• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي وايي روغتیا، سوداګري او بشري چارې باید له سیاست څخه جلا وساتل شي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۲۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روغتیا نړیوال سازمان د سیمه ییز دفتر له مشرې سره په لیدنه کې ویلي، چې روغتیا، سوداګري او بشري چارې باید له سیاسي ملاحظاتو جلا وساتل شي، څو نړیوالې مرستې او روغتیايي خدمتونه په عادلانه ډول اړو خلکو ته ورسېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې د روغتیا نړیوال سازمان د سیمه ییز دفتر مشرې ډاکټرې حنان بلخي د افغانستان له روغتیايي سکتور سره د دغه سازمان د دوامدارو همکاریو ډاډ ورکړی.

هغې پولیو یوه نړیواله اندېښنه بللې او د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره یې د پولیو ضد کمپاینونو په بریالي تطبیق کې دطالبانو د ملاتړ غوښتنه کړې.

وزارت ویلي، چې متقي د پولیو ضد کمپاینونو د بشپړ ملاتړ تر څنګ له سیاست نه د روغتیا، سوداګري او بشري چارو د جلا ساتلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

وزارت زیانه کړې چې دې لیدنه کې متقي د عامې روغتیا د نظام پر پیاوړتیا، د سرطان ناروغانو لپاره د تشخیص او درملنې د پرمختللو مرکزونو پر جوړېدو، د روغتیايي مرکزونو د تجهیز او د طبي پرسونل د ظرفیت لوړولو پر اړتیا هم ټینګار کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات ویلي چې په دې لیدنه کې د بلخي تر څنګ د ګېټس بنسټ رییس، د سعودي د پاچا « ملک سلمان خیریه بنسټ» مسوول، د یونېسف د سیمه ییز دفتر رییس او د متحده عربي اماراتو او قطر سفیرانو هم ګډون درلود.

ترویج لرونکی

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې
۱

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۲

هند د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۲۳ کسان په رسمي ډول «ترهګر» اعلان کړل

۳

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۴

سرچینې: طالبانو بدخشان کې له ځوانانو غوښتي چې د دوی له اردو سره یوځای شي

۵
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

•
•
•

نور کیسې

د الیاس مومند پلار: زمـا د زوی په اختطـاف او وژلو کې ښکیل کسان لاهم ازاد ګرځي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۰۲ GMT+۱
د الیاس مومند پلار: زمـا د زوی په اختطـاف او وژلو کې ښکیل کسان لاهم ازاد ګرځي
100%

د الیاس مومند پلار، انګار مومند وایي، چې د زوی پر تښتول کېدو او وژل کېدو یې درې کاله اوړي، خو لا هم عدالت نه دی تامین شوی او قاتلان یې ازاد ګرځي. نوموړي ویلي، د طالبانو د ننګرهار عدلي چارواکو ترې غوښتي چې د زوی د دوسیې څیړنې لپاره له سره عریضه وکړي.

د الیاس مومند پلار انګار مومند افغانستان انټرنشنل ته ویلي، درې کاله مخکې یې زوی، محمد الیاس مومند، د اختطاف چیانو له خوا لومړی وتښتول شو او وروسته ووژل شو. د هغه په وینا، د زوی د مړینې یې درې کاله پوره شوي، خو لا هم ددوی د کورنۍ زخم تازه دی او عدالت نه دی تامین شوی.

هغه ادعا کړې چې د زوی له ۱۲ قاتلینو څخه یې یوازې څلور تنه نیول شوي وو، خو د ننګرهار ابتدایي نظامي محکمې وروسته بېرته خوشې کړل. د نوموړي په وینا، د قتل دوسیه یې تر اوسه په همغه لومړۍ محکمه کې پرته ده او قاتلان ازاد ګرځي.

د انګار مومند په وینا، تېره اونۍ د ننګرهار د مرافعې عمومي رییس د ننګرهار د نظامي منسوبینو له رییس الله نظر ابوالاسد سره په غونډه کې پرېکړه کړې چې نوموړی دې نوې عریضه ثبت کړي او خپل حق دې له سره وغواړي.

د هغه په وینا، چارواکو ویلي چې د نوې عریضې له ثبت وروسته به، سره له دې چې له پېښې درې کاله تېر شوي، دوسیه له سره وڅېړل شي او د قانون له مخې به پرې پرېکړه وشي.

انګار مومند ویلي، کله ناکله دومره ناامېده شي چې فکر کوي که دا دوسیه د نامسلمانو په محکمه کې وای، ښايي ډېر مخکې به پکې انصاف شوی وای.

هغه د خپل زوی په قضیه کې د عدالت د تامین غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې قاتلان باید ازاد ونه ګرځي او د مظلوم کورنۍ دې د عدالت په تمه کلونه انتظار ته نه پرېښودل کېږي.

د کډوالو عالي کمېشنري: له ۲۰۲۳ کال راهیسې شپږ میلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۴۸ GMT+۱
د کډوالو عالي کمېشنري: له ۲۰۲۳ کال راهیسې شپږ میلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي
100%

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر او د ملګرو ملتونو د پراختيايي برنامې رییس کابل ته سفر کړی او وايي، غواړي د کډوالو ستونزې له نږدې و ارزوي.

د طالبانو د کډوالو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر برهام صالح او د ملګرو ملتونو د پراختايي برنامې رییس الکساندر دي کرو د کډوالو د ستونزو د ارزونې په موخه کابل ته سفر کړی.

د ملګرو متلونو د کډوالو عالي کمېشنر صالح ویلي، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې افغانستان ته شپږ میلیونه افغانان راستانه شوي او کابل ته د سفر موخه یې د کډوالو د ستونزو ارزول دي.

نوموړي زیاته کړې:«دا په نړۍواله کچه له لویو شمېرو ګڼل کېږي، موږ د افغانانو ملاتړ ته ژمن یو او هیله لرو چې مرستې ورته ورسېږي».

په ورته مهال د طالبانو د کډوالو وزارت مسلکي معین عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتونو له یادو چارواکو څخه غوښتنه کړې چې د میلیونونو کډوالو د وضعیت په ښه کولو دې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.

سرچینې: طالبانو د پکتیا پوهنتون د نجونو په لیلیه کې د ځانمرګو یوه ډله ځای پر ځای کړې ده

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۳۸ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
سرچینې: طالبانو د پکتیا پوهنتون د نجونو په لیلیه کې د ځانمرګو یوه ډله ځای پر ځای کړې ده
100%

په پکتیا کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د پکتیا پوهنتون د نجونو په پخوانۍ لیلیه کې د خپلو ځانمرګو بریدګرو یوه ډله ځای پر ځای کړې ده. طالبانو دغه لیلیه د فقې او قضا د زده کړو په مرکز نومولې ده.

ځايي سرچینو نن یکشنبه، د چنګاښ پر ۱۴مه وویل، چې طالبانو د پکتیا پوهنتون د نجونو لیلیې پر دروازه د فقې او قضا د زده کړو مرکز لوحه لګولې، خو هېڅوک په دروازه کې نه لیدل کېږي.

افغانستان انټرنشنل د پکتیا د دولتي پوهنتون د نجونو د لیلیې دروازې انځورونه هم ترلاسه کړي دي.

ځینې عیني شاهدان چې دې دروازې ته نژدې ورغلي دي، وايي، دروازې تړلې او دننه په دوه پوړیزه ودانۍ کې شاوخوا امنیتي کامرې هم لیدل کېږي.

په پکتیا پوهنتون کې هم سرچینې وايي چې د پوهنتون او د نجونو لیلیې ترمنځه لارې تړل شوې دي.

طالبانو لاتروسه ددغې لیلیې په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم په دې اړه معلومات شریک کړي چې د نجونو لیلیه د څه لپاره ځانګړې شوې ده.

د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو پر نظامي مرکزونو د پاکستان له بریدونو وروسته دې ډلې خپل ځانمرګي بریدګر د پکتیا پوهنتون د نجونو په پخوانۍ لیلیه کې ځای پرځای کړل، چې له بریدونو خوندي پاتې شي.

د هېواد سوېل ختیځ، په ځانګړی توګه پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په مشرۍ د حقاني شبکې د قدرت مرکزونه بلل کېږي.

له دې وړاندې سرچینو ویلي و، چې د ملاهبت الله او سراج الدین حقاني ترمنځ د ځانمرګو بریدګرو پر سر اختلاف دی.

سرچینو د ۱۴۰۳ کال د سلواغې میاشت کې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې مولوي هبت الله له خوست ولایت څخه د بدري قطعې ۶۰۰ هغه ځانمرګي بریدګر کندهار ته لېږدولي، چې د امریکايي ځواکونو او سي ای اې په پخواني پوځي کمپ چاپمن کې میشت وو.

سراج الدین حقاني ته نژدې سرچینې وايي، چې دغه ډله له ځانمرګو بریدګرو سره ځانګړې مرستې کوي او د هغوی ټول لګښتونه ور کوي.

د شواهدو پر بنسټ، په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د ځانمرګو بریدونو بنسټ القاعده ډلې اېښی. د امریکا د ملي امنیت شورا په ۲۰۰۰م کال کې ویلي وو، چې اسامه بن لادن په افغانستان کې د ځانمرګو بریدګرو ښوونیز مرکزونه جوړ کړي دي.

طالبانو تر دې دمه د خپلو ځانمرګو بریدګرو شمېر نه دی په ډاګه کړی.

د افغانستان بانک د ۱۶ میلیونه امریکايي ډالرو د لیلام خبر ورکړی

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۲۰ GMT+۱
د افغانستان بانک د ۱۶ میلیونه امریکايي ډالرو د لیلام خبر ورکړی
100%

د افغانستان بانک ویلي چې د وري میاشتې په ۱۵مه، د دوشنبې په ورځ به د داوطلبۍ له لارې تر۱۶ میلیونه امریکايي ډالرو پورې اسعار لیلام کړي. بانک وایي، چې له دې کاره یې موخه د افغانۍ د ارزښت ثبات ساتل دی.

د افغانستان بانک له هغو سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کړې چې په یاده داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د بانک د اعلان له مخې، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.

همداراز بانک ویلي، چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغدي ډول او د ټاکلې مودې په ترڅ کې افغانستان بانک ته وسپاري.

د افغانستان بانک ویلي، په منظم ډول بهرني اسعارو لیلام کوي چې په وینا یې، موخه یې په کورني بازار کې د بهرنیو اسعارو عرضه زیاتول، د افغانۍ د ارزښت ثبات ساتل او د اسعارو په بازار کې د ناڅاپي بدلونونو مخنیوی دی.

د خلکو شکایت: د امربالمعروف محتسبان د کورنیو له خبرولوپرته ځوانان په توقیفځایونو کې ساتي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۴ GMT+۱
•
عبدالله همیم
د خلکو شکایت: د امربالمعروف محتسبان د کورنیو له خبرولوپرته ځوانان په توقیفځایونو کې ساتي
100%

د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، د طالبانو د امر بالمعروف ریاست محتسبان د ږیرې خرېیلو په تور ځوانان نیسي او له دریو تر شپږو ورځو یې په ناڅرګندو توقیف ځایونو کې بندي ساتي. د دوی په وینا، د نیول شویو کسانو په اړه د هغوی کورنیو ته هېڅ معلومات نه ورکول کېږي.

د سویل لویدیزو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو له لوري د ځوانانو نیولو او په ورځو ورځو د هغوی د ورکېدو له امله اندېښمن دي.

یاد کسان وايي، محتسبان ځوانان د ږیرو خرېیلو او کمولو په پلمه نیسي او له ځان سره یې بندي کوي او په اړه یې اړوندو کورنیو ته هېڅ راز معلومات نه ورکوي.

د کندهار ښار اوسېدونکی احمد ولي وايي:« ۱۹ کلن ورور مې پنځه ورځې مخکې ورک شو، کورنۍ مو ډېره وارخطا وه، راډیو ته مو اعلان ورکړ، هېڅ نتیجه یې معلومه نه شوه، د هغه له ټولو ملګرو څخه مو پوښتنه وکړه، هغوی یې هم په اړه معلومات نه لرل، شپږمه ورځ وروسته له امربالمعروف څخه زنګ راته ووهل شو، هلته لاړم ضمانت مې وکړ او ورور مې له ځان سره کور ته راوست».

یو شمېر کسان وايي، چې کله یې یې ځوانان لادرکه شي، دوی اړ کېږي چې د موندلو لپاره یې د ټولنیزو رسنیو او راډیوګانو له لارې اعلانونه خپاره کړي.

په ورته وخت کې یو شمېر کورنۍ وايي، چې د خپلو ځوانانو په لټه یې ان هرات، نیمروز او سپین بولدک ته هم سفرونه کړي دي او لومړی یې داسې انګیرله، چې ښايي د کورنۍ غړي یې د هغوی له اجازې پرته له هېواده د وتلو پریکړه کړې وي، خو وروسته خبر شوي، چې دوی د ږیرې کمولو په جرم نیول شوي.

د هلمند یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، افغانستان انټرنشنل ته وویل:«ورور مې ورک شو، له ملګرو څخه مې یې پوښتنې وکړي، خبر شوم چې یو بل ملګری یې هم ورسره ورک دی، نو فکر مې وکړ چې ښايي ایران ته به په غلا تللی وي».

نوموړی زیاتوي، « زه نیمروز ته لاړم او د هغه بل ځوان ورور هرات ته لاړ څو خپل وروڼه پیدا کړو او د سفر مخه یې ونیسو. خو وروسته یې زما پلار ته زنګ وهلی و چې دوی د امربالمعروف په ریاست کې بندیان دي او بیا په ضمانت خوشې شول».

د ځونانو کورنۍ وايي، د مجبوریت له امله اړ دي چې د امربالمعروف ټول اصول پر ځان ومني، خو د ځوانانو د نیولو پرمهال یې باید کورنۍ په جریان کې واچول شي، څو له بې‌ځایه سرګردانیو خلاص شي.

هغه کسان چې د ږیرو کمولو په تور د امربالمعروف د محتسبانو له لوري نیول شوي، وايي، له دریو تر شپږو ورځو په ریاست کې بندیان وي او په دې لړ کې هغوی ته د اسلامي او شرعي امورو زده کړې ورکوي او اجازه نه ورکول کېږي چې له کورنیو سره یې اړیکه ونیسي.

دوی وايي، چې له نیول کېدو سره سم موبایلونه ترې اخېستل کېږي او د خوشې کېدو پرمهال لیکلي ضمانت ترې اخېستل کېږي چې په راتلونکي کې به ږیره نه کموي.