• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو ترکمنستان ته د افغان–ترکمن ګډ نندارتون طرحه وړاندې کړې

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۰۴ GMT+۱

هرات کې د طالبانو مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د دغه ولایت والي مولانا اسلام‌جار له ترکمنستاني چارواکو سره د تاپي پروژې د پرمختګ او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګډ نندارتون د جوړېدو په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې مولانا اسلام‌جار په ترکمنستان کې د تاپي پروژې له ریس بګنج عبدالله‌یوف، د ترکمنستان د قونسلګرۍ له مرستیال او د هرات د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ له ریس سره د تاپي پروژې د پلي کېدو د چټکتیا او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه غږیدلي دي.

خبر پاڼه زیاتوي چې اسلام‌جار په دې ناسته کې ترکمنستاني چارواکو ته د «افغان–ترکمن» په نوم د ګډ نندارتون د جوړېدو وړاندیز کړی، چې د افغانستان د تورغونډۍ او د ترکمنستان د سرحداباد په سیمه کې دې ترسره شي. هغه ویلي چې دا نندارتون کولی شي د سوداګریزو اړیکو په پراختیا، د کورنیو تولیداتو په معرفي کولو او د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

بل لور ته، ترکمنستاني چارواکو د تاپي پروژې ریس بګنج عبدالله‌یوف او د ترکمنستان د قونسلګرۍ مرستیال د ګډ نندارتون د وړاندیز په اړه ویلي چې دا طرحه به له خپلو اړوندو ترکمن چارواکو سره شریکه کړي او له ارزونې وروسته به د عملي کېدو په اړه پرېکړه وشي.

ترویج لرونکی

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې
۱

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۲

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۳
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

۴

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۵
شننه

ایران د افغانستان مخالفې سیاسي ډلې څنګه مدیریتوي؟

•
•
•

نور کیسې

پاکستان نه د کډوالو د ایستلو پرېکړه او د اندېښې؛ افغانان وایي د راتلونکي په اړه ډاډ نه لري

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۰۵ GMT+۱
پاکستان نه د کډوالو د ایستلو پرېکړه او د اندېښې؛ افغانان وایي د راتلونکي په اړه ډاډ نه لري
100%

پاکستان د جولای تر لسمې له ناقانونه افغان کډوالو غوښتي چې په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي او خبرداری یې ورکړی چې له دې نېټې وروسته به د اسنادو نه لرونکو افغانانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ټولو ايالتونو ته لارښوونه کړې چې د جولای له لسمې وروسته هره ورځ افغان کډوال ونیسي او د نیول شویو کسانو راپورونه مرکز ته واستوي.

دغه پرېکړې په پاکستان، په ځانګړي ډول د بلوچستان په مرکز کوټه کې د افغان کډوالو ترمنځ د اندېښنې څپه خپره کړې ده.

محمد غوث، چې ۴۲ کاله وړاندې د جګړو او بې‌وزلۍ له امله کوټې ته کډه شوی، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل چې د ژوند ټولې شتمنۍ یې په پاکستان کې د مزدورۍ له لارې برابرې کړې دي.

هغه وايي: «کلونه مو د خټو په یوه کوچني کور کې ژوند وکړ. فکر مو کاوه همدا به زموږ دایمي کور وي، خو له تېرو درېیو کلونو راهیسې هره ورځ په وېره ژوند کوو. اوس له کوره هم نه شو وتلی، ځکه هر وخت دا ویره راسره وي چې پولیس به مو ونیسي او افغانستان ته به مو وشړي.»
محمد غوث زیاتوي، که افغانستان ته ستون شي، هلته نه کور لري او نه هم د ژوند د پیل کومه وسیله.

سلطان، چې هغه هم په کوټه کې مزدوري کوي، وايي څو میاشتې مخکې یې احساس کاوه چې د افغان کډوالو پر ضد عملیات کم شوي او ژوند یو څه عادي شوی، خو د حکومت تازه اعلان یې ټولې هیلې له منځه یوړې.

هغه وايي: «موږ دومره پیسې هم نه لرو چې د ستنېدو کرایه پرې ورکړو.

که افغانستان ته ولاړ شو، هلته نه کار شته او نه کاروبار نو ژوند به مو له ستونزو سره مخ شي.

هغه زیاته کړه :حکومتونه باید د انساني خواخوږۍ پر بنسټ پرېکړې وکړي، نه دا چې د میلیونونو خلکو ژوند له ناورين سره مخ کړي.»

سلطان زیاتوي چې د ده د کورنۍ ټول غړي له سخت رواني فشار سره مخ دي او د خپل راتلونکي په اړه هېڅ ډاډ نه لري.

په همدې حال کې، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې له پاکستانه د افغان کډوالو پراخې ستنېدنې د افغانستان پر لا دمخه نازک بشري وضعیت نور فشار هم زیات کړی دی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا یو میلیون افغانان له پاکستانه په جبري یا ناوړه شرایطو کې افغانستان ته ستانه شوي او په ۲۰۲۶ کال کې هم تر اوسه ۵۳۱ زره او ۸۰۰ کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، دغه بهیر په داسې وخت کې روان دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي او امنیتي ترینګلتیا زیاته شوې او په افغانستان کې بشري وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره، نور هم خراب شوی دی.

د راپور له مخې، تورخم، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو تر ټولو لویه لار ده او تر کړکېچ وړاندې پرې شاوخوا ۸۰ سلنه کډوال اوښتل، د مارچ په ۳۱مه په محدود ډول بېرته پرانیستل شوه.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د افغان کډوالو ستنېدنه باید خوندي، داوطلبانه او باعزته وي او له راستنېدونکو او کوربه ټولنو سره د بشري مرستو دوام حیاتي ارزښت لري.

بل لور د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال وزیر طلال چوهدري ویلي، له دغه هېواده د ناقانونه کډوالۍ کچه ۴۷ سلنه راټیټه شوې او د ناقانونه کډوالۍ پر ضد د اسلام‌اباد تګلاره د نورو هېوادونو لپاره په یوه بېلګه بدله شوې ده.

هغه زیاتوي پاکستان د ناقانونه کډوالۍ، د انسانانو د قاچاق او د کډوالو د قاچاقي شبکو پر ضد د اغېزمنو اقداماتو له امله د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې دي.
هغه ناقانونه کډوالي یوه نړیواله ستونزه وبلله او ویې ویل، دا ننګونه د هېوادونو له پولو اوړي او هېڅ هېواد نه شي کولی په یوازې ځان ورسره مبارزه وکړي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ننګرهار کې ۲۰۵ زلزله ځپلو کورنیو ته کورونه رغولي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۴۲ GMT+۱
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ننګرهار کې ۲۰۵ زلزله ځپلو کورنیو ته کورونه رغولي
100%

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو ان ډي پي) ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې د تېر کال د زلزلې له امله زیانمنو کورنیو لپاره یې د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې ۲۰۵ استوګنیز کورونه رغولي دي.

دغه پروګرام زیاتوي چې دا کورونه د سویلي کوریا په مالي ملاتړ د «REVIVE» پروژې له لارې جوړ شوي دي.

د یاد پروګرام په وینا، دغه کورونه چې د سیمه‌ییزو معیارونو له مخې او د خلکو په ګډون جوړ شوي، یوازې د سرپناه لپاره نه دي، بلکې د دې لپاره هم ډیزاین شوي چې کورنۍ د راتلونکو طبیعي پېښو پر وړاندې لا ښه چمتووالی ولري.

د افغانستان په ختیځ کې د تېر کال زلزلې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او نږدې یو میلیون خلک یې اغېزمن کړل چې تر اوسه هم د یادې زلزلې اغیزې او تاوانونه په بشپړ ډول له منځه ندي تللي.

پولنډ کې ۱۵ افغانان د ۵۴ ناقانونه کډوالو په ډله کې نیول شوي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۱۱ GMT+۱
پولنډ کې ۱۵ افغانان د ۵۴ ناقانونه کډوالو په ډله کې نیول شوي
100%

د پولنډ سرحدي ځواکونو ویلي، د لیتوانیا پولې ته نږدې یې د یوه بار وړونکي موټر له کانتینره ۵۴ ناقانونه کډوال نیولي، چې ۱۵ افغانان هم پکې شامل دي.

د پولنډي چارواکو په وینا، دا کسان د بودزیسکو په سرحدي سیمه کې د لنډمهالي کنټرول پر مهال وموندل شول. په نیول شویو کې ۳۰ پاکستانیان، ۱۵ افغانان او ۹ بنګله‌دېشیان شامل دي.

چارواکو ویلي، موټر د رومانیا د یوه ۳۷ کلن موټرچلوونکي و او لومړنۍ څېړنې ښيي چې نوموړي کډوال له لاتویا څخه د لیتوانیا له لارې پولنډ ته لېږدول.

د راپورونو له مخې، تر اداري چارو وروسته به نیول شوي کډوال بېرته لیتوانیا ته وسپارل شي او د رومانیايي موټرچلوونکي پر ضد به هم قانوني دوسیه پرانیستل شي.

پولنډي رسنیو ویلي، دا په وروستیو میاشتو کې د لیتوانیا له لارې پولنډ ته د داخلېدو پر مهال د نیول شویو کډوالو تر ټولو لویه ډله ده.

د پولنډ د سرحدي ځواکونو د شمېرو له مخې، روان کال تر اوسه شاوخوا ۷۶۰ کسان د لیتوانیا له لارې پولنډ ته د ناقانونه ننوتلو پر مهال نیول شوي دي.

راپور زیاتوي چې ګڼ افغانان د افغانستان د روان اقتصادي او بشري وضعیت له امله لا هم د اروپا پر لور د کډوالۍ خطرناکې لارې غوره کوي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو د پلان له مخې، په افغانستان کې نږدې ۲۱،۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي چې ناقانونه کډوالي خلک د انساني قاچاق، خطرناکو سفرونو او نیول کېدو له جدي ګواښونو سره مخ کوي.

ملګري ملتونه: ملکي وګړي باید د جګړو بیه پرې نه کړي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۱۰ GMT+۱
ملګري ملتونه: ملکي وګړي باید د جګړو بیه پرې نه کړي
100%

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، پر افغانستان د پاکستان بریدونه د خلکو په ځانګړي ډول د ماشومانو د ویرې او رواني ځورونې لامل شوي. دغه دفتر د جګړې له تاوانونو د خلکو پر ساتنې او جګړو کې د نړۍوالو قوانینو په پام کې نیولو ټینګار کړی.

دغه دفتر د یو پیغام په خپرولو ویلي، چې جګړې یوازې کورونه او بنسټیز تاسیسات نه ویجاړوي، بلکې د خلکو ورځنی ژوند ګډوډوي، وېره او ناامني زیاتوي او په ځانګړي ډول د ماشومانو پر رواني روغتیا ژورې منفي اغېزې پرېږدي.

اوچا ټینګار کړی چې ملکي وګړي باید هېڅکله د جګړو قرباني نه شي او د نړیوال بشري قوانینو له مخې باید په هر ډول شرایطو کې خوندي وساتل شي.

دغه ادارې له ټولو ښکېلو لورو غوښتنه کړې چې د نړیوالو بشري قوانینو درناوی وکړي او د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.

اوچا د بېلګې په توګه یادونه کړې چې د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د وروستیو هوايي بریدونو وروسته یې د شپې ارام خوب له لاسه ورکړی، ماشومان یې د هرې الوتکې یا لوړ غږ له اورېدو سره وېرېږي او خلک لا هم د رواني فشار او ناامنۍ احساس کوي.

د بې پولې خبریالانو ټولنه: افغانستان د خبریالانو د جلاوطنۍ له ستر ناورین سره مخ دی

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۴۲ GMT+۱
د بې پولې خبریالانو ټولنه: افغانستان د خبریالانو د جلاوطنۍ له ستر ناورین سره مخ دی
100%

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې (RSF) په تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نږدې ۷۰۰ افغان خبریالان جلاوطنۍ ته اړ شوي دي. د راپور له مخې، ډېری یې په پاکستان کې له نیونې او جبري ایستلو سره مخ دي او لږ تر لږه ۵۰ خبریالان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

دغه ټولنې په یوه تازه راپور کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د خبریالانو د جبري جلاوطنۍ وضعیت اندېښمنوونکی بللی او ویلي یې دي، چې په تېرو پنځو کلونو کې د هغو هېوادونو شمېر، چې خبریالان ترې تېښتې ته اړ شوي، دوه برابره شوی دی.

د راپور له مخې، جګړې، سازمان‌یافته جرمونه او استبدادي حکومتونه لامل شوي، چې له لږ تر لږه ۶۵ هېوادونو څخه تر ۱۴۰۰ډېر خبریالان د ګواښونو، بند او یا د مرګ له وېرې خپل هېوادونه پرېږدي. راپور زیاتوي، چې د دغو خبریالانو ستونزې له جلاوطنۍ وروسته هم پای ته نه رسېږي، ځکه په کوربه هېوادونو کې له اداري خنډونو، باج اخیستنې او د ایستلو له خطر سره هم مخ وي.

دار ایس ایفد معلوماتو له مخې، افغانستان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خبریالانو د جلاوطنۍ له تر ټولو ستر ناورین سره مخ شوی دی.

د دې ټولنې د معلوماتو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې نږدې ۷۰۰ افغان خبریالان جلاوطنۍ ته اړ شوي، چې دا د نړۍ د ټولو جلاوطنه شویو خبریالانو نږدې نیمایي جوړوي.

دد بې پولې خبریالانو ټولنېد معلوماتو د څانګې خبریال ویاني لوریکه، ویلي: «د افغانستان په اړه زموږ د معلوماتو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې د جلاوطنۍ له امله اغېزمنو شویو خبریالانو نږدې نیمایي افغانان دي، چې شمېر یې شاوخوا ۷۰۰ کسانو ته رسېږي. د دوی د جلاوطنۍ سفرونه له سختو ستونزو ډک دي.»

هغه زیاته کړې: «د دغو خبریالانو لوی شمېر په پاکستان کې بند پاتې دی، هلته له باج اخیستنې، نیونې او ان له جبري ایستلو سره مخ دي. موږ تر اوسه لږ تر لږه ۵۰ داسې خبریالان ثبت کړي، چې بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي، په داسې حال کې چې هلته د دوی ژوند له جدي خطر سره مخ دی.»

لوریکه ویلي، اوسنی وضعیت دومره کړکېچن دی، چې د دغو خبریالانو لپاره د خپل مسلک د دوام خبره لا لرې ده، بلکې لومړیتوب یې یوازې د ژوندي پاتې کېدو ډاډمنول دي.

راپور همدارنګه څرګندوي، چې افغانستان یوازېنی هېواد نه دی. د میانمار شاوخوا ۳۰۰ خبریالان هم د پوځي واکمنۍ د سختو محدودیتونو له امله، په ځانګړي ډول تایلنډ ته تښتېدلي دي، خو هلته هم په سختو اقتصادي او ټولنیزو شرایطو کې ژوند کوي.

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې له هغو هېوادونو غوښتي، چې جلاوطنه خبریالان پکې مېشت دي، هغوی ته اوږدمهاله ویزې ورکړي، قانوني خوندیتوب یې پیاوړی کړي، مالي ملاتړ ورسره وکړي او د تبعید په حالت کې د رسنیو د فعالیت لپاره تخنیکي اسانتیاوې برابرې کړي.