سویډن د افغان کډوالو په ستنولو څه کم یو میلیون ډالر لګولي خو تر اوسه هیڅوک نه دي ستانه شوي

سویډن په داوطلبانه ډول د ۲۰۰ افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره څه کم یو میلیون ډالر لګولي خو تر اوسه هېڅ افغان د دغه وړاندیز منلو ته غاړه نه ده ایښې.

سویډن په داوطلبانه ډول د ۲۰۰ افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره څه کم یو میلیون ډالر لګولي خو تر اوسه هېڅ افغان د دغه وړاندیز منلو ته غاړه نه ده ایښې.
د راپور لهمخې، د سویډن حکومت د ۲۰۰ افغانانو د داوطلبانه ستنولو پروژه د ۸ میلیونه کرونو په ارزښت د «سیفر» په نوم یوه نړۍوال سازمان له لوري پرمخ وړل کېږي. د دغې پروژې موخه داده چې افغانان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې یو نوي پیل ته و هڅوي.
د راپورونو لهمخې، یاده پروژه په بشپړ ډول د سويډن د حکومت لهخوا تمویلیږي او له ۲۰۲۵ کال راهیسې پیل شوې ده.
د سویډن افتون بلادت ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي، د دغې پروژې موخه داده چې په سویډن کې د ۲۰۰۰ افغان کډوالو ذهنیت بدل کړي او له هغې ډلې څخه لږ تر لږه ۲۰۰ تنه په خپله خوښه افغانستان ته ستانه کړي، خو د پروژې پای ته یوازې دوه میاشتې پاتې دي او تر اوسه هېڅ افغان کډوال خپل هېواد ته د ستنېدو زړه نه دی ښه کړی.
د سویډن د کډوالۍ وزیر جوهان فورسیل د یادې پروژې په اړه رسنیو ته ویلي:«زما په نظر موږ باید د پروژې تر پایه پورې صبر وکړو او بیا یې په اړه ارزونه وکړو».
د سویډني چارواکو په وینا، دغه کمپاین په ځانګړې توګه د هغو افغانانو لپاره په پام کې نیول شوی چې د ایستلو امر یې صادر شوی خو د قانوني خنډونو له امله نه دي اېستل شوي.
د سویډن د کډوالۍ وزیر زیاتوي چې د دې پروژې اصلي موخه دا ده، څو ډیپورټ کېدونکي کډوال په سویډن کې په غیرقانوني توګه ژوند کولو ته اړ نه شي.