د اسټرالیا ښځينه کرکټ لوبډلې د اووم ځل لپاره د ښځو د شل اوریز نړیوال جام اتلولي وګټله

د اسټراليا ښځينه کرکټ لوبډلې د ښځو د شل اوریز نړیوال جام په پايلوبه کې د انګلستان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اووم ځل لپاره یې اتلولي په خپل نوم کړه.

د اسټراليا ښځينه کرکټ لوبډلې د ښځو د شل اوریز نړیوال جام په پايلوبه کې د انګلستان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اووم ځل لپاره یې اتلولي په خپل نوم کړه.
د انګلستان د لارډز په لوبغالي کې په ترسره شوې پایلوبه کې اسټرالیا پچه وګټله او انګلستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. د لومړۍ توپوهنې په کولو سره کوربه انګلستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۰ منډې جوړې کړې.
د انګلستان له لوري لوبډلمشرې نیټ برنټ په مسوولانه توپوهنې سره په ۵۲ توپونو ۵۸ منډې جوړې کړې، فریا کیمپ په پای کې په چټکې توپوهنې سره په ۲۸ توپونو نابللې ۴۴ منډې جوړې کړې، چې څلور څلوریزې او یوه شپږیزه پکې شامله وه.
د اسټرالیا له لوري کیم ګارت، لوسي هیمیلټن، سوفي او اینابیل یوه یوه وېکټه ترلاسه کړه.
اسټرالیا د ۱۵۱ منډو ټاکلی هدف د درېو وېکټو په زیان په ۱۷.۱ اورونو کې ترلاسه کړ. د اسټرالیا له لوري بیت موني نیمه سلیزه ووهله، هغې په ۴۹ توپونو ۶۴ منډې جوړې کړې، او فوبي لیچفیلډ په ۳۵ توپونو د ۴۸ منډو په جوړولو سره وسوځېده. له دې بریا سره اسټرالیا د اووم ځل لپاره د ښځو د شل اوریز نړیوال جام اتله شوه.
د ښځو د نړيوال جام ۲۰۲۶م په سياليو کې ۱۲ لوبډلو برخه اخيستې چې پکې د اسټراليا، انګلستان، جنوبي افریقه، هند، بنګله دېش، پاکستان، نيدرلېنډ، ويسټ انډيز، سري لنکا، نيوزي لېنډ، سکاټ لېنډ او اييرلېنډ لوبډلې شاملې وې.
د ښځو د شل اووريز نړيوال جام دا لسم ځل و، دا نړيوال جام د جون د مياشتې په ۱۲مه نېټه پيل شوی او د جولای په پنځمه نېټه پای ته ورسېد.

سره له دې چې د مکسیکو ملي لوبډله د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره پړاو ته له ماتې او ګول خوړلو پرته رسېدلې، خو د دغه هېواد ډېری وګړي وایي، د اقتصادي ستونزو، ورکو شویو کسانو، مدني اعتراضونو او امنیتي کړکېچونو سیوری لا هم د نړیوال جام پر خوښیو غوړېدلی دی.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام د کوربه هېواد مکسیکو اوسېدونکي، سره له دې چې د خپلې ملي لوبډلې بریاوې لمانځي، لا هم د هېواد له اقتصادي او امنیتي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د راپور له مخې، د مکسیکو ښار په مرکزي «پاسیو دې ریفورما» واټ کې د نړیوال جام د سیالیو د نندارې لپاره لویې پردې لګول شوې، خو د دغو پردو ترڅنګ د څه باندې ۱۳۵ زره ورکو شویو کسانو انځورونه او اعلانونه هم لیدل کېږي. دا هغه کسان دي چې د ۲۰۰۶ کال راهیسې، د مخدره توکو له کارټلونو سره د حکومت د جګړې په ترڅ کې ورک شوي دي.
راپور زیاتوي، چې په وروستیو اوونیو کې د مکسیکو ښار ځینې مهم سړکونه یوازې د فوټبال د بریاوو د لمانځلو لپاره نه، بلکې د حکومت ضد اعتراضونو له امله هم تړل شوي دي.
د خبریال او پوډکاسټ جوړونکي کارلوس مېنډوزا په وینا، «تر هغه چې مکسیکو لوبې ګټي، خلک د ملي خوښۍ تر اغېز لاندې وي او د هېواد د ناخوالو په اړه لږ فکر کوي، خو کله چې نړیوال جام پای ته ورسېږي، هماغه ستونزې به بیا د خلکو مخې ته ولاړې وي.»
د راپور له مخې، که څه هم د جون په لومړیو کې د انفلاسیون کچه یو څه راټیټه شوې، خو لا هم د مکسیکو د مرکزي بانک له ټاکلي هدف څخه لوړه ده. سربېره پر دې، د نړیوال جام د سیالیو د ټکټونو لوړو بیو ګڼ شمېر مینهوال له لوبغالو څخه محروم کړي دي.
مېنډوزا ویلي، «پخوا ستونزه د ټکټ موندل وو، خو اوس اصلي ستونزه د ټکټ بیه ده، ځکه ډېری مینهوال یې د اخیستو وس نه لري.»
رویټرز لیکي، د مکسیکو د ملي لوبډلې له خوا د اکوادور پر وړاندې د ۴۰ کلونو وروسته د ناکاوټ پړاو لومړۍ بریا هم له یوې خونړۍ پېښې سره مل وه؛ ځکه د جشنونو پر مهال څلور کسان وژل شوي وو.
په همدې حال کې، د ښوونکو د اتحادیې (CNTE) غړو د مکسیکو ښار په مرکزي سیمو کې پرلتونه کړي او له حکومته غواړي چې د تقاعد او ټولنیز خوندیتوب د ۲۰۰۷ کال قانون لغوه او د دولتي کارکوونکو معاشونه لوړ کړي.
ځايي سیاستوال رودریګو کوردېرا په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: «انسان کولای شي د فوټبال له ۹۰ دقیقو خوند واخلي، خو په عین وخت کې د خپل هېواد پر وضعیت اندېښمن، د فیفا پر کړنو غوسه او د حکومت له سیاستونو ناخوښ هم وي.»
سره له دې، د رویټرز په وینا، د یوې تازه نظرپوښتنې له مخې، د مکسیکو د ولسمشرې کلاوډیا شېنبام د محبوبیت کچه ۶۹ سلنې ته رسېدلې او حکومت وایي، د ورکو شویو کسانو موندل یې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
د مکسیکو اوسېدونکې الیخاندرا ګونزالېز رویټرز ته ویلي: «نړیوال جام زموږ ستونزې نه حلوي، یوازې د لنډ وخت لپاره یې د خلکو له لومړیتوبونو څخه شاته کوي او حکومت هم له همدې فضا څخه د مهمو پرېکړو د ځنډولو لپاره ګټه اخلي.»
هغې زیاته کړې، «هیله لرم چې دا خوښۍ د هېواد لپاره مثبتې پایلې ولري، خو تر څنګ یې باید د حکومت، صنعتونو او زموږ د ټولنې نیمګړتیاوو ته هم په انتقادي نظر وګورو.»
د افغانستان نامتو سندرغاړي فرهاد دریا د کرېکټ ملي لوبډلې غړي نوین الحق ته په یوه پرانېستې لیکنه کې د «اخلاقو» پر اړتیا او ارزښت له ټینګار سربېره ویلي، چې د کرېکټ ملي لوبډله د ټول ملت ګډه پانګه ده او د هېچا شخصي میراث نهدی.
فرهاد دریا د شنبې په ناوخته (د چنګاښ ۱۳مه) په خپله فېسبوکپاڼه په تازه لیکنه کې روښانه کړې، چې د کرېکټ ملي لوبډله د یوه ځپلي ملت سرمایه ده او باید د چا شخصي میراث ونه ګڼل شي او نه هم د چا د کورنۍ غړي پهکې په میراثي توګه ولوبول شي.
فرهاد دریا لیکلي، چې د هېواد هر وګړی د ملي لوبډلې د بریا لپاره دعاګانې کوي او په ماتې یې خپه کېږي، نو ځکه د اصلاح لپاره د غږ پورته کولو حق هم لري. هغه زیاته کړې، چې په ملي لوبډله کې د لوبېدو عزت او افتخار باید په احساس، اخلاقو، استعداد او هڅو سره ترلاسه شي، نه په ملګرتیا، انډیوالۍ او میراثي توګه، ځکه چې د دغو معیارونو په نهشتوالي کې د ریښتینو اتلانو ارزښت لهمنځه ځي.
نوموړي د اعتراض د بڼې بدلون ته په اشارې سره ویلي، سره له دې چې یو عمر یې مینه خپره کړې او د اصلاح لپاره یې زارۍ کړي، خو غږ یې چا ونهاورېد او په پای کې اړ شو چې د خپل اعتراض بڼه بدله کړي.
دریا ټینګار کړی، چې دا لوبډله د چا د «پلار یا نیکه» هدیره نهده، چې هر څوک پهکې خښ کړي، بلکې دا د یوه ملت د خوشحالیو سرچینه ده او هېڅوک حق نهلري چې دا خوشحالي له خلکو واخلي.
دغه افغان سندرغاړي د سوداګریزو لیګونو لپاره د ملي لوبو پرېښودو په اړه ویلي، چې د لوبغاړو اقتصادي او شخصي ستونزې درک کوي او په دې اړه څه نهوایي، خو پکار ده، چې د دوی پر ځای نویو او ځوانو استعدادونو ته موقع ورکړل شي. هغه په ټینګار سره ویلي، چې د زړو طریقو او زړو څېرو د تکرار پر ځای باید نوي نسل ته لاره خلاصه شي، څو د ملي لوبډلې هویت او د اتلانو حساب روښانه پاتې شي.
تر دې مخکې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي نوین الحق پر فرهاد دریا نیوکه کړې وه چې د فیسبوک له لارې د کرېکټ د اتلانو سپکاوی کوي او له حده زیات «خولهور» شوی دی.
نوین الحق زیاته کړې، چې د وطن هر لوبغاړی ریښتینی ستوری دی او هغوی پسې «ریشخند» وهل له «لوچکۍ» پرته بل څه نهدي. هغه له دریا وغوښتل، چې خپل کار وکړي او د «اشرافو» په لوبه کې ځان ګډ نهکړي.
فرهاد دریا له تېرو څو ورځو راهیسې د افغانستان د کرېکت ملي لوبډلې په اړه په طنزیه ژبه انتقادي تبصرې کوي. هغه تېره ورځ په خپله فېسبوکپاڼه په طنزیه ژبه ولیکل، چې حشمت شهیدي باید د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او لوبډله کې خپل ځای بل نوي کس ته خوشې کړي. هغه همدا راز د کرېکټ د یوه بل لوبغاړي شرف الدین اشرف په اړه په طنزیه ژبه نیوکه کړې ده.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي نوین الحق د هېواد پر نامتو سندرغاړي فرهاد دریا سخته نیوکه کړې او هغه یې د کرېکټ د لوبغاړو پر «سپکاوي» تورن کړی دی. نوین الحق ویلي، چې فرهاد دریا د فېسبوک له لارې د کرېکټ د اتلانو سپکاوی او تحقیر کوي او له حده زیات «خولهور» شوی دی.
نوین الحق د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۳مه) په خپله فېسبوکپاڼه ویلي، دغه سندرغاړی فکر کوي، چې د ولس ډېر «نازولی» او ورته ډېر «محترم» دی، خو په هره برخه کې یې خوله بېواکه شوې ده. د هغه په وینا، فرهاد دریا کله کله د خپلې فیسبوک پاڼې له لارې د کرېکټ د لوبغاړو په اړه ډېر سپک او تحقیر امیز پوسټونه خپروي، چې د هېواد د ځینو اتلانو ښکاره سپکاوی پهکې وي.
دغه افغان کرېکټر زیاته کړې، چې د افغانستان د کرېکټ لوبغاړي د دې وطن او ولس ریښتیني اتلان او ستوري دي. هغه روښانه کړې، چې د دغو لوبغاړو پسې له «ریشخند او پسخند» څخه د ډکو مطلبونه لیکل، له «لوچکۍ» پرته بل هېڅ نه دي او دا کار نه نقد دی او نه هم درک، بلکې یوازې د لیکونکي د خپل شخصیت څرګندونه کوي.
نوین الحق د خپلې لیکنې په پای کې پر فرهاد دریا غږ کړی، چې مهرباني وکړئ او یوازې له خپل مشخص کار سره کار ولرئ. هغه څرګنده کړې، چې کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او دغه سندرغاړی د دې لوبې په منځ کې ښه نهښکاري.
فرهاد دریا تېره ورځ (جمعه د چنګاښ ۱۲مه) په خپل فېسبوکپاڼه ولیکل، چې د افغانستان د کرېکټ لوبډلې لوبډلمشر حشمت شهیدي دې د خلکو غوښتنې ومني او په ډېر درناوي دې خپل ځای بل لوبغاړي ته پرېږدي.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د پرلپسې ماتو له کبله د کرېکټ ډېری مینهوالو له حشمت شهیدي غوښتي چې له لوبډلمشرۍ څخه استعفا وکړي او په باور یې، هغه نهشي کولای چې لوبډله په ښه شان سره مدیریت او رهبري کړي.
د شپږیزې کرېکټ لیګ په نننیو سیالیو کې سپینغر پرانګانو د بُست ساتونکو لوبډلې ته د ۵۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په دویمه لوبه کې بیا امو نهنګانو د مس عینک اتلانو لوبډلې ته د څلورو وېکټو په توپیر لوبه وګټله.
لومړۍ لوبه د بُست ساتونکو او سپین غر پړانګانو لوبډلو ترمنځ ترسره شول او بُست ساتونکو د پچې په ګټلو سره د توپ اچونې پریکړه وکړه. د لوبې په لومړۍ برخه کې د سپین غر پړانګانو لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره د بُست لوبډلې ته د ۲۲۰ منډو هدف وټاکه.
د لوبې په دوهمه برخه کې د راشد خان او عصمت د غوره توپ اچونې په وړاندې د بُست لوبډله وتوانېده چې ټاکل شوی هدف پوره کړي او لوبه یې د ۵۹ منډو په توپیر بایلوده.
دوهمه لوبه د امو نهنګانو او مس عینک اتلانو ترمنځ ترسره شوه.
مس عینک د لوبې پچه وګټله او د امو په وړاندې یې د توپ وهنې پریکړه وکړه. مس عینک لوبډلې د لوبې په لومړۍ برخه کې د پنځو ویکټو په زیان سره سیالي لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه.
خو د امو نهنګانو د لوبې په ۱۹،۳ اور کې ټاکل شوی هدف پوره کړ او لوبه یې د څلورو ویکټو په توپیر وګټله.
په شپږیزه لیګ کې پنځه لوبډلې یو د بل په وړاندې لوبیږي او تردې مهاله امو نهنګان لوبډله د درېیو لوبو په ګټلو او د شپږ امتیازنو په لرلو سره تر ټوله مخکښه لوبډله ده.
د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشرې خالده پوپل، ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام کوربه هېوادونه باید ډاډ ترلاسه کړي چې د سیالیو ګټې یوازې تر لوبغالو محدودې نه وي، بلکې نجونو، کډوالو او زیانمنو ټولنو ته هم ورسېږي.
پوپل، چې له ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه وتلې، د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې اوس په مکسیکو ښار کې له سیمهییزو بنسټونو سره د کډوالو ماشومانو او محرومو ټولنو لپاره د فوټبال روزنیز پروګرامونه پرمخ وړي.
هغې ویلي، نړیوال جام لنډمهاله سیالۍ دي، خو مهمه دا ده چې له دغو سیالیو وروسته ټولنې دوامداره ملاتړ ترلاسه کړي.
پوپل د مکسیکو د ښځو په فوټبال کې د وروستیو پرمختګونو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د ښځینه ریفریانو او لوبغاړو زیات حضور نجونې هڅوي چې فوټبال ته مخه کړي.
هغې دا هم ویلي چې فوټبال له ټولنیزو او سیاسي مسایلو بېل نه دی او د ښځو فوټبال د ښځو د حقونو له مبارزو سره تړاو لري.
د افغانستان د وضعیت په اړه پوپل ویلي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې ښځې له زدهکړو، کار، ورزش او عامه ژوند څخه محرومې شوې دي. هغې افغانستان د ښځو لپاره «پرانیستی زندان» بللی او ویلي یې دي چې په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبډله د ښځو د حقونو د ساتنې سمبول دی.
پوپل د ښځو د فوټبال د سوداګریز کېدو په اړه هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د پانګونې له زیاتېدو سره د لوبغاړو خپلواک غږ کمزوری کېږي