• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان ایواک: د کار د جوازونو په اړه ناسم پوهاوي د کډوالو پر اقتصادي ادغام منفي اغېز کړی

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۳۴ GMT+۱

افغان ایواک بنسټ وایي، چې د کار د جوازونو په اړه د ناسم پوهاوي او معلوماتي تشې له امله زرګونه افغان پناه‌غوښتونکي د قانوني کار له فرصتونو محروم پاتې دي، حال دا چې هغوی په رسمي ډول د کار بشپړ حق لري. دوی ټینګار کوي چې دا موضوع د کډوالو د اقتصادي ادغام پر وړاندې یو جدي خنډ جوړ شوی.

دغه بنسټ په خپل تازه اونیز راپور کې وایي چې شاوخوا ۲۵۰ زره افغان متحدین لا هم د امریکا د کډوالۍ په بېلابېلو پروګرامونو کې د ځنډ، بندښت او قانوني ابهام له امله له نامعلوم برخلیک سره مخ دي. راپور کې همدارنګه د نوو حقوقي وسیلو، د کانګرس د اقداماتو او د بشري ملاتړ د دوام لپاره د فشار پر زیاتېدو ټینګار شوی دی.

افغان ایواک په راپور کې ویلي چې تېرې اوونۍ د افغان متحدینو د ملاتړ په برخه کې د عملي اقداماتو او نوو ابتکاراتو شاهده وه، خو د کډوالۍ بهیر لا هم له جدي ستونزو سره مخ دی.

په راپور کې ویل شوي چې دغه بنسټ د «V-PRIC» په نوم یو نوی معلوماتي او لارښود سیستم فعال کړی، چې هدف یې د افغانانو او نورو کډوالو لپاره د ویزې او بیا مېشتېدو د ټولو شته لارو روښانه کول دي.

افغان ایواک دغه سیستم د «د هغه نظام لپاره نقشه چې په خپله یو پېچلې ګډوډي ګرځېدلی» بللی او ویلي یې دي چې دا وسیله به خلکو ته اجازه ورکړي چې د خپلې قضیې له مخې دقیق او مستند معلومات ترلاسه کړي.

په راپور کې د افغان ایواک له قوله راغلي: «موږ دا سیستم جوړ کړی څو خلک په هغه ګډوډه پروسه کې چې واشنګټن نوره هم پېچلې کړې، خپله لاره پیدا کړي.»

راپور زیاتوي چې دې بنسټ همدارنګه د کار جوازونو په اړه یو تشریحي لارښود هم خپور کړی، څو کارفرمایان پوه شي چې پناه‌غوښتونکي او منل شوي کډوال په قانوني ډول د کار اجازه لري.

افغان ایواک ټینګار کوي چې د معلوماتو د ناسمې پوهې له امله ډېر افغانان د کار له فرصتونو محروم پاتې کېږي، حال دا چې قانون هغوی ته د کار حق ورکړی دی.

په راپور کې د بشري ملاتړ د دوام تر څنګ د کانګرس له غړو څخه غوښتل شوي چې د قطر په السیلیه کمپ کې د پاتې شاوخوا ۱۱۰۰ افغانانو د وضعیت په اړه بېړني اقدامات وکړي. راپور وایي چې د قطر د انتقال مهال‌وېش ۲۰۲۶ کال ټاکل شوی، خو د قانوني خوندیتوب لپاره لا هم بېړنۍ اړتیا شته.

افغان ایواک همدارنګه د محمد نذیر پکتیاوال د مړینې په اړه د تازه څېړنو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د دې قضیې په اړه لا هم ځوابونه نه دي ورکړل شوي.

په راپور کې د امریکا د سترې محکمې د وروستۍ پرېکړې هرکلی شوی چې د تابعیت د حق اصل یې تایید کړ، خو ټینګار شوی چې لا هم له ۲۵۰ زرو څخه ډېر افغان متحدین د بیا مېشتېدو په انتظار کې پاتې دي.

افغان ایواک ویلي، د افغانستان د بیا مېشتېدو پروګرامونه، په ځانګړي ډول (ایس ای وي) او د کډوالو پروګرامونه، له جدي ځنډ او محدودیتونو سره مخ شوي چې د زرګونو کورنیو راتلونکی یې نامعلوم کړی دی.

راپور په پای کې د دې ټینګار کوي چې د افغان متحدینو ملاتړ یوازې د پالیسۍ موضوع نه ده، بلکې د هغو ژمنو عملي کول دي چې د جګړې پر مهال ورکړل شوې وې، او دا بهیر باید د سیاسي اختلافاتو قرباني نه شي.

ډېر لیدل شوي

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي
۱

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي

۲
لوبې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له روسیې سره لوبه ۳-۳ مساوي کړه

۳

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې

۴

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي

۵
ځانګړی

طالبانو کروندګرو ته تر ځانګړو شرایطو لاندې د کوکنارو د کر پټه اجازه ورکړې ده