بلوچستان ایالت ګوادر ولسوالۍ کې د پنځو کسانو مړي موندل شوي

د بلوچستان ایالت د ګوادر ولسوالۍ د جیونۍ د پانوان او ګنز سیمو ترمنځ د پنځو کسانو مړي موندل شوي، چې له ډلې یې د درې جسدونو هویت لا هم معلوم ندي. چارواکي وايي، جسدونه یې د هویت پېژندنې لپاره روغتون ته انتقال کړي.
ځايي سرچینو ویلي، له دغو پنځو کسانو څخه د دوو هویت معلوم شوی، خو درې نور لا هم نه دي پېژندل شوي.
د سرچینو په وینا، پېژندل شوي کسان شاه بخش او پیري، د عیسا زوی، دي چې د جیوني ولسوالۍ د روبار سیمې اوسېدونکي وو.
درې نور مړي د هویت د معلومولو لپاره د جیوني په ملکي روغتون کې ساتل شوي دي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې د جمعې په ورځ په جیوني د پانوان سیمه کې د بلوچ ازادي غوښتونکي ځواک (بي ايل اې) له خوا په یوه ځانمرګي برید کې، د پولیسو په وینا، څلور امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي وو.
تر اوسه د دغو پنځو موندل شویو مړو د وژل کېدو د څرنګوالي او لاملونو په اړه چارواکو څه نه دي ویلي او پلټنې روانې دي.
