• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نړیوال جام؛ مکسیکویان د فوټبال خوښۍ او اقتصادي ستونزې یو ځای تجربه کوي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۰۴ GMT+۱

سره له دې چې د مکسیکو ملي لوبډله د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره پړاو ته له ماتې او ګول خوړلو پرته رسېدلې، خو د دغه هېواد ډېری وګړي وایي، د اقتصادي ستونزو، ورکو شویو کسانو، مدني اعتراضونو او امنیتي کړکېچونو سیوری لا هم د نړیوال جام پر خوښیو غوړېدلی دی.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام د کوربه هېواد مکسیکو اوسېدونکي، سره له دې چې د خپلې ملي لوبډلې بریاوې لمانځي، لا هم د هېواد له اقتصادي او امنیتي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د راپور له مخې، د مکسیکو ښار په مرکزي «پاسیو دې ریفورما» واټ کې د نړیوال جام د سیالیو د نندارې لپاره لویې پردې لګول شوې، خو د دغو پردو ترڅنګ د څه باندې ۱۳۵ زره ورکو شویو کسانو انځورونه او اعلانونه هم لیدل کېږي. دا هغه کسان دي چې د ۲۰۰۶ کال راهیسې، د مخدره توکو له کارټلونو سره د حکومت د جګړې په ترڅ کې ورک شوي دي.

راپور زیاتوي، چې په وروستیو اوونیو کې د مکسیکو ښار ځینې مهم سړکونه یوازې د فوټبال د بریاوو د لمانځلو لپاره نه، بلکې د حکومت ضد اعتراضونو له امله هم تړل شوي دي.

د خبریال او پوډکاسټ جوړونکي کارلوس مېنډوزا په وینا، «تر هغه چې مکسیکو لوبې ګټي، خلک د ملي خوښۍ تر اغېز لاندې وي او د هېواد د ناخوالو په اړه لږ فکر کوي، خو کله چې نړیوال جام پای ته ورسېږي، هماغه ستونزې به بیا د خلکو مخې ته ولاړې وي.»

د راپور له مخې، که څه هم د جون په لومړیو کې د انفلاسیون کچه یو څه راټیټه شوې، خو لا هم د مکسیکو د مرکزي بانک له ټاکلي هدف څخه لوړه ده. سربېره پر دې، د نړیوال جام د سیالیو د ټکټونو لوړو بیو ګڼ شمېر مینه‌وال له لوبغالو څخه محروم کړي دي.

مېنډوزا ویلي، «پخوا ستونزه د ټکټ موندل وو، خو اوس اصلي ستونزه د ټکټ بیه ده، ځکه ډېری مینه‌وال یې د اخیستو وس نه لري.»

رویټرز لیکي، د مکسیکو د ملي لوبډلې له خوا د اکوادور پر وړاندې د ۴۰ کلونو وروسته د ناک‌اوټ پړاو لومړۍ بریا هم له یوې خونړۍ پېښې سره مل وه؛ ځکه د جشنونو پر مهال څلور کسان وژل شوي وو.

په همدې حال کې، د ښوونکو د اتحادیې (CNTE) غړو د مکسیکو ښار په مرکزي سیمو کې پرلتونه کړي او له حکومته غواړي چې د تقاعد او ټولنیز خوندیتوب د ۲۰۰۷ کال قانون لغوه او د دولتي کارکوونکو معاشونه لوړ کړي.

ځايي سیاستوال رودریګو کوردېرا په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: «انسان کولای شي د فوټبال له ۹۰ دقیقو خوند واخلي، خو په عین وخت کې د خپل هېواد پر وضعیت اندېښمن، د فیفا پر کړنو غوسه او د حکومت له سیاستونو ناخوښ هم وي.»

سره له دې، د رویټرز په وینا، د یوې تازه نظرپوښتنې له مخې، د مکسیکو د ولسمشرې کلاوډیا شېنبام د محبوبیت کچه ۶۹ سلنې ته رسېدلې او حکومت وایي، د ورکو شویو کسانو موندل یې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

د مکسیکو اوسېدونکې الیخاندرا ګونزالېز رویټرز ته ویلي: «نړیوال جام زموږ ستونزې نه حلوي، یوازې د لنډ وخت لپاره یې د خلکو له لومړیتوبونو څخه شاته کوي او حکومت هم له همدې فضا څخه د مهمو پرېکړو د ځنډولو لپاره ګټه اخلي.»

هغې زیاته کړې، «هیله لرم چې دا خوښۍ د هېواد لپاره مثبتې پایلې ولري، خو تر څنګ یې باید د حکومت، صنعتونو او زموږ د ټولنې نیمګړتیاوو ته هم په انتقادي نظر وګورو.»

ترویج لرونکی

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې
۱

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۲

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۳

هند د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۲۳ کسان په رسمي ډول «ترهګر» اعلان کړل

۴
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

۵

سرچینې: طالبانو بدخشان کې له ځوانانو غوښتي چې د دوی له اردو سره یوځای شي

•
•
•

نور کیسې

د اوکراین د جګړې ختمیدو لپاره د امریکا هڅې؛ ټرمپ پوتین ته د یوې هوکړې وړاندیز وکړ

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۱۲ GMT+۱
د اوکراین د جګړې ختمیدو لپاره د امریکا هڅې؛ ټرمپ پوتین ته د یوې هوکړې وړاندیز وکړ
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په یو نیم ساعته ټیلیفوني خبرو کې د اوکراین د جګړې د حل او یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره د همکارۍ وړاندیز کړی دی.

د کرملین ماڼۍ یوه مسوول یوري اوشاکوف د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۴مه) وویل، چې د دواړو هېوادونو مشرانو نږدې ۹۰ دقیقې خبرې کړې دي او ټرمپ دا وړاندیز په ترکیه کې د ناټو د راتلونکې سرمشریزې په درشل کې کړی دی.

اوشاکوف زیاته کړه، چې ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسولو او د رامنځته شوي بحران د هواري لپاره خپل چمتووالی ښودلی دی. د کرملین دغه مسوول وویل، چې روسیه د خپل اساسي دریځ په پام کې نیولو سره د دې شخړې د سیاسي او ډیپلوماتیک حل غوښتونکې ده.

هغه د ټرمپ له قوله ویلي، چې د واشنګټن ځانګړي استازي سټیو ویټکوف او جیرډ کوشنر به د سولې د هڅو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او چمتو دي چې یو ځل بیا مسکو ته سفر وکړي.

د کرملین ماڼۍ دغه مسوول پر اوکراین او د هغه پر اروپایي متحدینو تور پورې کړ، چې هغوی د جګړې پر اوږدولو، د کړکېچ پر زیاتولو او د ملکي وګړو پر وړاندې پر ترهګریزو بریدونو تکیه کوي. د اوشاکوف اشاره د روسیې پر تېلي او صنعتي مرکزونو د اوکراین د لرې واټن ویشتونکو توغندیو او بریدونو ته وه.

هغه وویل چې پوتین په دې خبرو کې د جګړې د لومړۍ کرښې واقعیتونه بیان کړل، چېرته چې د روسیې ځواکونه په ډاډه زړه پرمختګ کوي او په پرله پسې ډول سیمې نیسي.

دا ډیپلوماتیکې خبرې په داسې حال کې کېږي، چې په اروپا کې د امریکا د تګلارو په تړاو اندېښنې زیاتې شوې دي. تر دې وړاندې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په جرمني کې د امریکایي ځواکونو د کمولو ګواښ کړی وو، چې د امریکا په کانګرس کې یې د جمهوري غوښتونکو ترمنځ دا اندېښنه راپارولې چې دا کار به ولادیمیر پوتین ته یو غلط پیغام واستوي.

بلخوا جرمني هم پر واشنګټن نیوکه کړې چې له روښانه ستراتیژۍ پرته د ایران په جګړه کې ښکېل شوی دی.

هند د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۲۳ کسان په رسمي ډول «ترهګر» اعلان کړل

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۵۷ GMT+۱
هند د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۲۳ کسان په رسمي ډول «ترهګر» اعلان کړل
100%

د هند د کورنیو چارو وزارت ويلي، د ترهګرۍ پر وړاندې د لومړي وزير نريندرا موډي د حکومت د «بې‌زغمۍ پالیسۍ» په لړ کې د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۲۳ کسان په رسمي توګه د «ترهګرو» په نوملړ کې شامل کړای شوي دي.

د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه اعلان کړی، چې هند د خپلو خلکو د خوندیتوب او د امنیت د یقیني کولو لپاره د هر ډول ترهګریزو شبکو او هستو له منځه وړلو ته ژمن دی.

د هند د کورنيو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغو ۲۳ نویو کسانو له ډلې څخه ۱۷ یې د پاکستان وګړي او ۶ نور یې د هند اتباع دي. د هند د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا ټول کسان اوسمهال په پاکستان او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې مېشت دي او له هغه ځایه د هند ضد فعالیتونه، ترهګریز بریدونه، د وسلو قاچاق، له پولو څخه په غیرقانوني توګه تېرېدل او د ترهګریزو ډلو ملاتړ تنظیموي.

امیت شاه په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې دغه کسان د ترهګرو ډلو لپاره د مالي سرچینو په برابرولو او د نویو کسانو په ګومارلو کې هم لاس لري. د هند حکومت وایي، چې په رسمي توګه د دغو کسانو د ترهګر په توګه پېژندل به د هغوی د مالي شبکو د تړلو، د تګ راتګ د محدودولو او د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي له لارې د ترهګرۍ د شبکې په کمزوري کولو کې خورا مهم رول ولوبوي.

د هند د کورنيو چارو وزارت چې کوم نوي ۲۳ کسان «ترهګر» اعلان کړي د دغو کسانو تړاو د لشکر طيبه او جېش محمد شبکو سره څرګند کړل شوی دی او په خبرپاڼه کې یې د دغو کسانو په تړاو نور جزییات هم خپاره کړي دي.

د «ترهګر» ګرځول شویو کسانو نومونه او پېژندګلوي

۱. مسعود الیاس کشمیري (چې د مفتي مسعود الیاس، مسعود الیاس، ابو محمد، یا اېم. مسعود الیاس په نومونو هم پېژندل کېږي) یو پاکستانی تبعه دی چې له جیش محمد ډلې سره تړاو لري. هغه د مولانا مسعود اظهر یو له نږدې باوري کسانو او کشمیر ته د نفوذ کولو اصلي همغږي کوونکی دی.

۲. محمد مصدق، (مستعار نومونه: ډاکټر، عبدالمنان، سجاد، حمزه، وحید خان) یو پاکستانی تبعه دی چې له جیش محمد ډلې سره تړاو لري.

۳. مفتي محمد اصغر خان، (مستعار نومونه: ابو سعد، سعد جیمیکي)، یو پاکستانی تبعه دی چې له جیش محمد ډلې سره تړاو لري. هغه د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د جیش محمد د امیر او د هغې د نظامي څانګې د مشر په توګه دنده ترسره کوي.

۴. حافظ عبدالشکور چې په قاري جرار هم مشهور دی، یو پاکستاني تبعه دی او له جیش محمد او حرکت المجاهدین ډلو سره تړاو لري.

۵. عبدالله جهادي، (مستعار نومونه یې شاهنواز او الحجامه دي) هم یو پاکستاني تبعه دی او له جیش محمد ډلې سره تړاو لري. هغه د مفتي اصغر خان شریک پلان جوړونکی دی او د شمالي کشمیر سیمې ته د ترهګرو د ننوتلو زمینه برابروي.

۶. فردوس احمد بټ یو هندي تبعه دی (چې اوس مهال په پاکستان کې مېشت دی) او له لشکر طیبه سره تړاو لري. هغه د دې ډلې لپاره د تګ راتګ زمینه برابروي په ۲۰۱۸ کال کې د واګې د پولې له لارې د معتبرو سفري اسنادو په کارولو سره پاکستان ته تللی وو.

۷. غلام فرید (مستعار نوم ګلشن کمار) یو پاکستاني تبعه دی او له جیش محمد سره تړاو لري. هغه له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۵ پورې د پاکستان په پوځ کې هم خدمت کړی دی.

۸. هارون رشید ګنايي مستعار نوم یې شونو دی او یو هندي تبعه دی (چې اوس مهال په پاکستان کې اوسېږي) او له لشکر طیبه سره تړاو لري. هغه د ۲۰۱۸ کال په مارچ کې له معتبرو اسنادو سره پاکستان ته سفر وکړ او هلته له لشکر طیبه سره یوځای شو.

۹. بلال احمد میر، مستعار نوم احمد ورور، یو هندي تبعه دی (چې اوس مهال په مظفراباد کې اوسېږي) او له لشکر طیبه او د مقاومت جبهې (TRF) سره تړاو لري.

۱۰. عابد قیوم لون یو هندي تبعه دی (چې اوس مهال په کشمیر کې اوسېږي) او له لشکر طیبه سره تړاو لري. هغه د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د اتاري د پوستې له لارې پاکستان ته سفر وکړ او اوس هم همالته اوسېږي.

۱۱. نذیر احمد ګجر مستعار نوم ابو منازل یو هندي تبعه دی (چې اوس مهال په اسلام‌اباد کې اوسېږي) او له لشکر طیبه سره تړاو لري. هغه په ۲۰۰۶ کال کې د کنټرول له کرښې څخه د پاکستان تر واک لاندې کشمیر ته واوښت.

۱۲. عبدالرووف چې د حافظ عبدالرووف په نوم هم پېژندل کېږي، یو پاکستاني تبعه دی چې له لشکر طیبه، جماعت الدعوه، او فلاح انسانیت بنسټونو سره تړاو لري. هغه له ۱۹۹۹ کال راهیسې د لشکر طیبه یو جګپوړی مشر دی او د ترهګر حافظ سعید تر مستقیمې قوماندې لاندې فعالیت کوي.

۱۳. اشفاق احمد یو پاکستاني تبعه دی چې له جیش محمد ډلې سره تړاو لري. هغه په ۲۰۰۰م کال کې له جیش محمد سره یو ځای شو او په بهاولپور کې د «شعبه حدیث» او ال رحمت ټرسټ (د جیش محمد د خیریه څانګې) مسوول دی.

۱۴. حافظ خالد ولید (مستعار نومونه: حافظ خالد نایک/خالد ولید) یو پاکستاني تبعه دی چې له لشکر طیبه او جماعت الدعوه سره تړاو لري. هغه د لشکر طیبه د مشر حافظ محمد سعید زوم دی او له ۲۰۰۳ کال راهیسې د دې سازمان د مرکزي مشورتي کمېټې غړی دی.

۱۵. مولانا امداد الله مکي چې د مولانا امداد، امداد ورور، یا مولانا امدادالله په نومونو هم پېژندل کېږي یو پاکستاني تبعه دی او له جیش محمد ډلې سره تړاو لري. هغه د جیش محمد د بندیانو د څانګې (شعبه اسیران) د امیر او د دې سازمان د حقوقي چارو د مشر په توګه دنده ترسره کوي. هغه د مولانا مسعود اظهر او د هغه د مرستیال مفتي عبدالرووف اصغر یو له خورا نږدې ملګرو څخه دی.

۱۶. مولانا سیف الله خالد (مستعار نوم ولیول، محمد سلیم، واجد) یو پاکستاني تبعه دی او له لشکر طیبه او د پاکستان مرکزي مسلم لیګ سره تړاو لري. هغه د پاکستان د مرکزي مسلم لیګ د عمومي منشي په توګه دنده ترسره کوي او تر دې وړاندې یې د ملي مسلم لیګ د مشر په توګه دنده ترسره کوله.

۱۷. محمد یعقوب (مستعار نومونه: ابو ثمامه، ثمامه الیاس، وارث علي) یو پاکستاني تبعه دی چې له لشکر طیبه سره تړاو لري. هغه اوس مهال په اسلام اباد (چټه بختوار) کې د لشکر طیبه د عملیاتي قوماندان په توګه کار کوي.

۱۸. مولانا یوسف طیبي (مستعار نوم محمد یوسف) یو پاکستاني تبعه دی چې له لشکر طیبه او جماعت الدعوه سره تړاو لري. هغه د لشکر طیبه/جماعت الدعوه په چوکاټ کې یو مهم مشر دی، چې اوس مهال د دې سازمان د کنټرول او اصلاح (دعوت او اصلاح) څانګې سره تړاو لري.

۱۹. اویس فاروز (مستعار نومونه: اویس احمد میر / اویس فاروز میر) یو هندي تبعه دی چې له لشکر طیبه سره تړاو لري. هغه د ۲۰۱۸ کال په اپریل کې د هند د معتبر پاسپورټ په درلودلو سره د واګې پولې له لارې پاکستان ته سفر وکړ او هلته د لشکر طیبه له ترهګرو لیکو سره یو ځای شو.

۲۰. قاري یعقوب شیخ چې د قاري محمد یعقوب شیخ، یعقوب شیخ، قاري شیخ محمد یعقوب، او محمد یعقوب په نومونو هم پېژندل کېږي یو پاکستاني تبعه دی او د پاکستان له مرکزي مسلم لیګ او جماعت الدعوه سره تړاو لري. هغه د جماعت الدعوه یو له مرکزي مشرانو او د هغې د مرکزي «دعوې ټیم» غړی دی.

۲۱. رانا افتخار چې د رانا ولید عاطف، رانا افتخار حیدر، رانا افتخار احمد، یا حیدر خان په نومونو هم پېژندل کېږي یو پاکستاني تبعه دی چې له لشکر طیبه او جماعت الدعوه سره تړاو لري. هغه د لشکر طیبه د مشر حافظ سعید له نږدې ملګرو څخه دی او په کشمیر کې د دې سازمان د مالي چارو د کلیدي مدیر په توګه دنده ترسره کوي.

۲۲. وسیم نور جټ چې مستعار نوم یې قاري وسیم دی یو پاکستاني تبعه دی چې له جیش محمد سره تړاو لري. هغه د کوټلي په سیمه کې د جیش محمد یو سیمه‌ييزو قوماندان دی.

۲۳. محمد شاهد فیصل (مستعار نومونه: استاد، مهندس، ذاکر) د پاکستان تابعیت لري (اصلا هندي، اوس مهال په راولپنډۍ کې فعال دی) او له لشکر طیبه، القاعده او داعش سره تړاو لري.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان لا تر اوسه د هند د دغو تازه څرګندونو په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

ټرمپ: کولای شو د خامنه‌یي په مراسمو کې ایراني چارواکي له‌منځه یوسو خو دا کار نه‌کوو

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۵۲ GMT+۱
ټرمپ: کولای شو د خامنه‌یي په مراسمو کې ایراني چارواکي له‌منځه یوسو خو دا کار نه‌کوو
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د پخواني مشر علي خامنه‌یي د جنازې او ښخولو مراسمو ته په اشارې سره وویل، چې امریکا کولای شي په دې مراسمو کې حاضر د ایران ټول چارواکي په یوه برید سره له‌منځه یوسو، خو دا کار به ونه‌کړي.

هغه له اکسیوس سره په مرکه کې وویل: «دوی ټول هلته دي. په یوه برید سره [کولای شو ټول له منځه یوسو]، خو دا کار نه‌کوو، ځکه په هغه صورت کې به بیا د خبرو اترو لپاره څوک پاتې نه‌شي».

نوموړي زیاته کړه، چې د ایران چارواکي «زارۍ کوي څو یوې هوکړې ته ورسېږو»، خو دواړو لورو پرېکړه کړې، چې مذاکرات د علي خامنه‌یي د ښخولو د مراسمو تر پای ته رسېدو پورې د یوې اونۍ لپاره ودروي.

ټرمپ زیاته کړه، چې په دې موده کې به هېڅ یو لوری پر بل لوري ډزې ونه‌کړي.

سپاه پاسداران: د خامنه‌یي د جنازې مراسمو پرمهال هر ډول تېروتنه به له پیاوړي ځواب سره مخ شي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د ایران سپاه پاسداران د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) د علي خامنه‌یي د جنازې مراسمو په مناسبت په یوه بیان کې خبرداری ورکړی وو: «د دښمن له‌خوا هر ډول تېروتنه به تر بل هر وخت له پرېکنده او پیاوړي ځواب سره مخ شي».

د علي خامنه‌یي او د هغه د کورنۍ د نورو وژل شويو غړو د رسمي مخه ښي مراسم د جمعې په سهار (د چنګاښ ۱۲مه) د تهران د امام خميني په مصلی کې د يو شمېر بهرنيو شخصيتونو په ګډون پيل شوي.

د ایران چارواکو د علي خامنه‌یي د جنازې او خاورو ته د سپارلو لپاره د يوې اونۍ مراسم پلان کړي دي. ټاکل شوې، چې د هغه مړی له تهران وروسته قُم، نجف او کربلا ته ولېږدول شي او په پای کې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د مشهد ښار د امام رضا د زيارت ترڅنګ خاورو ته وسپارل شي.

فرهاد دریا نوین الحق ته: کرېکټ لوبډله د ټول ملت ګډه پانګه ده او د هېچا شخصي میراث نه‌دی

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۴۸ GMT+۱
فرهاد دریا نوین الحق ته: کرېکټ لوبډله د ټول ملت ګډه پانګه ده او د هېچا شخصي میراث نه‌دی
100%

د افغانستان نامتو سندرغاړي فرهاد دریا د کرېکټ ملي لوبډلې غړي نوین الحق ته په یوه پرانېستې لیکنه کې د «اخلاقو» پر اړتیا او ارزښت له ټینګار سربېره ویلي، چې د کرېکټ ملي لوبډله د ټول ملت ګډه پانګه ده او د هېچا شخصي میراث نه‌دی.

فرهاد دریا د شنبې په ناوخته (د چنګاښ ۱۳مه) په خپله فېسبوک‌پاڼه په تازه لیکنه کې روښانه کړې، چې د کرېکټ ملي لوبډله د یوه ځپلي ملت سرمایه ده او باید د چا شخصي میراث ونه ګڼل شي او نه هم د چا د کورنۍ غړي په‌کې په میراثي توګه ولوبول شي.

فرهاد دریا لیکلي، چې د هېواد هر وګړی د ملي لوبډلې د بریا لپاره دعاګانې کوي او په ماتې یې خپه کېږي، نو ځکه د اصلاح لپاره د غږ پورته کولو حق هم لري. هغه زیاته کړې، چې په ملي لوبډله کې د لوبېدو عزت او افتخار باید په احساس، اخلاقو، استعداد او هڅو سره ترلاسه شي، نه په ملګرتیا، انډیوالۍ او میراثي توګه، ځکه چې د دغو معیارونو په نه‌شتوالي کې د ریښتینو اتلانو ارزښت له‌منځه ځي.

نوموړي د اعتراض د بڼې بدلون ته په اشارې سره ویلي، سره له دې چې یو عمر یې مینه خپره کړې او د اصلاح لپاره یې زارۍ کړي، خو غږ یې چا ونه‌اورېد او په پای کې اړ شو چې د خپل اعتراض بڼه بدله کړي.

دریا ټینګار کړی، چې دا لوبډله د چا د «پلار یا نیکه» هدیره نه‌ده، چې هر څوک په‌کې خښ کړي، بلکې دا د یوه ملت د خوشحالیو سرچینه ده او هېڅوک حق نه‌لري چې دا خوشحالي له خلکو واخلي.

دغه افغان سندرغاړي د سوداګریزو لیګونو لپاره د ملي لوبو پرېښودو په اړه ویلي، چې د لوبغاړو اقتصادي او شخصي ستونزې درک کوي او په دې اړه څه نه‌وایي، خو پکار ده، چې د دوی پر ځای نویو او ځوانو استعدادونو ته موقع ورکړل شي. هغه په ټینګار سره ویلي، چې د زړو طریقو او زړو څېرو د تکرار پر ځای باید نوي نسل ته لاره خلاصه شي، څو د ملي لوبډلې هویت او د اتلانو حساب روښانه پاتې شي.

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې | افغانستان انټرنشنل پښتو

تر دې مخکې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي نوین الحق پر فرهاد دریا نیوکه کړې وه چې د فیسبوک له لارې د کرېکټ د اتلانو سپکاوی کوي او له حده زیات «خوله‌ور» شوی دی.

نوین الحق زیاته کړې، چې د وطن هر لوبغاړی ریښتینی ستوری دی او هغوی پسې «ریشخند» وهل له «لوچکۍ» پرته بل څه نه‌دي. هغه له دریا وغوښتل، چې خپل کار وکړي او د «اشرافو» په لوبه کې ځان ګډ نه‌کړي.

فرهاد دریا له تېرو څو ورځو راهیسې د افغانستان د کرېکت ملي لوبډلې په اړه په طنزیه ژبه انتقادي تبصرې کوي. هغه تېره ورځ په خپله فېسبوک‌پاڼه په طنزیه ژبه ولیکل، چې حشمت شهیدي باید د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او لوبډله کې خپل ځای بل نوي کس ته خوشې کړي. هغه همدا راز د کرېکټ د یوه بل لوبغاړي شرف الدین اشرف په اړه په طنزیه ژبه نیوکه کړې ده.

د ټرمپ او نتنیاهو د لیدنې په تړاو؛ ټرمپ ویلي نتنیاهو پوهېږي چې «رییس» څوک دی

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۰ GMT+۱
د ټرمپ او نتنیاهو د لیدنې په تړاو؛ ټرمپ ویلي نتنیاهو پوهېږي چې «رییس» څوک دی
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۳مه) اکسیوس خبري وېب‌پاڼې ته وویل، چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له ده څخه په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې غوښتنه کړې ده. دا لیدنه ښايي راتلونکې اونۍ د ناټو له غونډې د ټرمپ له راګرځېدو وروسته ترسره شي.

ټرمپ له یادې خبري وېب‌پاڼې سره په یوې لنډه ټېلیفوني مرکه کې وویل: «موږ له یو بل سره ډېرې ښې اړيکې لرو. هغه پوهېږي چې رييس څوک دی».

یوه اسراییلي چارواکي هم اکسیوس ته ویلي، په راتلونکې اونۍ کې د دې لیدنې د ترسره کېدو احتمال کم دی، ځکه ټرمپ به د ناټو په غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته سفر وکړي. دغه غونډه د چنګاښ میاشتې په ۱۶مه او ۱۸مه جوړېږي.

دغه چارواکي زیاته کړې: «احتمالاً دا لیدنه به له هغې وروسته اونۍ کې ترسره شي».