په شرایطو کې راغلي چې د داوطلبانو عمر باید له ۲۰ تر ۲۴ کلونو پورې وي، د افغانستان اصلي تذکره ولري او کورنۍ یې باید د هېواد دننه ژوند وکړي.
همداراز غوښتونکي باید د سیمې د قومي مشرانو او د جومات د امام له خوا تایید شوي وي، په جنايي جرمونو محکوم نه وي او په نشهیي توکو او یا کومه لاعلاجه ناروغۍ اخته نه وي.
په خبرتیا کې دا هم ویل شوي چې نوماندان باید د نبوي سنتو پابند وي، د طالبانو د حکومت نافذه قوانینو ته ژمن وي او د پوځي زدهکړو د ترلاسه کولو پوره فزیکي ځواک او روغتیا ولري.
د طالبانو د جلب او جذب قوماندانۍ ټینګار کړی چې داوطلبان د پوځي روزنې پر مهال له ځان سره د موبایل تلیفون د ګرځولو حق نه لري.
د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې په شرایطو برابر ځوانان کولای شي د نوملیکنې لپاره د پکتیکا ولایت د جلب او جذب قوماندانۍ ته مراجعه وکړي.
له دې وړاندې د وري پر ۳۰مه افغانستان انټرنشنل د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی و، چې طالبان د افغانستان په سویلي او سویل ختیزو ولایتونو کې د امنیتي جوړښت د پیاوړتیا په هڅه کې دي او پلان لري چې لومړی د ځاځیو له قبیلې شاوخوا زر تنه د خپلو ځواکونو لیکو ته جذب کړي.
سرچینو ویلي وو، چې له هرې سرحدي ولسوالۍ نه به د قبیلو په مشوره پنځوس پنځوس تنه د سرحدي پولیسو او دفاعي قطعاتو په چوکاټ کې ځای پر ځای شي. د جذبېدونکو کسانو لپاره د طالبانو د «جهادي سابقې» په څېر شرایط هم په نظر کې نیول شوي دي.