• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان په پنجاب ایالت کې پولیسو ۱۱ افغان ډاکټران او د طب زده‌کوونکي نیولي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۵۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۵۵ GMT+۱

د پاکستان د پنجاب ایالت پولیسو ۱۱ هغه افغان ډاکټران او د طب زده‌کوونکي نیولي، چې د دغه ایالت په بېلابېلو طبي پوهنتونونو او ښوونیزو روغتونونو کې یې تخصصي او طبي زده کړې کولې.

د دغو ډاکټرانو له ډلې لس تنه د بهاولپور ولسوالۍ د قايداعظم طبي کالج او بهاولپور ښوونیز روغتون کې په تخصصي زده کړو بوخت وو او همالته نیول شوي دي.

یو بل ډاکټر، نورالله، د ساهېوال ولسوالۍ له ساهېوال ښوونیز روغتون څخه نیول شوی دی. ډاکټران وایي، نوموړی هغه مهال ونیول شو چې په عملیاتي خونه کې و، له هغه ځایه وایستل شو او پولیسو له ځان سره یووړ.

د نیول شویو ډاکټرانو نوملړ، د نیولو ویډیوګانې او انځورونه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته رسېدلي دي.

ډاکټران وایي، دوی د پنجاب ایالت د «پنجاب ریزېډنسي پروګرام» له لارې په قانوني ډول پاکستان ته تللي او په تخصصي زده کړو بوخت دي، خو د ویزو کې له وخت پایته رسېدو وروسته، سره له دې چې د ویزو د نوي کولو لپاره یې ټول قانوني اسناد سپارلي، تر اوسه یې ویزې نه دي نوي شوې.

د دوی په وینا، د نیولو پر مهال پولیسو یوازې دومره ورته ویلي چې د لوړپوړو چارواکو له خوا ورته امر شوی چې افغان وګړي ونیسي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو په دې اړه د پنجاب ایالت د اطلاعاتو له ویاندې عظمی بخاري څخه د نظر غوښتنه کړې، خو هغې تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.

دا نیونې په داسې حال کې شوې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د (جون په ۲۸مه) په یوه اعلامیه کې ایالتي حکومتونو ته لارښوونه کړې وه چې د جولای له ۱۰مې وروسته دې هغه افغان وګړي ونیول شي چې د استوګنې قانوني اسناد ونه لري یا یې د ویزې موده پای ته رسېدلې وي.

خو دغو ډاکټرانو ویلي، له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې، د پاکستان او طالبانو د اړیکو له خرابېدو وروسته، افغان محصلان تر فشار لاندې دي او د دوی ویزې نه نوي کېږي.

دوی زیاته کړې چې باید د دوی تخصصي او د طب زده کړې نیمګړې پاتې نه شي او د سیاسي اختلافونو قرباني نه شي. دغو ډاکټرانو پر طالبانو هم غږ کړی چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي او د دوی د ویزو او زده کړو ستونزې هوارې کړي.

ډېر لیدل شوي

راپور: قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا د اوبو پر سر د نوې سیالۍ اندېښنې راپارولي
۱

راپور: قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا د اوبو پر سر د نوې سیالۍ اندېښنې راپارولي

۲

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده

۳

د پولیو نړۍواله ورځ؛ ګوزڼ لا هم د افغان ماشومانو ژوند ګواښي

۴

اصف درانی: د روسیې او طالبانو نږدېوالی ښايي د افغانستان په اړه سیمه‌ییز توازن بدل کړي

۵

د جرمني په هوايي ډګرونو کې د افغان پناه غوښتونکو د جبري اېستلو پر ضد لاریونونه وشول