• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۴۳ GMT+۱

یادې وسله والې ډلې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د یوه وژل شوي مشر شیخ محمد ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې او وايي، هغه یې د جمهوري نظام د ملاتړ له امله وژلی دی. په دې وېډیو کې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدی او د طالبانو سفیر سردار محمد شکیب هم ښودل کیږي.

د داعش خراسان ډلې په نامه په خپره شوې دې ویډیو کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام پر یوه مشر او دیني عالم محمد ادریس د شوي برید صحنې ښودل شوې دي. په وېډیو کې ویل شوي چې پر شیخ ادریس برید ځکه شوی و چې هغه د جمهوري نظام او ټاکنو ملاتړی و.

ادریس دوه میاشتې وړاندې په خپل کلي ترنګزي چارسده کې په خپل موټر کې د تګ پر مهال په یو برید کې وژل شوی و. وروسته د دغه برید مسوولیت داعش ډلې منلی و.

دا شاوخوا ۳۷ دقیقې وېډیو د داعش د رسمي پروپاګند رسنۍ العزم فاونډېشن له خوا خپره شوې ده. په پښتو ژبه په خپره شوې دې وېډیو کې ښايي د لومړي ځل لپاره د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدی هم ښودل کیږي.

په ویډیو کې د نوموړي د هغې وینا ځینې برخې هم اېښودل شوې چې د شیخ ادریس له مړینې وروسته یې د هغه په کور کې کړې وې.

دغه راز په ویډیو کې د افغان طالبانو د علماوو او په پاکستان کې د دې ډلې د سفیر سردار محمد شکیب وېډیويي کلیپ هم ښودل شوی دی.

په دې وېډیو کې ډېری دیوبندي علما ښودل شوي او پر هغوی د جمهوریت د ملاتړو تور پورې کړای شوی، چې د دوی په وینا «یو کفري نظام» دی.

په پاکستان او افغانستان کې د منع شویو ډلو د چارو څېړونکي او خبریال احسان الله ټیپو محسود له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل چې له څه مودې راهیسې داعش د دیوبند مکتب د فکر علماء په نښه کړي او د هغوی پر وړاندې د یوې قوي نظریاتي بیانیې د جوړولو په هڅه کې دی.

هغه وویل چې د ده په نظر تر ټولو خطرناکه خبره دا ده چې په وېډیو کې دا ګواښ شوی چې دا ډله به په راتلونکي کې هم داسې ټول دیني عالمان په نښه کړي چې د جمهوري نظام ملاتړ کوي او د کومو علماوو لور ته چې اشاره شوې په هغو کې د پاکستان مخکښ دیني عالمان هم شامل دي.

د احسان الله ټیپو محسود په وینا، شیخ ادریس هم ښايي ځکه په نښه شوی و چې هغه له افغان طالبانو سره ډېره نږدې اړيکه درلوده او د دې خبرې اشاره په وېډیو کې شوې ده.

په پاکستان کې د حکومت له لوري په دې وروستیو کې ادعا شوې وه چې په دغه هېواد کې د داعش د ګڼو جنګیالیو له نیول کېدو وروسته د هغوی په بریدونو کې کموالی راغلی، خو له وروستیو بریدونو او دې وېډیو څخه داسې ښکاري چې دغه ډله لاهم فعاله ده.

افغان طالبان ادعا کوي، چې د داعش مرکزونه په پاکستان کې دي او له هغه ځایه پر افغانستان بریدونه کوي، خو پاکستان دا ردوي.

ډېر لیدل شوي

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي
۱

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي

۲
لوبې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له روسیې سره لوبه ۳-۳ مساوي کړه

۳

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې

۴

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي

۵
ځانګړی

طالبانو کروندګرو ته تر ځانګړو شرایطو لاندې د کوکنارو د کر پټه اجازه ورکړې ده