ملګري ملتونه: که څه هم د افغانستان ناورین د خبرونو په سر کې ځای نهلري خو لاهم دوام لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، که څه هم د افغانستان ناورین نور د نړۍ د خبرونو په سرلیکونو کې ځای نهلري؛ خو مېلیونونه افغانې کورنۍ یې لاهم هره ورځ اغېزې احساسوي.
