• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د وژل شوي مشر د جنازې په مراسمو کې له مجتبی پرته د هغه دریو زامنو ګډون کړی

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۳۲ GMT+۱

سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د ایران د وژل شوي مشر علي خامنه‌یي دریو زامنو د یکشنبې په ورځ د هغه او د نوموړي د کورنۍ د څلورو نورو غړو د مړو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ، خو د خامنه يي ځای ناستی زوی مجتبی خامنه‌یي په‌ دغو مراسمو کې تر سترګو نه شو.

د ایران دولتي تلوېزیون د خامنه‌یي درې زامن مصطفی، میثم او مسعود وښودل چې د تهران د امام خمیني په لوی جومات کې د پلار او د کورنۍ د نورو غړو د جنازې په مراسمو کې یې ګډون درلود.

علي خامنه‌یي او د هغه د کورنۍ څو غړي د تېرې فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسرایيل په هوايي برید کې چې پر ایران یې جګړه پیل کړې وه، ووژل شول. د راپورنو له‌مخې، په‌ دغه برید کې د ایران نوی ټاکل شوی رهبر مجتبی خامنه‌یي سخت ټپي او د مخ بڼه یې هم خرابه شوې وه، چې له همدې امله تر اوسه د خلکو په منځ کې نه دی راڅرګند شوی.

د ایران حکومت د خامنه‌یي لپاره د یوې اونۍ د جنازې مراسم نیولي او پلان لري چې د هغه مړی د ګاونډي هېواد عراق شیعه مذهبو ځایونو نجف او کربلا ته هم یوسي.

د راپورونو له مخې، د تهران ترڅنګ به د خامنه‌یي مړی د قم او مشهد ښارونو ته هم د درناوي په پار یووړل شي او هلته به خاورو ته وسپارل شي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: په بدخشان کې د طالبانو د استخباراتو قطعې موټر اوبو ته لوېدلی او ۵ طالبان ورک دي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۳۳ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
سرچینې: په بدخشان کې د طالبانو د استخباراتو قطعې موټر اوبو ته لوېدلی او ۵ طالبان ورک دي
100%

د طالبانو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دې ډلې د استخباراتو د ذوالفقار ځانګړې قطعې یو نظامي موټر د بدخشان ولایت په مایمي ولسوالۍ کې اوبو ته لوېدلی. په دې پېښه کې د طالبانو د استخباراتو پنځه غړي لادرکه او دوه ټپیان شوي. ټپیان فېض اباد ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو باخبره سرچینو نن یکشنبه، د چنګاښ پر ۱۴مه وویل، چې دا پېښه نن د بدخشان ولایت د مایمي ولسوالۍ اړوند په غز دره سیمه کې شوې ده.

د ورکو شوو پنځو تنو طالبانو په اړه لاتر اوسه معلومات نشته.

سرچینې زیاتوي، « دا موټر د هغه کاروان برخه وه، چې له فېض اباد څخه نسي ولسوالۍ ته پر لار و».

طالبانو تر اوسه ددې پېښې د څرنګتیا په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم پېښه تایید کړې ده.

سرچینو د یکشنبې په ورځ له بدخشان نه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د تازه دمه پوځي کاروان یوه برخه د نسي ولسوالۍ په مرکز کې د دې ډلې د ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح په اصلي اډه کې ځای پر ځای کړې ده.

د طالبانو دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد هم بدخشان ته رسېدلی دی.

د سرچینو په وینا، فاتح له خپلو ځواکونو غوښتي چې نسي ولسوالۍ ته د طالبانو د ځواکونو د ننوتلو مخه ونه نیسي او د نښتې له پیلولو ډډه وکړي.

د فاتح ځواکونه په قوغذ، زغر، شاخ دره، بر او ښکته وجم سیمو کې په خپلو سیمه ییزو پوځي مرکزونو کې حضور لري.

له بدخشان نه سرچینې وایي چې دغه ځواکونه د جمعه خان فاتح د ځواکونو د بې وسلې کولو لپاره نسي ته لېږل شوي دي.

جلالي: د روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره نړیواله همکاري اړینه ده

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۵۹ GMT+۱
جلالي: د روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره نړیواله همکاري اړینه ده
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي له نړیوالو روغتیايي شریکانو غوښتي چې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، په ولسوالیو کې د عامه روغتونونو د جوړولو، د سرطان او زړه ناروغیو د پروژو او لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو په رسولو کې یې له وزارت سره همکاري وکړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې ددغه وزارت وزیر د روغتیا نړیوال سازمان په مشرۍ له لوړپوړي پلاوي سره په لیدنه کې د پولیو پر وړاندې د مبارزې او د روغتیا په ټولو برخو کې د همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا په تړاو خبرې کړې دي.

جلالي په یاده ناسته کې د بحث شویو مسایلو پر پلي کېدا ټینګار کړی دی.

د طالبانو د روغتیا وزارت په وینا، نړیوالو شریکانو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په یادو برخو کې د همکاریو لپاره پر چمتووالي ټینګار کړی دی.

د وزارت په وینا، په دې غونډه کې د روغتیا نړیوال سازمان د ختیزې مدیترانې سیمې مسوولې ډاکټرې حنان البلخي، د یونیسف سیمه ییز رییس سنجي ویجیسکارا، په افغانستان کې د قطر سفیر مردف بن علي القاشوطي، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان رییس ادوین سینیزا سلوادور، په افغانستان کې د یونیسف رییس ډاکټر تاج الدین، د بیل او مېلېنډا ګېټس بنسټ د پولیو برخې مسوول کریسټوفر الیاس، د ملک سلمان بنسټ استازو او یو شمېر نورو مسوولانو ګډون کړی و.

طالبانو د تخار د سرو زرو دوه کانونه په څه باندې ۸۹ میلیونه ډالرو په قرارداد ورکړل

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۲۴ GMT+۱
طالبانو د تخار د سرو زرو دوه کانونه په څه باندې ۸۹ میلیونه ډالرو په قرارداد ورکړل
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان وکړ، چې د تخار د چاه‌ اب ولسوالۍ د سرو زرو دوه کانونه یې یوه خصوصي شرکت ته په ۸۹ میلیونه او ۶۴ زره امریکايي ډالرو په قرارداد ورکړي دي.

د طالبانو د کانونو وزارت ویلي، چې یاد کانونه د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ په شول دره او وارچي سیمه کې دي او هر کان یې د ۴۴ میلیونه ۵۳۲ ډالرو په ارزښت یوه شرکت ته په قرارداد ورکړی دی.

د طالبانو د کانونو وزیر ملا هدایت الله بدري ویلي، د یادو کانونو قراداد د لسو کلونو لپاره شوی، چې له‌مخې یې، د طالبانو ادارې ته د امتیاز حق ۴۰ سلنه ټاکل شوی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې قراردادي شرکت مکلف دی خپلې ټولې چارې د کانونو له قانون، کړنلارو او په قرارداد کې له شویو ژمنو سره عملي کړي.

طالبانو ویلي چې د امتیاز حق د ورکولو ترڅنګ به د دواړو سیمو د ټولنیزو خدمتونو په بېلابېلو برخو کې دوه میلیونه امریکايي ډالر هم لګوي.

د طالبانو د کانونو وزارت ویلي، تمه ده چې د دغې پروژې له لارې شاوخوا درې زره کسانو ته په مستقیم ډول او څلور زره نورو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

سویډن د افغان کډوالو په ستنولو څه کم یو میلیون ډالر لګولي خو تر اوسه هیڅوک نه دي ستانه شوي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۰۷ GMT+۱
سویډن د افغان کډوالو په ستنولو څه کم یو میلیون ډالر لګولي خو تر اوسه هیڅوک نه دي ستانه شوي
100%

سویډن په داوطلبانه ډول د ۲۰۰ افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره څه کم یو میلیون ډالر لګولي خو تر اوسه هېڅ افغان د دغه وړاندیز منلو ته غاړه نه ده ایښې.

د راپور له‌مخې، د سویډن حکومت د ۲۰۰ افغانانو د داوطلبانه ستنولو پروژه د ۸ میلیونه کرونو په ارزښت د «سیفر» په نوم یوه نړۍوال سازمان له لوري پرمخ وړل کېږي. د دغې پروژې موخه داده چې افغانان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې یو نوي پیل ته و هڅوي.

د راپورونو له‌مخې، یاده پروژه په بشپړ ډول د سويډن د حکومت له‌خوا تمویلیږي او له ۲۰۲۵ کال راهیسې پیل شوې ده.

د سویډن افتون بلادت ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي، د دغې پروژې موخه داده چې په سویډن کې د ۲۰۰۰ افغان کډوالو ذهنیت بدل کړي او له هغې ډلې څخه لږ تر لږه ۲۰۰ تنه په خپله خوښه افغانستان ته ستانه کړي، خو د پروژې پای ته یوازې دوه میاشتې پاتې دي او تر اوسه هېڅ افغان کډوال خپل هېواد ته د ستنېدو زړه نه دی ښه کړی.

د سویډن د کډوالۍ وزیر جوهان فورسیل د یادې پروژې په اړه رسنیو ته ویلي:«زما په نظر موږ باید د پروژې تر پایه پورې صبر وکړو او بیا یې په اړه ارزونه وکړو».

د سویډني چارواکو په وینا، دغه کمپاین په ځانګړې توګه د هغو افغانانو لپاره په پام کې نیول شوی چې د ایستلو امر یې صادر شوی خو د قانوني خنډونو له امله نه دي اېستل شوي.

د سویډن د کډوالۍ وزیر زیاتوي چې د دې پروژې اصلي موخه دا ده، څو ډیپورټ کېدونکي کډوال په سویډن کې په غیرقانوني توګه ژوند کولو ته اړ نه شي.

طالبانو په سرحدي ولایتونو کې خپلې اردو ته د جلب او جذب کمپاین پیل کړی

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۰۴ GMT+۱
طالبانو په سرحدي ولایتونو کې خپلې اردو ته د جلب او جذب کمپاین پیل کړی
100%

د طالبانو دفاع وزارت په یو شمېر ولایتونو کې د خپلې اردو لپاره د ځوانانو جلب او جذب کمپاین پیل کړی دی. په پکتیکا کې له ګیان، برمل، شکین، وړممۍ او په خوست کې له ځاځي میدان نه ځوانان جذبیږي. له سرحدي ولسوالیو د جلب او جذب په اړه د وري پر ۳۰مه افغانستان انټرنشنل خبر ورکړی و.

د طالبانو د دفاع وزارت د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ په پکتیکا ولایت کې د نویو سرتېرو د ګومارلو لړۍ پیل کړې او له ځوانانو یې غوښتي چې د دې ډلې د پوځ په لیکو کې شامل شي.

د طالبانو د دفاع وزارت د خبرتیا له مخې، د پوځ په لیکو کې د شاملېدو لپاره یو شمېر ځانګړي شرایط وړاندې شوي دي.

100%

په شرایطو کې راغلي چې د داوطلبانو عمر باید له ۲۰ تر ۲۴ کلونو پورې وي، د افغانستان اصلي تذکره ولري او کورنۍ یې باید د هېواد دننه ژوند وکړي.

همداراز غوښتونکي باید د سیمې د قومي مشرانو او د جومات د امام له خوا تایید شوي وي، په جنايي جرمونو محکوم نه وي او په نشه‌یي توکو او یا کومه لاعلاجه ناروغۍ اخته نه وي.

په خبرتیا کې دا هم ویل شوي چې نوماندان باید د نبوي سنتو پابند وي، د طالبانو د حکومت نافذه قوانینو ته ژمن وي او د پوځي زده‌کړو د ترلاسه کولو پوره فزیکي ځواک او روغتیا ولري.

د طالبانو د جلب او جذب قوماندانۍ ټینګار کړی چې داوطلبان د پوځي روزنې پر مهال له ځان سره د موبایل تلیفون د ګرځولو حق نه لري.

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې په شرایطو برابر ځوانان کولای شي د نوملیکنې لپاره د پکتیکا ولایت د جلب او جذب قوماندانۍ ته مراجعه وکړي.

له دې وړاندې د وري پر ۳۰مه افغانستان انټرنشنل د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی و، چې طالبان د افغانستان په سویلي او سویل ختیزو ولایتونو کې د امنیتي جوړښت د پیاوړتیا په هڅه کې دي او پلان لري چې لومړی د ځاځیو له قبیلې شاوخوا زر تنه د خپلو ځواکونو لیکو ته جذب کړي.

سرچینو ویلي وو، چې له هرې سرحدي ولسوالۍ نه به د قبیلو په مشوره پنځوس پنځوس تنه د سرحدي پولیسو او دفاعي قطعاتو په چوکاټ کې ځای پر ځای شي. د جذبېدونکو کسانو لپاره د طالبانو د «جهادي سابقې» په څېر شرایط هم په نظر کې نیول شوي دي.

د سرتېرو د جلب او جذب ولایتونه ډېری پر ډیورنډ کرښه دي، چې خوست، پکتیا، پکتیکا، کونړ، نورستان، کندهار، هلمند، بدخشان ولایتونه پکې شاملیږي.