ایراني رسنیو د خامنهيي د جنازې مراسمو کې د هغه د درېیو زامنو انځورونه خپاره کړي

ایراني رسنیو د علي خامنهيي له مړینې وروسته، د لومړي ځل لپاره د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د مصطفی، مسعود او میثم په نومونو د هغه د درېیو زامنو انځورونه خپاره کړي اودا لومړی ځل دی چې د مجتبی خامنهيي پرته د هغه نور زامن په عام محضر کې راڅرګندېږي.
مصطفی، مسعود او میثم یکشنبې ، د چنګاښ په ۱۴مه، د ایران حکومت د درېیو قواوو د مشرانو او د پوځي او امنیتي ځواکونو د قوماندانانو ترڅنګ، د علي خامنهيي او د هغه د کورنۍ د هغو غړو د جنازې لمونځ ادا کړ چې د امریکا له لوري وژل شوي دي.
ورته مهال، د علي خامنه دجنازې په مراسمو کې د هغه د ځای ناستي زوی مجتبی خامنهيي د هغه د مېرمنې او د کورنۍ د نورو غړو نه شتون لا هم د رسنیو او خلکو پام دې مسلې ته اړولی.
