• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو دفاع وزیر یعقوب مجاهد د بدخشان له ستراتیژیکو سرحدي سیمو او پوستو لیدنه کړې

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۳۸ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد، د بدخشان ولایت په شمال ختیځو سرحدي سیمو کې له سرحدي ځواکونو او پوستو لیدنه کړې او د چین، تاجکستان او ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتې ستراتیژیکې سیمې یې ارزولې دي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند، عنایت‌الله خوارزمي، په خپل ایکس حساب کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست، مولوي محمد یعقوب مجاهد، د بدخشان ولایت شمال ختیځو سرحدي سیمو ته د سفر پر مهال له سرحدي ځواکونو او پوستو لیدنه کړې ده.

د نوموړي په وینا، محمد یعقوب د بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ، د زیباک ولسوالۍ د توپخانې، واخان او پامیر ولسوالیو ته تللی او هلته یې د سرحدي ځواکونو وضعیت له نږدې ارزولی دی.

خوارزمي ویلي، د طالبانو د دفاع وزیر د خپل سفر پر مهال د افغانستان له هغو مهمو ستراتیژیکو سرحدي سیمو څخه هم لیدنه کړې، چې له چین، تاجکستان او ډیورنډ کرښې سره نښتي دي.

د دفاع وزارت ویاند د سفر د موخې او د ترسره شویو لیدنو د جزییاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

ډېر لیدل شوي

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې
۱

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې

۲

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي

۳

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي

۴
ځانګړی

طالبانو کروندګرو ته تر ځانګړو شرایطو لاندې د کوکنارو د کر پټه اجازه ورکړې ده

۵

د جرمني د پارلمان غړې: اندېښنه لرم چې د افغان کډوالو ایستل به نور هم زیات شي