په شرایطو کې راغلي چې د داوطلبانو عمر باید له ۲۰ تر ۲۴ کلونو پورې وي، د افغانستان اصلي تذکره ولري او کورنۍ یې باید د هېواد دننه ژوند وکړي.
همداراز غوښتونکي باید د سیمې د قومي مشرانو او د جومات د امام له خوا تایید شوي وي، په جنايي جرمونو محکوم نه وي او په نشهیي توکو او یا کومه لاعلاجه ناروغۍ اخته نه وي.
په خبرتیا کې دا هم ویل شوي چې نوماندان باید د نبوي سنتو پابند وي، د طالبانو د حکومت نافذه قوانینو ته ژمن وي او د پوځي زدهکړو د ترلاسه کولو پوره فزیکي ځواک او روغتیا ولري.
د طالبانو د جلب او جذب قوماندانۍ ټینګار کړی چې داوطلبان د پوځي روزنې پر مهال له ځان سره د موبایل تلیفون د ګرځولو حق نه لري.
د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې په شرایطو برابر ځوانان کولای شي د نوملیکنې لپاره د پکتیکا ولایت د جلب او جذب قوماندانۍ ته مراجعه وکړي.
له دې وړاندې د وري پر ۳۰مه افغانستان انټرنشنل د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی و، چې طالبان د افغانستان په سویلي او سویل ختیزو ولایتونو کې د امنیتي جوړښت د پیاوړتیا په هڅه کې دي او پلان لري چې لومړی د ځاځیو له قبیلې شاوخوا زر تنه د خپلو ځواکونو لیکو ته جذب کړي.
سرچینو ویلي وو، چې له هرې سرحدي ولسوالۍ نه به د قبیلو په مشوره پنځوس پنځوس تنه د سرحدي پولیسو او دفاعي قطعاتو په چوکاټ کې ځای پر ځای شي. د جذبېدونکو کسانو لپاره د طالبانو د «جهادي سابقې» په څېر شرایط هم په نظر کې نیول شوي دي.
د الیاس مومند پلار، انګار مومند وایي، چې د زوی پر تښتول کېدو او وژل کېدو یې درې کاله اوړي، خو لا هم عدالت نه دی تامین شوی او قاتلان یې ازاد ګرځي.
نوموړي ویلي، د طالبانو د ننګرهار عدلي چارواکو ترې غوښتي چې د زوی د دوسیې څیړنې لپاره له سره عریضه وکړي.
د الیاس مومند پلار انګار مومند افغانستان انټرنشنل ته ویلي، درې کاله مخکې یې زوی، محمد الیاس مومند، د اختطاف چیانو له خوا لومړی وتښتول شو او وروسته ووژل شو. د هغه په وینا، د زوی د مړینې یې درې کاله پوره شوي، خو لا هم ددوی د کورنۍ زخم تازه دی او عدالت نه دی تامین شوی.
هغه ادعا کړې چې د زوی له ۱۲ قاتلینو څخه یې یوازې څلور تنه نیول شوي وو، خو د ننګرهار ابتدایي نظامي محکمې وروسته بېرته خوشې کړل. د نوموړي په وینا، د قتل دوسیه یې تر اوسه په همغه لومړۍ محکمه کې پرته ده او قاتلان ازاد ګرځي.
د انګار مومند په وینا، تېره اونۍ د ننګرهار د مرافعې عمومي رییس د ننګرهار د نظامي منسوبینو له رییس الله نظر ابوالاسد سره په غونډه کې پرېکړه کړې چې نوموړی دې نوې عریضه ثبت کړي او خپل حق دې له سره وغواړي.
د هغه په وینا، چارواکو ویلي چې د نوې عریضې له ثبت وروسته به، سره له دې چې له پېښې درې کاله تېر شوي، دوسیه له سره وڅېړل شي او د قانون له مخې به پرې پرېکړه وشي.
انګار مومند ویلي، کله ناکله دومره ناامېده شي چې فکر کوي که دا دوسیه د نامسلمانو په محکمه کې وای، ښايي ډېر مخکې به پکې انصاف شوی وای.
هغه د خپل زوی په قضیه کې د عدالت د تامین غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې قاتلان باید ازاد ونه ګرځي او د مظلوم کورنۍ دې د عدالت په تمه کلونه انتظار ته نه پرېښودل کېږي.