېښه کې څلور کسان وژل شوي دي.


د قلعه عبدالله مرستیال کمېشنر منور مګسي د افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې د پېښې پخلی کړی دی.

د نوموړي په وینا، په وژل شویو کسانو کې عبیدالله، ایمل، شاهد او ضیاءالرحمان شامل دي.
مرستیال کمېشنر وويل چې دا پېښه د قبایلي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.
چارواکو د پېښې په اړه نورې پلټنې پیل کړې دي.

پاکستان: د ناقانونه کډوالۍ کچه ۴۷ سلنه راټیټه شوې

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۴۲ GMT+۱
پاکستان: د ناقانونه کډوالۍ کچه ۴۷ سلنه راټیټه شوې
100%

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال وزیر طلال چوهدري ویلي، له دغه هېواده د ناقانونه کډوالۍ کچه ۴۷ سلنه راټیټه شوې او د ناقانونه کډوالۍ پر ضد د اسلام‌اباد تګلاره د نورو هېوادونو لپاره هم په یوه بېلګه بدله شوې ده.

نوموړي دا څرګندونې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د د کډوالو د قاچاق پر ضد نړیوال ایتلاف غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.

هغه ناقانونه کډوالي یوه نړیواله ستونزه وبلله او ویې ویل، دا ننګونه د هېوادونو له پولو اوړي او هېڅ هېواد نه شي کولی په یوازې ځان ورسره مبارزه وکړي.

طلال چوهدري د هېوادونو ترمنځ د لا پراخې همکارۍ غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د کډوالو د قاچاق شبکو د له منځه وړلو او د انسانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره ګډې نړیوالې تګلارې او همغږي اړینې دي.

ډان: د امریکا او ایران تخنیکي خبرې ښايي په اسلام‌اباد کې ترسره شي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۳۲ GMT+۱
ډان: د امریکا او ایران تخنیکي خبرې ښايي په اسلام‌اباد کې ترسره شي
100%

د پاکستان ورځپاڼې ډان د ډیپلوماتیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې اسلام‌اباد د امریکا او ایران ترمنځ د راتلونکو تخنیکي خبرو تر ټولو احتمالي کوربه ښار بلل کېږي.

د راپور له مخې، ټاکل شوې دا خبرې د جولای په ۱۱مه ترسره شي، خو وروستۍ پرېکړه د غونډې د ځای په اړه لا نه ده شوې. سرچینې وايي، د خبرو لپاره د سویس د بورګن‌سټاک سیمه هم په پام کې ده، خو اسلام‌اباد تر ټولو قوي احتمال لري.

ویل شوي چې په دغو خبرو کې به د ایران اټومي پروګرام، د بندیزونو نرمول، د ایران کنګل شوې شتمنۍ او د سیمې امنیتي موضوعات، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي امنیت او د لبنان د اوربند دوام، وڅېړل شي.

راپور زیاتوي چې خبرې د ایران د ستر مذهبي مشر د جنازې مراسمو له امله ځنډېدلې وې او تمه ده تهران به د دغو مراسمو تر پای وروسته د خپل پلاوي غړي اعلان کړي.

ډیپلوماتیکې سرچینې وايي، قطر او پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د غیرمستقیمو اړیکو په اسانتیا کې مهم رول لوبوي او هڅه کوي د خبرو بهیر روان وساتي.

د راپور له مخې، د لوړې کچې مستقیمې خبرې به د جولای په درېیمه اوونۍ کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شي، وروسته له هغې چې تخنیکي ډلې د احتمالي هوکړې جزییات بشپړ کړي.

بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره وروستۍ خبرې «ډېرې ښې» وې او ادعا یې کړې چې تهران د یوې هوکړې لپاره لېوالتیا لري.
په مقابل کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د امریکا او اسراییل پر وړاندې د عدالت غوښتنه به د ایران د سیاست یوه دوامداره برخه وي.

پولنډ کې ۱۵ افغانان د ۵۴ ناقانونه کډوالو په ډله کې نیول شوي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۱۱ GMT+۱
پولنډ کې ۱۵ افغانان د ۵۴ ناقانونه کډوالو په ډله کې نیول شوي
100%

د پولنډ سرحدي ځواکونو ویلي، د لیتوانیا پولې ته نږدې یې د یوه بار وړونکي موټر له کانتینره ۵۴ ناقانونه کډوال نیولي، چې ۱۵ افغانان هم پکې شامل دي.

د پولنډي چارواکو په وینا، دا کسان د بودزیسکو په سرحدي سیمه کې د لنډمهالي کنټرول پر مهال وموندل شول. په نیول شویو کې ۳۰ پاکستانیان، ۱۵ افغانان او ۹ بنګله‌دېشیان شامل دي.

چارواکو ویلي، موټر د رومانیا د یوه ۳۷ کلن موټرچلوونکي و او لومړنۍ څېړنې ښيي چې نوموړي کډوال له لاتویا څخه د لیتوانیا له لارې پولنډ ته لېږدول.

د راپورونو له مخې، تر اداري چارو وروسته به نیول شوي کډوال بېرته لیتوانیا ته وسپارل شي او د رومانیايي موټرچلوونکي پر ضد به هم قانوني دوسیه پرانیستل شي.

پولنډي رسنیو ویلي، دا په وروستیو میاشتو کې د لیتوانیا له لارې پولنډ ته د داخلېدو پر مهال د نیول شویو کډوالو تر ټولو لویه ډله ده.

د پولنډ د سرحدي ځواکونو د شمېرو له مخې، روان کال تر اوسه شاوخوا ۷۶۰ کسان د لیتوانیا له لارې پولنډ ته د ناقانونه ننوتلو پر مهال نیول شوي دي.

راپور زیاتوي چې ګڼ افغانان د افغانستان د روان اقتصادي او بشري وضعیت له امله لا هم د اروپا پر لور د کډوالۍ خطرناکې لارې غوره کوي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو د پلان له مخې، په افغانستان کې نږدې ۲۱،۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي چې ناقانونه کډوالي خلک د انساني قاچاق، خطرناکو سفرونو او نیول کېدو له جدي ګواښونو سره مخ کوي.