د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ټولو ایالتي حکومتونو ته لارښونه کړې، چې د روانې جولای میاشتې له ۱۰مې نېټې څخه وروسته په پاکستان کې هغه افغانان ونیسي، چې د استوګنې قانوني اسناد نهلري او یا یې هم د ويزو موده پایته رسېدلې وي.
په پاکستان کې مېشت افغانان د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت یاد اعلان سخت اندېښمن کړي او یو ځل بیا یې له پاکستان حکومت څخه غوښتي چې د ویزو د تمدید بهیر پیل کړي، ځکه دوی هم غواړي په قانوني توګه په دغه هېواد کې واوسېږي.
پاکستان حکومت له نږدې یوه کال راهیسې د افغانانو د ویزو د تمدید بهیر په ټپه درولی دی.
له دې سره سم، په جلاوطنۍ کې د افغانستان د خلکو عالي شورا د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان له دولت سربېره له ملګرو ملتونو، د پناه غوښتنې په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ، د کډوالو منونکو هېوادونو او له کډوالۍ نړۍوال سازمان څخه غوښتي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اېستنې بهیر ودروي.
دوی همداراز غوښتنه کړې، چې د افغانانو د ویزو د تمدیدولو بهیر بیا پیل کړي او همداراز اساسي خدماتو لکه، روغتیايي، تعلیمي او نورو ملاتړیزو خدماتو ته یې لاسرسی اسانه کړي.
دغې شورا له کډوالو منونکو هېوادونو غوښتي چې تر ګواښ لاندې افغانانو د دوسیو ارزونې بهیر چټک کړي او همداراز د زیانمنو افغانانو د ساتنې لپاره یو میکانیزم جوړ کړي.
په اعلامیه کې راغلي: «موږ یوازې د ژوند، امنیت او انساني حقوقو غوښتونکي یو. موږ تر بل هر وخت بېړنیو اقداماتو ته اړتیا لرو. له نړۍوالې ټولنې غواړو چې د افغان کډوالو غږ واوري او پرېنږدي، زرګونه بېدفاع انسانان د نهپاملرنې، او جبري اخراج قرباني شي».
دغې شورا څرګنده کړې: «په پاکستان کې مېشت موږ افغانان (پخواني نظامیان، د بشري حقونو فعالان او مدافعان، خبریالان، مدني فعالان او نور) د جدي ګواښونو له امله د افغانستان پرېښودو ته اړ شوي یو او اوس له کلونو راهیسې په ډېرو سختو شرایطو کې په پاکستان کې شپې او ورځې تېروو».
دوی خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د کډوالو او په ځانګړې توګه تر ګواښ لاندې کسانو جبري ستنونه له ټولو بشري نړۍوالو قوانینو او اصولو سره په ټکر کې ده او زیاته کړې یې ده: «هېڅ انسان باید هغه هېواد ته ونهاستول شي، چې په هغه کې د ځورونې، تاوتریخوالي، شکنجې او یا مرګ له ګواښ سره مخ وي».
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان له تازه نېټې (د جولای لسمې) له اعلان سربېره هره ورځ سلګونه افغانان په بېلابېلو ښارونو کې نیول کېږي او زرګونه کسان بېرته افغانستان ته استول کېږي.