سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

د خیبر پښتونخوا ایالت د سویلي وزیرستان په برمل تحصیل کې د یوه کور پر سر په شکمن ډرون برید کې درې نجونې وژل شوې او د یوې ښځې په ګډون د همدې کورنۍ څلور نور غړي ټپیان شوي دي.
د ځايي سرچینو په وینا، برید د نرګسي سیمې په یوه استوګنیز کور شوی او وژل شوې نجونې د شپږو او ۱۵ کلونو ترمنځ عمرونه لرل.
ځایي خلک وایي، چې ټپیان د درملنې لپاره د واڼه ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه پاکستاني چارواکو د پېښې په اړه رسمي دریځ نه دی خپور کړی او نه یې د برید څرنګوالی یا مسول لوری تایید کړی دی.
د سیمې اوسېدونکو د رڼو پلټنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په وروستیو میاشتو کې په برمل او شاوخوا سیمو کې ورته شکمن بې پیلوټه الوتکو بریدونه زیات شوي، چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
