• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کډوالۍ لا علاجه ټپونه؛ راستانه شوي کډوال په خپل ټاټوبي کې د پردیتوب احساس کوي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۳۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۲۷ GMT+۱

له پاکستان او ایران څخه د زرګونو افغانانو له راستنېدو سره، یو شمېر راستانه شوي کډوال وايي چې د اقتصادي ستونزو ترڅنګ له ټولنیزو او رواني ننګونو سره هم مخ دي او له دې امله په خپل هېواد کې د پردیتوب احساس کوي.

ډېری دغه راستانه شوي کډوال وايي، په پاکستان او ایران کې زېږېدلي او لوی شوي دي او افغانستان یې تر راستنېدو مخکې هېڅکله نه و لیدلی. هغوی زیاتوي چې د اوږدې کډوالۍ له امله د خپل هېواد له ژبې، کلتور او تعلیمي نظام سره بشپړه بلدتیا نه لري، چې همدې موضوع یې د بیا ادغام بهیر ستونزمن کړی دی.

د دوی په وینا، سره له دې چې خپل ټاټوبي ته راستانه شوي، خو د خلکو د چلند، ټولنیزو قضاوتونو او ځینو سپکو څرګندونو له امله ځان پردي احساسوي.

شاه زیب افغان، چې تازه له پاکستانه راستون شوی، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، په پاکستان کې زېږېدلی او مور او پلار یې هم له کلونو راهیسې هلته کډوال وو. نوموړی وايي، که څه هم د افغانستان مینه ورسره د کورنۍ له خوا تل روزل کېده، خو بیا د کوربه هېواد د ژوند له چاپېریال څخه متاثره و.

هغه وايي: «زموږ خوراک، لباس او حتی لهجه له نورو سره توپیر لري. کله ناکله خلک زموږ پر خبرو او لهجې ملنډې وهي. چې بازار ته د سودا اخیستو لپاره ځم، د دې پر ځای چې مرسته راسره وشي، مسخره کېږم.»

شاه زیب زیاتوي، د «مهاجر» کلمه ورته تر ټولو دردونکې ده، ځکه په پاکستان کې هم په همدې نوم یادېده او اوس چې خپل هېواد ته راستون شوی، بیا هم ورته همدا نوم کارول کېږي.

هغه وايي: «حیران یم چې دا نوم به کله زما له ژوند څخه لرې شي.»

سبحان الله، چې د ښوونځي زده‌کوونکی دی، هم ورته تجربه لري. هغه وايي، په ښوونځي کې یې ځینې ټولګیوال د ده پر لهجې ملنډې وهي، چې له امله یې د ناهیلۍ او پردیتوب احساس کوي.

د کډوالۍ د چارو کارپوهان وايي، دا د اوږدمهاله کډوالۍ له مهمو ټولنیزو زیانونو څخه دی. د دوی په خبره، هغه کسان چې کلونه په بل هېواد کې لوی شوي وي، د دوو بېلابېلو فرهنګونو ترمنځ پاتې کېږي، یو هغه فرهنګ چې پکې را لوی شوي او بل هغه فرهنګ چې د دوی د اصلي هېواد او کورنۍ پورې تړاو لري.

د کارپوهانو په باور، هغه هېوادونه چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو له لویو څپو سره مخ دي، باید د عامه پوهاوي پروګرامونه پیاوړي کړي، څو ټولنه له راستانه شویو سره د درناوي او منلو فرهنګ خپل کړي او هغوی له رواني فشارونو سره مخ نه شي.

د کډوالۍ د چارو کارپوه محمد خان طالبي محمدزی وايي، هغه افغانان چې بېرته افغانستان ته راستانه شوي، نور باید د «مهاجر» په نوم ونه بلل شي، ځکه هغوی اوس د خپل هېواد وګړي دي.

د نوموړي په وینا، د راستانه شوي افغانان، او ورته درناوي لرونکو اصطلاحاتو کارول د دوی هویت او انساني کرامت ښه منعکسوي. هغه ټینګار کوي چې د راستانه شویو بریالی ادغام یوازې د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو نه کېږي، بلکې د هغوی هویت ته درناوی او د مناسبې ژبې کارول هم مهم رول لري.

یو بل راستون شوی کډوال، چې شاوخوا یو نیم کال وړاندې له ایران څخه د پکتیا ولایت ته راغلی، وايي ۱۶ کلن و چې له خپلې کورنۍ سره ایران ته کډوال شو او نږدې شل کاله یې هلته ژوند وکړ. نوموړی وايي، له یوې ایرانۍ ښځې سره یې واده کړی، خو د وطن مینې او په ایران کې د کډوالۍ ستونزو دې ته اړ کړ چې بېرته افغانستان ته ستون شي.

هغه زیاتوي، له راستنېدو وروسته حتی د خپلې سیمې خلک هم ورته «ایرانی» وايي او د کډوال په سترګه ورته ګوري. د ده په خبره، دا ډول چلند ځینې راستانه شوي کسان دې ته اړ باسي چې یو ځل بیا د کډوالۍ فکر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د ۲۰۲۵ کال په راپور کې ویلي، افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لوړه کچه پکې ثبت شوې ده. د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲،۹ میلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي، چې ډېری یې له پاکستان او ایران څخه راغلي دي.

د همدې ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۲۷مې پورې لږ تر لږه ۵۳۱ زره او ۸۰۰ افغانان له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

ترویج لرونکی

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې
۱

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۲

هند د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۲۳ کسان په رسمي ډول «ترهګر» اعلان کړل

۳

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۴

سرچینې: طالبانو بدخشان کې له ځوانانو غوښتي چې د دوی له اردو سره یوځای شي

۵
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

•
•
•

نور کیسې

خرم: پاکستان د تاریخي هویت په جوړولو کې د افغانستان او هند تاریخ ته ناسمه اشاره کوي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۲۷ GMT+۱
خرم: پاکستان د تاریخي هویت په جوړولو کې د افغانستان او هند تاریخ ته ناسمه اشاره کوي
100%

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالکریم خرم ویلي، چې پاکستان هڅه کوي د خپل تاریخي هویت د پیاوړتیا لپاره د افغانستان او هند تاریخ ته «ناسمه او انتخابي» اشاره وکړي او د سیمې د تاریخي رول په اړه ناسم روایت وړاندې کړي.

پخواني وزیر عبدالکریم خرم په خپل ایکس حساب کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی او هغه یې د تاریخي واقعیتونو له «ناسم تفسیر» سره تړلې بللې دي.

خرم ویلي، شهباز شریف په ترکیه کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال ادعا کړې وه چې د هند د نیمې وچې مسلمانانو د ۱۹۱۹څخه تر ۱۹۲۳ کلونو پورې د ترکیې د خپلواکۍ جګړې پر مهال د مالي مرستو له لارې د ترکانو ملاتړ کړی دی.

هغه زیاتوي چې پاکستان هغه مهال په رسمي ډول وجود نه درلود، او په وینا یې اسلام‌اباد اوس هڅه کوي د خپل هویت د جوړولو لپاره د سیمې تاریخ په انتخابي ډول وړاندې کړي.

خرم په خپل پوسټ کې لیکلي: «پاکستان غواړي په سیمه‌ییز قدرت بدل شي، نو د خپل هویت د جوړولو په لټه کې دی او په همدې دلیل کله له افغانستانه او کله له هند څخه تاریخ او کلتور غلا کوي.»

هغه همدارنګه ادعا کړې چې په هغه تاریخي پړاو کې د افغانستان سلطنت او د افغانستان خلکو په عملي ډول له ترکیې سره د پیسو، سرو زرو او جګړه‌ییزو مرستو ملاتړ کړی و.

کابل فورم: افغانستان او منځنۍ اسیا د اقتصادي نږدېوالي نوې پړاو ته ننوځي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۱۸ GMT+۱
کابل فورم: افغانستان او منځنۍ اسیا د اقتصادي نږدېوالي نوې پړاو ته ننوځي
100%

په کابل کې د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکزونو او فکري بنسټونو لومړني فورم داسې نښې وړاندې کړې چې د افغانستان او د شمالي ګاونډیانو ترمنځ اړیکې له سیاسي چوکاټه د اقتصادي او بنسټیزې همکارۍ نوي پړاو ته اوړي.

په دې غونډه کې د سیمه‌ییزو اتصال، سوداګرۍ، انرژۍ او لویو ترانسپورتي پروژو پر پراخېدو ټینګار وشو.

په کابل کې د جون په ۱۶مه جوړ شوی د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکزونو او فکري بنسټونو فورم، چې د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان استازي پکې ګډون لري، د افغانستان او شمالي ګاونډیانو ترمنځ د اړیکو د نوې او منظمې مرحلې نښه بلل شوې ده.

که څه هم د غونډې رسمي جزیات او د ګډونوالو بشپړ نوملړ لا نه دی خپور شوی، موجود راپورونه ښيي چې په دې فورم کې د افغانستان ترڅنګ د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او اذربایجان استازو ګډون کړی و.

د غونډې بحثونه تر ډېره د سیمه‌ییز اتصال، اقتصادي همکارۍ، سوداګرۍ، ترانزیټ، انرژۍ، پانګونې او سیمه‌ییز ثبات پر محور راڅرخېدل.

دغه فورم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز له لوري تنظیم شوی و او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په‌کې د پرانیستې وینا وکړه.

متقي په خپلو خبرو کې وویل، چې د افغانستان اړیکې له منځنۍ اسیا هېوادونو او اذربایجان سره په وروستیو کلونو کې د پام وړ پراخې شوې دي او دا چاره د سیمه‌ییزو همکاریو لپاره نوي فرصتونه رامنځته کوي. هغه افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ «طبیعي پُل» وباله او د لویو سیمه‌ییزو پروژو لپاره یې د فکري او تحلیلي ملاتړ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

په دغه فورم کې د ټاپي د ګازو نللیکه، د کاسا-۱۰۰۰ برېښنا پروژه، د لاجوردو دهلېز، د ټرانس-افغان رېل پټلۍ او نورې سیمه‌ییزې ترانزیټي لارې له مهمو پروژو څخه یادې شوې.

راپورونه ښيي چې د رسمي ویناوو تر څنګ، دا فورم د یوې پراخې اقتصادي واقعیت نښه هم ده؛ هغه دا چې افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره په زیاتېدونکي ډول د پروژو پر بنسټ اقتصادي اړیکو ته ننوځي.

د منځنۍ اسیا هېوادونو له ډلې ازبکستان د افغانستان د مهم اقتصادي شریک په توګه ځان تثبیت کړی دی.

د فورم د معلوماتو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري شاوخوا ۱،۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلې او هدف دا دی چې دا کچه په راتلونکو کلونو کې ۵ میلیارد ډالرو ته لوړه شي.

دواړه هېوادونه د حيرتان–مزارشریف د رېل پټلۍ او د ټرانس-افغان رېل پټلۍ په ګډون په څو ستراتیژیکو پروژو کې ګډ کار کوي، چې په راتلونکي کې به منځنۍ اسیا د پاکستان له بندري لارو سره ونښلوي.

ازبک پانګونه د افغانستان د انرژۍ سکتور ته هم پراخه شوې، او په وروستیو میاشتو کې د ۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د سوداګریزو تړونونو یادونه هم شوې ده.

بل پلو، ترکمنستان د انرژۍ په برخه کې د افغانستان یو له مهمو شریکانو څخه بلل کېږي.

همدارنګه د ټاپي د ګازو نللیکه د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو ستره ګډه پروژه ده.

سربېره پر دې، د برېښنا لېږد، فایبر نوري شبکو او د اورګاډي پټلۍ په ځانګړي ډول د تورغونډي–هرات دهلېز په برخو کې هم همکاري روانه ده.

د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري له ۹۰۰ میلیون ډالرو اوښتې ده.

ورته مهال، قزاقستان د افغانستان د غنمو او غلو د عمده سرچینې په توګه ځانګړی رول لري.

کلنۍ سوداګري د ۵۰۰ میلیون او ۱ میلیارد ډالرو ترمنځ اټکل شوې، او دواړه لوري غواړي دا کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.

د قزاقستان د غنمو ثابت عرضه د افغانستان د خوړو د بازار د ثبات لپاره مهم عامل بلل کېږي.

که څه هم د سوداګرۍ کچه یې محدوده ده، خو تاجکستان او قرغیزستان د سیمه‌ییز اتصال په پروژو کې مهم رول لري.

د کاسا-۱۰۰۰ پروژه د برېښنا د لېږد تر ټولو مهمه بېلګه ده چې افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا له شبکو سره نښلوي.

همدا ډول، د اذربایجان مستقیم اقتصادي حضور محدود دی، خو د کاسپین بحیرې د ترانسپورتي شبکې او د لاجوردو دهلېز له لارې د ختیځ او لویدیځ د سوداګرۍ په نښلولو کې مهم رول لري.

کارپوهان وایي، د کابل فورم اهمیت یوازې په فوري پایلو کې نه، بلکې په دې کې دی چې افغانستان په تدریجي ډول له امنیتي لیدلوري د اقتصادي اتصال، سوداګرۍ او سیمه‌ییزو پروژو د برخه‌وال په توګه مطرح کېږي.

راپور زیاتوي چې دا بهیر د وروستیو ناستو لکه د افغانستان–منځنۍ اسیا د مشورتي ډیالوګ او د ترمذ فورم له لارې هم پیاوړی شوی دی.

سره له دې، د دې اقتصادي لید بشپړ تحقق به د امنیتي وضعیت، مالي سرچینو او سیاسي ارادې پورې تړلی وي.

تر اوسه د غونډې بشپړ ګډ اعلامیه او د ګډونوالو مفصل نوملړ نه دی خپور شوی، خو د شنونکو په باور دا فورم د افغانستان د تدریجي بدلون یو بل مهم ګام دی—له یوې امنیتي موضوع څخه د سیمه‌ییز اقتصادي پلان برخه ته.

فضلي: پاکستان د واشنګټن د غوښتنو له مخې په سیمه‌ییزو سیاستونو کې رول لوبوي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۰۵ GMT+۱
فضلي: پاکستان د واشنګټن د غوښتنو له مخې په سیمه‌ییزو سیاستونو کې رول لوبوي
100%

د جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي ویلي، چې پاکستان هڅه کوي نړیوالو ته دا قناعت ورکړي چې افغانستان د «دویم ۹/۱۱» خطر لري، خو د ده په وینا واشنګټن د وضعیت په اړه بشپړ پوهه لري او اسلام‌اباد په تاریخي ډول د امریکا د غوښتنو مطابق خپل دریځ بدل کړی دی.

فضل محمود فضلي په خپل ایکس حساب کې ادعا کړې، چې پاکستاني چارواکي په «یوه ناامیده هڅه» کې غواړي نړۍ، په ځانګړي ډول واشنګټن، دې ته قانع کړي چې افغانستان د «دویم ۹/۱۱» ګواښ رامنځته کوي.

هغه لیکلي، چې د امریکا متحده ایالات د وضعیت په اړه ښه خبر دي او د اسلام‌اباد د دریځونو تر شا سیاسي محاسبه درک کوي.

فضلي په خپل پوسټ کې د ترهګرۍ پر ضد د امریکا د جګړې پر مهال د پاکستان رول ته په اشارې ویلي، چې د هغه وخت د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني مرستیال ریچارډ ارمیټیج د پاکستان د استخباراتو (ISI) مشر محمود احمد ته ویلي و: «د بمبارۍ لپاره تیار اوسئ، او تیار اوسئ چې بېرته د ډبرو دورې ته ستانه شئ.»

هغه زیاتوي، چې وروسته پاکستان د امریکا له کمپاین سره یوځای شو، «میلیاردونه ډالر یې ترلاسه کړل او د پیسو په بدل کې یې هر څه ترسره کړل.»

فضلي همدارنګه د افغانستان د سولې بهیر او د طالبانو د بیا ظهور په اړه ویلي، چې اسلام‌اباد بیا هم د واشنګټن د غوښتنو مطابق عمل کړی، د طالبانو کوربه توب یې کړی، د هغوی د مذاکراتي ټیم په جوړولو کې یې مرسته کړې او د دوحې د خبرو لپاره یې پلاوی لېږدولی دی.

هغه په خپل پوسټ کې د تاریخي لړۍ په اړه لیکلي، چې د هغه په وینا «کله چې واشنګټن څه غواړي، د پاکستان جوړښت یې عملي کوي.»

فضلي زیاتوي، چې دا بهیر یوازې د مالي ګټو پر بنسټ ولاړ دی او د هغه په باور، «نه یوازې په تېرو وختونو کې، بلکې د راتلونکي په اړه هم ورته چلند تکرارېدای شي، نه د خپلو امنیتي ارزونو له مخې بلکې د امریکا د لومړیتوبونو پر اساس.»

د افغانستان–پاکستان او منځني ختیځ کړکېچونو په کندهار کې د موټرو پرزو سوداګري ټکنۍ کړې

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۵۶ GMT+۱
د افغانستان–پاکستان او منځني ختیځ کړکېچونو په کندهار کې د موټرو پرزو سوداګري ټکنۍ کړې
100%

د کندهار ولایت د سپین بولدک د موټرو پرزو سوداګر وايي، د افغانستان ـ پاکستان په ډيورنډ کرښه محدودیتونو او د منځني ختیځ د جګړې له امله یې سوداګري نږدې درېدلې او سلګونه کانټینرونه یې په بهرنیو بندرونو کې بند پاتې دي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بینا ویلي، د پاکستان له لارې د وارداتو له محدودېدو وروسته سوداګرو د متحده عربي اماراتو له لارې د پرزو لېږد پیل کړی و، خو د منځني ختیځ جګړې او د هرمز تنګي د وضعیت له امله دغه بهیر هم له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.

د موټرو د پرزو سوداګر اسدالله ویلي، د یوه کانټینر د لېږد لګښت له شاوخوا دوه زره ډالرو څخه اته زره ډالرو ته لوړ شوی او اوس یې له ۳۰ زیات کانټینرونه په جاپان او متحده عربي اماراتو کې بند پاتې دي.

بل سوداګر مسعود وايي، له جګړې وروسته یې سوداګري په بشپړ ډول درېدلې ده. د هغه په وینا، پخوا به یې هره میاشت لسګونه کانټینرونه واردول، خو اوس هېڅ واردات نه لري او د زیات لګښت له امله یې ځینې بارونه بېرته جاپان ته استولي دي.

د سپین بولدک په بازار کې د موټرو د جوړولو د ورکشاپونو او پلورونکو په وینا، د پرزو د کمښت له امله تولید او پلور دواړه کم شوي او زرګونه کارګران د بېکارۍ له ګواښ سره مخ دي.

د نړیوال بانک د راپور له مخې، افغانستان لا هم د بهرنیو اقتصادي بدلونونو پر وړاندې ډېر زیان‌من دی او د وارداتو او صادراتو ترمنځ واټن پراخ شوی دی.

طالبانو د تېلو بیو د کنټرول او کیفیت په تړاو له سوداګرو سره ناسته کړې

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۴۹ GMT+۱
طالبانو د تېلو بیو د کنټرول او کیفیت په تړاو له سوداګرو سره ناسته کړې
100%

د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د بیلابیلو ولایتونو له سوداګرو سره یې د تېلو د بیو د کنټرول او د کیفیت د ښه والي په اړه ناسته ترسره کړې ده. طالبان وایي چې ددغه ناستې هدف د نرخونو ثابت ساتل وو.

د یادې خونې مشر سید کریم هاشمي ویلي چې د دې ناستې موخه دا ده چې په بازار کې د تېلو کمښت رامنځته نه شي، د تیلو وړاندې کول منظم پاتې شي او خلک له ستونزو سره مخ نه شي.

همداراز نوموړي له سوداګرو غوښتي چې لوړ کیفیت لرونکي تېل وارد کړي او د بازار معیارونه په پام کې ونیسي.

بلخوا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال اسماعیل خیرخواه ویلي چې باید د بې‌کیفیته تېلو د واردولو مخه ونیول شي او د بازار د کیفیت څارنه جدي ونیول شي.

د یادې خونې په وینا، که څه هم د نړۍ په کچه د تیلو بازار د نړیوالو بدلونونو له امله اغېزمن شوی، خو افغانستان لا هم په نسبي توګه مناسبې بیې لري.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار او کندهار یو شمېر موټرچلوونکو افغانستان انټرنشل ته ویلي و چې په وروستیو ورځو کې د تېلو بیه ناڅاپي لوړه شوې ده او د هر لیټر په نرخ کې شاوخوا ۹ تر ۱۰ افغانۍ زیاتوالی راغلی دی. د دوی په وینا، مخکې یو لیټر تېل په ۶۷ افغانۍ پلورل کېدل، خو اوس یې بیه ۷۶ افغانیو ته رسېدلې ده.

بلخوا د نړیوالو راپورونو له مخې، د امریکا او ایران ترمنځ د شخړو او د هرمز تنګي د تړل کېدو اندېښنو له امله د نړۍ د تېلو په بازار کې بې ثباتي رامنځته شوې وه، خو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم له لاسلیک وروسته بیې راټیټې شوې. د راپورونو له مخې، د برنټ خامو تېلو بیه ۲.۲ سلنه کمه شوې او د هر بېرل بیه ۷۷.۷ ډالرو ته رسېدلې ده.