• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: د افغانستان نږدې پنځه شپېته سلنه وګړي له څو اړخیزې بې‌وزلۍ سره مخ دي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۳۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو ادارې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د بشري اړتیاوو د غبرګون پلان له مخې، د افغانستان نږدې ۶۵ سلنه وګړي له څو اړخیزې بې‌وزلۍ سره مخ دي. د دوی په وینا، د کار محدود فرصتونه او نامعلوم راتلونکی د راستنېدونکو د ژوند د بېرته رغېدو پر وړاندې سترې ننګونې ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو ادارې یو این هبیتات په راپور کې د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ د اوسېدونکي، دوه دېرش کلن عیدي محمد کیسه خپره کړې، چې له دوه زره یوویشتم کال وروسته یې د کار له لاسه ورکولو له امله له خپلې کورنۍ سره ایران ته کډه وکړه.

د راپور له مخې، عیدي محمد په ایران کې د ودانیزو چارو په برخه کې کار کاوه او هره ورځ یې شاوخوا شپږ امریکايي ډالره عاید درلود. هغه خپله اته کلنه لور هم ښوونځي کې شامل کړې وه، خو وروسته د ایران د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د پالیسۍ له امله اړ شو چې افغانستان ته راستون شي.

ملګري ملتونه وايي، یوازې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې نږدې دوه اعشاریه اته میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د راپور له مخې، عیدي محمد له خپلې کورنۍ سره د اسلام‌کلا له لارې هېواد ته راستون شو، خو د هرات د دوه زره درویشتم کال زلزلې کې د پلار د خټو کور هم ویجاړ شوی و او کورنۍ یې د سرپناه له ستونزې سره مخ شوه.

راپور وايي، نوموړي له راستنېدو وروسته څو میاشتې د کار په لټه کې و، تر دې چې د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې په مالي ملاتړ د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو ادارې د «د کار په بدل کې نغدي مرستې» پروګرام کې شامل شو.

د دغه پروګرام له لارې هغه د څلور څلوېښتو ورځو په موده کې د اوبو لګولو د کانالونو پاکولو او د سړکونو د هوارولو په چارو کې کار وکړ او ټولټال پنځلس زره او څلور سوه افغانۍ یې ترلاسه کړې، چې هره ورځ یې نږدې پنځه امریکايي ډالر جوړېدل.

ملګري ملتونه وايي، دغه پروګرام د لنډمهالي عاید ترڅنګ راستنېدونکو ته دا فرصت هم برابروي چې د خپلو سیمو د بیارغونې په چارو کې ونډه واخلي او د ټولنې له غړو سره بېرته یوځای شي.

عیدي محمد ویلي، که څه هم دا مرسته لنډمهاله وه، خو ده او کورنۍ ته یې بېرته د هیلې احساس ورکړ او اوس هم هڅه کوي د خپلې کورنۍ د ژوند د ښه کېدو لپاره د کار مناسب فرصت ومومي.

ډېر لیدل شوي

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې
۱

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې

۲

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي

۳

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي

۴
ځانګړی

طالبانو کروندګرو ته تر ځانګړو شرایطو لاندې د کوکنارو د کر پټه اجازه ورکړې ده

۵

د جرمني د پارلمان غړې: اندېښنه لرم چې د افغان کډوالو ایستل به نور هم زیات شي