• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جلالي: د روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره نړیواله همکاري اړینه ده

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي له نړیوالو روغتیايي شریکانو غوښتي چې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، په ولسوالیو کې د عامه روغتونونو د جوړولو، د سرطان او زړه ناروغیو د پروژو او لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو په رسولو کې یې له وزارت سره همکاري وکړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې ددغه وزارت وزیر د روغتیا نړیوال سازمان په مشرۍ له لوړپوړي پلاوي سره په لیدنه کې د پولیو پر وړاندې د مبارزې او د روغتیا په ټولو برخو کې د همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا په تړاو خبرې کړې دي.

جلالي په یاده ناسته کې د بحث شویو مسایلو پر پلي کېدا ټینګار کړی دی.

د طالبانو د روغتیا وزارت په وینا، نړیوالو شریکانو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په یادو برخو کې د همکاریو لپاره پر چمتووالي ټینګار کړی دی.

د وزارت په وینا، په دې غونډه کې د روغتیا نړیوال سازمان د ختیزې مدیترانې سیمې مسوولې ډاکټرې حنان البلخي، د یونیسف سیمه ییز رییس سنجي ویجیسکارا، په افغانستان کې د قطر سفیر مردف بن علي القاشوطي، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان رییس ادوین سینیزا سلوادور، په افغانستان کې د یونیسف رییس ډاکټر تاج الدین، د بیل او مېلېنډا ګېټس بنسټ د پولیو برخې مسوول کریسټوفر الیاس، د ملک سلمان بنسټ استازو او یو شمېر نورو مسوولانو ګډون کړی و.

ترویج لرونکی

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې
۱

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳

هند د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۲۳ کسان په رسمي ډول «ترهګر» اعلان کړل

۴

سرچینې: طالبانو بدخشان کې له ځوانانو غوښتي چې د دوی له اردو سره یوځای شي

۵
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د تخار د سرو زرو دوه کانونه په څه باندې ۸۹ میلیونه ډالرو په قرارداد ورکړل

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۲۴ GMT+۱
طالبانو د تخار د سرو زرو دوه کانونه په څه باندې ۸۹ میلیونه ډالرو په قرارداد ورکړل
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان وکړ، چې د تخار د چاه‌ اب ولسوالۍ د سرو زرو دوه کانونه یې یوه خصوصي شرکت ته په ۸۹ میلیونه او ۶۴ زره امریکايي ډالرو په قرارداد ورکړي دي.

د طالبانو د کانونو وزارت ویلي، چې یاد کانونه د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ په شول دره او وارچي سیمه کې دي او هر کان یې د ۴۴ میلیونه ۵۳۲ ډالرو په ارزښت یوه شرکت ته په قرارداد ورکړی دی.

د طالبانو د کانونو وزیر ملا هدایت الله بدري ویلي، د یادو کانونو قراداد د لسو کلونو لپاره شوی، چې له‌مخې یې، د طالبانو ادارې ته د امتیاز حق ۴۰ سلنه ټاکل شوی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې قراردادي شرکت مکلف دی خپلې ټولې چارې د کانونو له قانون، کړنلارو او په قرارداد کې له شویو ژمنو سره عملي کړي.

طالبانو ویلي چې د امتیاز حق د ورکولو ترڅنګ به د دواړو سیمو د ټولنیزو خدمتونو په بېلابېلو برخو کې دوه میلیونه امریکايي ډالر هم لګوي.

د طالبانو د کانونو وزارت ویلي، تمه ده چې د دغې پروژې له لارې شاوخوا درې زره کسانو ته په مستقیم ډول او څلور زره نورو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

سویډن د افغان کډوالو په ستنولو څه کم یو میلیون ډالر لګولي خو تر اوسه هیڅوک نه دي ستانه شوي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۰۷ GMT+۱
سویډن د افغان کډوالو په ستنولو څه کم یو میلیون ډالر لګولي خو تر اوسه هیڅوک نه دي ستانه شوي
100%

سویډن په داوطلبانه ډول د ۲۰۰ افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره څه کم یو میلیون ډالر لګولي خو تر اوسه هېڅ افغان د دغه وړاندیز منلو ته غاړه نه ده ایښې.

د راپور له‌مخې، د سویډن حکومت د ۲۰۰ افغانانو د داوطلبانه ستنولو پروژه د ۸ میلیونه کرونو په ارزښت د «سیفر» په نوم یوه نړۍوال سازمان له لوري پرمخ وړل کېږي. د دغې پروژې موخه داده چې افغانان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې یو نوي پیل ته و هڅوي.

د راپورونو له‌مخې، یاده پروژه په بشپړ ډول د سويډن د حکومت له‌خوا تمویلیږي او له ۲۰۲۵ کال راهیسې پیل شوې ده.

د سویډن افتون بلادت ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي، د دغې پروژې موخه داده چې په سویډن کې د ۲۰۰۰ افغان کډوالو ذهنیت بدل کړي او له هغې ډلې څخه لږ تر لږه ۲۰۰ تنه په خپله خوښه افغانستان ته ستانه کړي، خو د پروژې پای ته یوازې دوه میاشتې پاتې دي او تر اوسه هېڅ افغان کډوال خپل هېواد ته د ستنېدو زړه نه دی ښه کړی.

د سویډن د کډوالۍ وزیر جوهان فورسیل د یادې پروژې په اړه رسنیو ته ویلي:«زما په نظر موږ باید د پروژې تر پایه پورې صبر وکړو او بیا یې په اړه ارزونه وکړو».

د سویډني چارواکو په وینا، دغه کمپاین په ځانګړې توګه د هغو افغانانو لپاره په پام کې نیول شوی چې د ایستلو امر یې صادر شوی خو د قانوني خنډونو له امله نه دي اېستل شوي.

د سویډن د کډوالۍ وزیر زیاتوي چې د دې پروژې اصلي موخه دا ده، څو ډیپورټ کېدونکي کډوال په سویډن کې په غیرقانوني توګه ژوند کولو ته اړ نه شي.

طالبانو په سرحدي ولایتونو کې خپلې اردو ته د جلب او جذب کمپاین پیل کړی

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۰۴ GMT+۱
طالبانو په سرحدي ولایتونو کې خپلې اردو ته د جلب او جذب کمپاین پیل کړی
100%

د طالبانو دفاع وزارت په یو شمېر ولایتونو کې د خپلې اردو لپاره د ځوانانو جلب او جذب کمپاین پیل کړی دی. په پکتیکا کې له ګیان، برمل، شکین، وړممۍ او په خوست کې له ځاځي میدان نه ځوانان جذبیږي. له سرحدي ولسوالیو د جلب او جذب په اړه د وري پر ۳۰مه افغانستان انټرنشنل خبر ورکړی و.

د طالبانو د دفاع وزارت د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ په پکتیکا ولایت کې د نویو سرتېرو د ګومارلو لړۍ پیل کړې او له ځوانانو یې غوښتي چې د دې ډلې د پوځ په لیکو کې شامل شي.

د طالبانو د دفاع وزارت د خبرتیا له مخې، د پوځ په لیکو کې د شاملېدو لپاره یو شمېر ځانګړي شرایط وړاندې شوي دي.

100%

په شرایطو کې راغلي چې د داوطلبانو عمر باید له ۲۰ تر ۲۴ کلونو پورې وي، د افغانستان اصلي تذکره ولري او کورنۍ یې باید د هېواد دننه ژوند وکړي.

همداراز غوښتونکي باید د سیمې د قومي مشرانو او د جومات د امام له خوا تایید شوي وي، په جنايي جرمونو محکوم نه وي او په نشه‌یي توکو او یا کومه لاعلاجه ناروغۍ اخته نه وي.

په خبرتیا کې دا هم ویل شوي چې نوماندان باید د نبوي سنتو پابند وي، د طالبانو د حکومت نافذه قوانینو ته ژمن وي او د پوځي زده‌کړو د ترلاسه کولو پوره فزیکي ځواک او روغتیا ولري.

د طالبانو د جلب او جذب قوماندانۍ ټینګار کړی چې داوطلبان د پوځي روزنې پر مهال له ځان سره د موبایل تلیفون د ګرځولو حق نه لري.

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې په شرایطو برابر ځوانان کولای شي د نوملیکنې لپاره د پکتیکا ولایت د جلب او جذب قوماندانۍ ته مراجعه وکړي.

له دې وړاندې د وري پر ۳۰مه افغانستان انټرنشنل د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی و، چې طالبان د افغانستان په سویلي او سویل ختیزو ولایتونو کې د امنیتي جوړښت د پیاوړتیا په هڅه کې دي او پلان لري چې لومړی د ځاځیو له قبیلې شاوخوا زر تنه د خپلو ځواکونو لیکو ته جذب کړي.

سرچینو ویلي وو، چې له هرې سرحدي ولسوالۍ نه به د قبیلو په مشوره پنځوس پنځوس تنه د سرحدي پولیسو او دفاعي قطعاتو په چوکاټ کې ځای پر ځای شي. د جذبېدونکو کسانو لپاره د طالبانو د «جهادي سابقې» په څېر شرایط هم په نظر کې نیول شوي دي.

د سرتېرو د جلب او جذب ولایتونه ډېری پر ډیورنډ کرښه دي، چې خوست، پکتیا، پکتیکا، کونړ، نورستان، کندهار، هلمند، بدخشان ولایتونه پکې شاملیږي.

متقي وايي روغتیا، سوداګري او بشري چارې باید له سیاست څخه جلا وساتل شي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۲۹ GMT+۱
متقي وايي روغتیا، سوداګري او بشري چارې باید له سیاست څخه جلا وساتل شي
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روغتیا نړیوال سازمان د سیمه ییز دفتر له مشرې سره په لیدنه کې ویلي، چې روغتیا، سوداګري او بشري چارې باید له سیاسي ملاحظاتو جلا وساتل شي، څو نړیوالې مرستې او روغتیايي خدمتونه په عادلانه ډول اړو خلکو ته ورسېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې د روغتیا نړیوال سازمان د سیمه ییز دفتر مشرې ډاکټرې حنان بلخي د افغانستان له روغتیايي سکتور سره د دغه سازمان د دوامدارو همکاریو ډاډ ورکړی.

هغې پولیو یوه نړیواله اندېښنه بللې او د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره یې د پولیو ضد کمپاینونو په بریالي تطبیق کې دطالبانو د ملاتړ غوښتنه کړې.

وزارت ویلي، چې متقي د پولیو ضد کمپاینونو د بشپړ ملاتړ تر څنګ له سیاست نه د روغتیا، سوداګري او بشري چارو د جلا ساتلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

وزارت زیانه کړې چې دې لیدنه کې متقي د عامې روغتیا د نظام پر پیاوړتیا، د سرطان ناروغانو لپاره د تشخیص او درملنې د پرمختللو مرکزونو پر جوړېدو، د روغتیايي مرکزونو د تجهیز او د طبي پرسونل د ظرفیت لوړولو پر اړتیا هم ټینګار کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات ویلي چې په دې لیدنه کې د بلخي تر څنګ د ګېټس بنسټ رییس، د سعودي د پاچا « ملک سلمان خیریه بنسټ» مسوول، د یونېسف د سیمه ییز دفتر رییس او د متحده عربي اماراتو او قطر سفیرانو هم ګډون درلود.

د الیاس مومند پلار: زمـا د زوی په اختطـاف او وژلو کې ښکیل کسان لاهم ازاد ګرځي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۰۲ GMT+۱
د الیاس مومند پلار: زمـا د زوی په اختطـاف او وژلو کې ښکیل کسان لاهم ازاد ګرځي
100%

د الیاس مومند پلار، انګار مومند وایي، چې د زوی پر تښتول کېدو او وژل کېدو یې درې کاله اوړي، خو لا هم عدالت نه دی تامین شوی او قاتلان یې ازاد ګرځي. نوموړي ویلي، د طالبانو د ننګرهار عدلي چارواکو ترې غوښتي چې د زوی د دوسیې څیړنې لپاره له سره عریضه وکړي.

د الیاس مومند پلار انګار مومند افغانستان انټرنشنل ته ویلي، درې کاله مخکې یې زوی، محمد الیاس مومند، د اختطاف چیانو له خوا لومړی وتښتول شو او وروسته ووژل شو. د هغه په وینا، د زوی د مړینې یې درې کاله پوره شوي، خو لا هم ددوی د کورنۍ زخم تازه دی او عدالت نه دی تامین شوی.

هغه ادعا کړې چې د زوی له ۱۲ قاتلینو څخه یې یوازې څلور تنه نیول شوي وو، خو د ننګرهار ابتدایي نظامي محکمې وروسته بېرته خوشې کړل. د نوموړي په وینا، د قتل دوسیه یې تر اوسه په همغه لومړۍ محکمه کې پرته ده او قاتلان ازاد ګرځي.

د انګار مومند په وینا، تېره اونۍ د ننګرهار د مرافعې عمومي رییس د ننګرهار د نظامي منسوبینو له رییس الله نظر ابوالاسد سره په غونډه کې پرېکړه کړې چې نوموړی دې نوې عریضه ثبت کړي او خپل حق دې له سره وغواړي.

د هغه په وینا، چارواکو ویلي چې د نوې عریضې له ثبت وروسته به، سره له دې چې له پېښې درې کاله تېر شوي، دوسیه له سره وڅېړل شي او د قانون له مخې به پرې پرېکړه وشي.

انګار مومند ویلي، کله ناکله دومره ناامېده شي چې فکر کوي که دا دوسیه د نامسلمانو په محکمه کې وای، ښايي ډېر مخکې به پکې انصاف شوی وای.

هغه د خپل زوی په قضیه کې د عدالت د تامین غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې قاتلان باید ازاد ونه ګرځي او د مظلوم کورنۍ دې د عدالت په تمه کلونه انتظار ته نه پرېښودل کېږي.