• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هېوادوالو له شکایت وروسته؛سوداګرۍ خونې له سوداګرو غوښتي چې د نفتي موادو واردات زیات کړي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۵۴ GMT+۱

د طالبانو په ولکه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې په هېواد کې د نفتي توکو د احتمالي کمښت د مخنیوي لپاره له سوداګرو وغوښتل چې د نفتي موادو واردات زیات کړي. له دې سره سم یو شمېر هېوادوال وايي، په دې وروستیو ورځو کې د هر لیټر تېلو په بیه کې تر ۱۰ افغانۍ ډېروالی راغلی دی.

یو شمېر هېوادوال افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، په دې وروستیو ورځو کې د تېلو بیه په ناڅاپي ډول لوړه شوې او د هر لېټر تېلو په بیه کې تر ۱۰ افغانۍ زیاتوالی راغلی دی. د دوی په وینا، مخکې یو لېټر پټرول په ۶۷ افغانۍ پلورل کېدل، خو اوس یې بیه ۷۶ افغانیو ته رسېدلې ده.

د کابل یو اوسېدونکی وايي: «د ایران او امریکا تر منځ د جګړې پر مهال د تېلو په بیو کې د پام وړ بدلون نه‌وو راغلی، خو اوس چې کراري ده، په ټول هېواد کې د تېلو بیې لوړې شوې دي. پخوا به د یو لیټر پټرولو بیه د ۶۰ او ۶۷ افغانیو تر منځ وه، خو اوس دغه بیه د ۷۵ تر ۸۰ افغانیو پورې رسېدلې ده».

د تېلو یو شمېر کاروباریان بیا وايي، چې په تېلو بار سلګونه ټېلري موټر یې د هرات، فراه او نیمروز په ګمرکونو کې بند پاتې دي. د دوی په وینا، د هېواد د لویدیځ او سویل لویدیځو ولایتونو ډېری تېل له ایران څخه راواردېږي او همداراز د افغانستان مرکزي او شمالي سیمو ته له منځنۍ اسیا او روسیې تېل راواردېږي.

د تېلو د بیو لوړوالي په تړاو د هېوادوالو له شکایتونو او په هېواد کې د نفتي موادو د احتمالي کمښت د مخنیوي او همداراز د نفتي موادو د کاروباریانو د ستونزو او پر وړاندې یې د محدودیتونو په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې یوه مشورتي غونډه راوبلله.

دغې خونې د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې مشورتي غونډه کې د سیمې په ځینو هېوادونو کې د نفتي موادو په ځانګړي ډول د ګازو د برابرولو او عرضې په برخو کې د رامنځته شویو ستونزو او محدودیتونو په تړاو خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د موضوع اهمیت په درک سره د نفتي توکو له سوداګرو او واردوونکو وغوښتل، چې د ملي مسوولیت له مخې د پټرولو، ډېزلو او مایع ګازو واردات زیات کړي، څو د هېواد د بازارونو او خلکو اړتیاوې په خپل وخت پوره شي».

د دغې خونې مشر سید کریم هاشمي هم په دې غونډه کې وویل:«سوداګر او پانګوال د ملي اقتصاد د مهمو ستنو په توګه مسوولیت لري، چې د وارداتو په زیاتولو سره د نفتي توکو د احتمالي کمښت مخنيوی وکړي».

نوموړي له دې سربېره له سوداګرو وغوښتل، چې د هېواد د اړتیا وړ پټرول، ډېزل او ګاز د ټاکل شویو معیارونو او وړ کیفیت له مخې وارد کړي او بازار ته د بې‌ کیفیته نفتي موادو د عرضې مخه ونیسي.

طالبانو لا تر اوسه په هېواد کې د تېلو د بیو د لوړېدو په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

ډېر لیدل شوي

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو؛ د تورخم پرانیستې پاتې کېدل د طرحې مهمه ازموینه
۱

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو؛ د تورخم پرانیستې پاتې کېدل د طرحې مهمه ازموینه

۲

پېښور کې د افغان زده‌کوونکو پر زده‌کړو بندیز؛ افغان کډوال وایي د زده‌کړو حق ترې اخیستل شوی

۳

د بېځایه شویو سازمان: په امریکا کې د افغان ښځو د بشپړ ادغام بهیر لا هم بشپړ شوی نه دی

۴

ملي بسیج جبهه: له طالبانو سره د سیاسي او ډیپلوماتیک تعامل بشپړ بندول دایمي ثبات تضمینوي

۵

افغان ایواک: په پاکستان کې پاتې افغانې کورنۍ د کلونو انتظار او د شړلو له فشارونو شکایت کوي