• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وسله‌‌واله نښته؛ ۳ پاکستاني سرتېري ټپیان شوي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۳۴ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د خیبرپښتونخوا د خیبر ولسوالۍ او د ننګرهار د دوربابا ولسوالۍ تر منځ په پرته ډیورنډ کرښه نن مازدیګر نښته رامنځته شوې ده. د سرچینو په وینا، په دې وقفه‌يي نښته کې۳پاکستاني سرتېري هم ټپيان شوي، خو طالبانو په یاده نښته کې لاس لرل رد کړي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، دغه نښته نن مازدیګر شاوخوا ۴نیمې بجې (یکشنبه د چنګاښ ۱۴مه) د ډیورند کرښې په اوږدو کې د خیبر ولسوالۍ په ذخې‌خېل تبې کنډو سیمه کې رامنځته شوې او له امله یې ۳ پاکستاني سرتېري ټپيان شوي، خو مقابل لوري ته د احتمالي اوښتې مرګ‌ژوبلې په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.

سرچینې د نښتې یو لوری پاکستاني سرتېري یاد کړي، خو د مقابل لوري د هویت په تړاو یې څه نه‌دي ویلي، په وینا یې په دې نښته کې له درنو او سپکو وسلو استفاده شوې ده.

سره له دې چې په خیبر ولسوالۍ کې د ډیورند کرښې په بلې خوا کې د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ موقعیت لري، خو په طالبانو کې سرچینو په یاده نښته کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د ځايي پاکستاني امنیتي مسوولینو په وینا، دمګړۍ په یاده سیمه کې نښته درېدلې، خو لا هم په سیمه کې وضعیت حساس دی.

په ورته وخت کې ځینې نا تایید شوي راپورونه شته، چې ښايي دغه نښته د خیبر ولسوالۍ د ځايي پاکستاني ځواکونو او قاچاقچیانو تر منځ رامنځته شوې وي، خو لا تر اوسه د پاکستان امینتي چارواکو او طالبانو په دې تړاو په رسمي توګه څه نه‌دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورند کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او قاچاقچیان هڅې کوي، د یو او بل لوري د اړتیا وړ توکي په قاچاقي لارو یو او بل هېواد ته ولیږدوي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

په بدخشان کې د یعقوب مجاهد ټینګار؛ د دیني مدرسو ملاتړ ته دوام ورکوو

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۱ GMT+۱
په بدخشان کې د یعقوب مجاهد ټینګار؛ د دیني مدرسو ملاتړ ته دوام ورکوو
100%

د طالبانو دفاع وزیر یعقوب مجاهد بدخشان ته د خپل سفر په لړ کې په وردوج ولسوالۍ کې له یوه دارالعلوم څخه لیدنه کړې او ویلي یې دي چې د ټولنې په فکري او اخلاقي روزنه کې د علماوو او مدرسو رول مهم دی. هغه زیاته کړې، د دیني مدرسو د پرمختګ او ملاتړ لپاره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

محمد یعقوب مجاهد چې نن سهار (یکشنبه د چنګاښ ۱۴مه) په شمال ختیځو سرحدي سیمو کې له سرحدي ځواکونو او پوستو څخه د لیدنې لپاره بدخشان ته تللی، په ترڅ کې یې په وردوج ولسوالۍ کې د «مولوي محمد امین» له دارالعلوم څخه هم لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد دارالعلوم د مسوولینو، استادانو او زده‌کوونکو د ستونزو له اورېدو وروسته د دیني زده کړو د پیاوړتیا، د علمي کچې د لوړولو او د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

هغه همداراز د ټولنې په فکري او اخلاقي روزنه کې د دیني علماوو او مدرسو رول مهم وباله او ډاډ یې ورکړ، چې دوی به د دیني مدرسو د پرمختګ او ملاتړ لپاره خپلې همکارۍ دوامداره وساتي.

محمد یعقوب مجاهد نن سهار (یکشنبه د چنګاښ ۱۴مه) په شمال ختیځو سرحدي سیمو کې له سرحدي ځواکونو او پوستو څخه د لیدنې بهیر پیل کړ. نوموړي د خپل سفر پر مهال د افغانستان له هغو مهمو ستراتیژیکو سرحدي سیمو څخه هم لیدنه وکړه چې له چین، تاجکستان او ډیورنډ کرښې سره نښتي دي.

د طالبانو دفاع وزیر یعقوب مجاهد د بدخشان له ستراتیژیکو سرحدي سیمو او پوستو لیدنه کړې | افغانستان انټرنشنل پښتو

د طالبانو دفاع وزارت د یکشنبې په ماخوستن (د چنګاښ ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، چې په دې سفر کې د دغې ډلې لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت هم د محمد یعقوب مجاهد ملتیا کوله.

د افغان کډوالو جبري ایستل؛ ستنېدونکې کورنۍ د خپلو لوڼو د زده کړو راتلونکې ته اندېښمن دي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۱۸ GMT+۱
•
جواد شينواری
د افغان کډوالو جبري ایستل؛ ستنېدونکې کورنۍ د خپلو لوڼو د زده کړو راتلونکې ته اندېښمن دي
100%

له پاکستان څخه ایستل کېدونکي افغان کډوال وايي، د کور او کاروبار ترڅنګ د خپلو ماشومانو راتلونکی هم شاته پرېږدي. محمدالله افغان، چې له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته ستنېږي، وایي د کاروبار تر تاوان ورته د ماشومانو، په ځانګړي ډول د لوڼو، د زده کړو برخلیک تر ټولو لویه اندېښنه ده.

موږ یوازې خپل کور نه پرېږدو بلکې د خپلو ماشومانو راتلونکی هم شاته پرېږدو دا خبرې د افغان کډوال محمدالله افغان دي چې له خپلو پنځو ماشومانو درې لوڼو او دوو زامنو سره له پاکستان څخه افغانستان ته ستنېږي، محمدالله افغان د تېرو ۳۷کلونو راهیسې د پښتونخوا په مردان ولسوالۍ کې اوسېده،هغه هلته یې یوه دوکان درلود چې همدا دوکان یېد کورنۍ د عاید یوازینۍ سرچینه وه،خو د بېرته ستنېدو له امله نوموړي اړ شو چې خپله دوکان د اصلي ارزښت په پرتله نږدې په نیمايي بیه وپلوري.

هغه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې دا د خوراکه توکو پلورنځې د هغه د کلونو زحمت او خواری پایله وه خو شرایط داسې رامنځته شول چې اړ شو دا په نږدې نیمايي بیه وپلوري، خوکه لږ نور وخت یېدرلودای ښايي په ښه بیه یې پلورلی وای،خو له دې پرته بله هېڅ لاره نه درلوده.

محمد الله زیاته کړه، چې«تر ټولو لوی درد د کاروبار مالي زیان نه بلکې د ماشومانو د زده کړو درېدل دي، زما ټول ماشومان په پاکستان کې په ښوونځیو او کالجونو کې زده کړې کوي، اوس چې افغانستان ته ستنېږو نه پوهېږم د دوی د زده کړو برخلیک به څه وي او همدې اندېښنې سخت اندېښمن کړی یم.»

100%

هغه په خواشینونکي ډول وایي،«زما یوه لور په دولسم ټولګي کې زده کړېکوي،د هغې لوی ارمان دا و چې ډاکټره شي خو اوس وېره لرم چې ښايي نوره خپلو زده کړو ته دوام ورنه کړلی شي.»

هغه افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، لور یې د کلونو په اوږدو کې په ډېر زحمت زده کړې کړې وې او ارمان یې درلود چې د طب په برخه کې لوړې زده کړې وکړي او ډاکټره شي، خو په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د لګېدلو محدودیتونو له امله وېره لري چې د هغې تعلیمي سفر به همدلته ودریږي،هغه وايي د یوه پلار لپاره تر دې ستر درد بل څه نه شته چې د خپلې لور هیلې او خوبونه د خپلو سترګو په وړاندې ماتېدونکي وویني،زما لور غوښتل ډاکټره شي او د خلکو خدمت وکړي خو اوس وېره لرم چې ښايي دا ارمان یې هېڅکله پوره نه شي.

بل لورته په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدي وايي، د ۲۰۲۳کال له پیل راهیسې تر اوسه نږدې ۲،۵ میلیونه افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي،چې له دې ډلې شاوخوا ۲ سوه پنځوس زره کسان د جبري ایستلو د تګلارې له مخې بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.

کوټه، نوښار، هري پور، پېښور، چارسده، کوهاټ، اټک، اسلام‌آباد او راولپنډۍ هغه مهم ښارونه دي چې له هغو څخه تر ټولو زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي بل لور ته د افغانستان ننګرهار، کابل، کندوز، کندهار، بغلان، لوګر، بلخ او پکتیا هغه ولایتونه دي چې د بېرته ستنو شويو افغانانو ډېره برخه پکې بیا مېشته شوې او د نوي ژوند د پیل هڅې کوي.

که څه هم ګڼې افغان کورنۍ د خپل ژوند د بیا رغونې هڅې کوي خو د هر افغان لپاره هېواد ته د بېرته ستنېدو سفر یو شان نه دی.

100%

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون غړې فوزیه بي بي وایي، هغه کسان چې د سیاسي پناه غوښتونکي دي،افغان ښځې او هغه کورنۍ چې په پاکستان کې یې خپل کاروبار روزګار او د کلونو ژوند شاته پرېښی او اوس افغانستان ته ستنېږي، لا هم له نامعلوم او اندېښمن برخلیک سره مخ دي، ګڼ شمېر کسان لا هم د خپلو سیاسي پناه غوښتنود دوسیو د پرېکړو په تمه دي او د اوسنیو شرایطو له امله افغانستان ته ستنېدل خوندي انتخاب نه ګڼي.

هغه زیاتوي، په افغانستان کې ښځې د زده کړو،کار او ټولنیزو ازادیو له جدي او بې‌سارې ستونزو سره مخ دي،ځکه نو د هغوی قضیې باید د بشري خواخوږۍ،د نړیوالو بشري حقونو د اصولو او د هر فرد د ځانګړو شرایطو په پام کې نیولو سره وڅېړل شي.

همداراز د افغان زده کوونکو ټولنې مشر فضل افغان وایي، د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې زرګونه افغان محصلین د خپل قانوني حیثیت د ویزو د ستونزو او د خپل تعلیمي راتلونکي په اړه له سختو اندېښنو سره مخ دي، ګڼ شمېر زده کوونکو د خپلو تحصیلي دورو وروستیو پړاوونو ته رسېدلي دي او که د زده کړو د بشپړولو فرصت ورنه کړل شي د کلونو هڅې، وخت او مالي لګښتونه به یې بې ځایه ولاړ شي.

100%

فضل افغان وایي، د اسنادو ثبت او قانوني حیثیت له بدلون وروسته ډېری زده کوونکو د پوهنتون د نوم‌لیکنې د نوي کولو په ازموینو کې د ګډون، د تحصیلي اسنادو د ترلاسه کولو او نورو اداري چارو کې له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

هغه غوښتنه وکړه چې د دغو زده کوونکو لپاره دې ځانګړي او عملي تدابیر ونیول شي څو وکولای شي خپلې زده کړې له ځنډ او خنډ پرته بشپړې کړي، د زده کړو دوام نه یوازې د زده کوونکو د راتلونکي لپاره مهم دی بلکې په سیمه کې د علمي همکارۍ، بشري پرمختګ او متقابل تفاهم د پیاوړتیا لپاره هم مهم او مثبت رول لري.

100%

د طالبانو د اوبو کمېټې د ۵۵ ملي او نړیوالو بنسټونو په ګډون د همغږۍ ناسته کړې

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۳۹ GMT+۱
د طالبانو د اوبو کمېټې د ۵۵ ملي او نړیوالو بنسټونو په ګډون د همغږۍ ناسته کړې
100%

د طالبانو په واک کې دافغانستان د اوبو کمېټې (AWAP) د پیاوړتیا لپاره د ۵۵ ملي او نړیوالو بنسټونو، د ملګرو ملتونو د ادارو او نورو شریکانو په ګډون د همغږۍ ناسته شوې، چې د څښاک پاکو اوبو او د اوبو رسولو د خدمتونو پراختیا او د نړیوالو همکاریو پر پیاوړتیا پکې خبرې شوې دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د غونډې په پیل کې، د اقتصاد وزارت مالي او اداري معین محمد عالم جمیل، د اوبو د سرچینو د دوامدار مدیریت او د څښاک اوبو او فاضلابو د خدمتونو د پراختیا پر اهمیت خبرې کړې.

نوموړي د افغانستان د اوبو کمېټې (AWAP) رول د ملي او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو کې مهم وباله او د دې کمېټې د فعالیتونو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره یې د عملي اقداماتو پر ترسره کولو ټینګار وکړ.

د معلوماتو له مخې، د طالبانو د دولتي شرکتونو رییس احمدجان بلال د هېواد د څښاک اوبو او فاضلابو د مدیریت په برخه کې شته اړتیاوو ته په اشارې سره، له ملي او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت سره د اوبو رسولو د بنسټونو د پراختیا او د فاضلابو د خدمتونو د ښه والي په برخه کې همکاري وکړي.

=

ملا شیرین له ترکیې نه د روغتیا او کرنې په برخو کې د همکاریو د پراخولو غوښتنه کړې

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۲۶ GMT+۱
ملا شیرین له ترکیې نه د روغتیا او کرنې په برخو کې د همکاریو د پراخولو غوښتنه کړې
100%

د طالبانو دکندهار والي ملا محمدشیرین په افغانستان کې د ترکیې له سفیر سادین ای یلدیز سره په لیدنه کې له انقرې نه په روغتیا، کرنه، مالدارۍ، د افغان ډاکټرانو روزنه، د کډوالو ښارګوټو او نورو برخو کې د همکاریو پراخولو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د کندهاز ولایت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې ، د ترکیې سفیر ویلي، چې انقرې د تاریخ په اوږدو کې تل هڅه کړې چې له افغانانو سره اوږه په اوږه ودرېږي او په اړینو برخو کې ورسره مرستې وکړي.

هغه د افغانستان د هراړخیز پرمختګ هیله کړې ده.

د طالبانو د کندهار ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې، د کندهار والي د ترکیې د خدمتونو د ستاینې تر څنګ ویلي چې ترکیه یو اسلامي او د افغانستان نږدې دوست هېواد دی او د تاریخ په اوږدو کې یې له افغانستان سره مثبتې او ښې اړیکې پاللې دي.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې او همکارۍ لا پیاوړې شي.

د کندهار والي له ترکي سفیر نه غوښتي، چې په افغانستان، په ځانګړې توګه کندهار کې، د ولسوالیو او لرې پرتو سیمو د کلینیکونو په جوړولو، د درملو او روغتیايي تجهیزاتو په برابرولو، د میرویس حوزوي او عینو مېنې ۳۵۰ بستریز روغتونونو په تجهیز، د افغان ډاکټرانو او نورو روغتیايي کارکوونکو د روزنیزو سیمینارونو په جوړولو او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې مرسته وکړي.

روسیه وایي چې اوکراین د شپږ ساعته اوربند وړاندیز نه دی منلی

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۳۰ GMT+۱
روسیه وایي چې اوکراین د شپږ ساعته اوربند وړاندیز نه دی منلی
100%

د روسیې دفاع وزارت ویلي، اوکراین په کوستیانتینیفکا ښار او شاوخوا سیمو کې د شپږ ساعته سیمه ییز اوربند هغه وړاندیز رد کړی، چې د روسیې په وینا، د وژل شویو اوکرایني سرتېرو د جسدونو د سپارلو لپاره شوی و. اوکراین تر اوسه دروسیې د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

د روسیې پوځي قوماندانانو د جمعې په ورځ ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلي وو چې د مسکو ځواکونو د کوستیانتینیفکا ښار کنټرول ترلاسه کړی، خو اوکراین دا ادعا رد کړې وه او ویلي یې و چې ځواکونه یې لا هم د ښار کنټرول په لاس کې لري.

کوستیانتینیفکا د اوکراین یو مهم ښار دی چې مسکو له اوږدې مودې راهیسې د دونېڅک سیمې په پوځي عملیاتو کې د هغه د نیولو هڅه کوي.

رویټرز لیکلي چې د اوکراین دفاع وزارت او لوی درستیز تر اوسه ددوی د برېښنالیک له لارې د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.