• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په تېره یوه ورځ کې پاکستان او ایران ۱۳۰۰ افغانان په جبري ډول هېواد ته ستانه کړي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۲:۰۴ GMT+۱

د طالبانو دکډوالو کمېسیون وايي، پاکستان او ایران یوازې د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ۱۴) له بېلابېلو لارو ۲۵۳ کډوالې کورنۍ چې شمېر یې ۱۲۷۹ کېږي، په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي. د دغه کمېسیون په وینا، په همدې ورځ ۷۴۰ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوي او له ۲۲۰ کورنیو سره مرستې هم شوې.

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د یکشنبې په ماخوستن (د چنګاښ ۱۴) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د تورخم له لارې ۱۹۸ کورنۍ چې د غړو شمېر ۱۰۲۶ کېږي، د سپین‌بولدک له لارې ۴۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۵ کېږي، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸ کېږي او د هلمند د بهرامچې له لارې ۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹ کېږي په جبر سره هېواد ته را اړول شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، له دې سربېره له ۲۲۰ کورنیو سره مرستې شوي او همداراز له کابل څخه ۶۷۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۶۴۰ کېږي خپلو ولایتونو ته د تللو لپاره څه باندې ۲،۳ میلیونه افغانۍ کرایې ورکړل شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځينو دغو راستنو شویو کورنیو ته د کرایو له ورکړې او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کېدو سربېره یو شمېر کورنیو ته پخه ډوډۍ، یوه اندازه نغدي مرستې او سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.

په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري اېستنې بهیر زور اخیستی او په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان د جولای لسمه یعنې تر څلورو ورځو په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته وخت ټاکلی، چې له دغه هېواده ووځي، ګنې بیا به یې په زور او جبر سره خپل هېواد ته واړوي.

د پاکستان دغه خبرداري په دغه هېواد کې مېشت افغانان سخت اندېښمن کړي او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر اسلام‌اباد فشار راوړي، څو له ګډوالو سره اصولي چلند وکړي او همداراز د ویزو د تمدید بهیر بیا پیل کړي. پاکستان له نږدې یوه کال راهیسې افغانانو ته د ویزو د تمدید بهیر درولی دی.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

جلاوطنۍ کې د افغانانو عالي شورا: نړۍ دې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو مخه ونیسي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۲۰ GMT+۱
جلاوطنۍ کې د افغانانو عالي شورا: نړۍ دې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو مخه ونیسي
100%

په داسې حال کې چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت د روانې جولای میاشتې تر ۱۰مې په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته وخت ورکړی، چې ووځي، ګنې بیا یې په زوره باسي. په جلا وطنۍ کې د افغانانو عالي شورا له نړۍوالو سازمانونو غوښتي چې له پاکستان څخه د افغانانو د جبري اېستنې مخنیوی وکړي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ټولو ایالتي حکومتونو ته لارښونه کړې، چې د روانې جولای میاشتې له ۱۰مې نېټې څخه وروسته په پاکستان کې هغه افغانان ونیسي، چې د استوګنې قانوني اسناد نه‌لري او یا یې هم د ويزو موده پایته رسېدلې وي.

په پاکستان کې مېشت افغانان د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت یاد اعلان سخت اندېښمن کړي او یو ځل بیا یې له پاکستان حکومت څخه غوښتي چې د ویزو د تمدید بهیر پیل کړي، ځکه دوی هم غواړي په قانوني توګه په دغه هېواد کې واوسېږي.

پاکستان حکومت له نږدې یوه کال راهیسې د افغانانو د ویزو د تمدید بهیر په ټپه درولی دی.

له دې سره سم، په جلاوطنۍ کې د افغانستان د خلکو عالي شورا د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان له دولت سربېره له ملګرو ملتونو، د پناه غوښتنې په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ، د کډوالو منونکو هېوادونو او له کډوالۍ نړۍوال سازمان څخه غوښتي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اېستنې بهیر ودروي.

دوی همداراز غوښتنه کړې، چې د افغانانو د ویزو د تمدیدولو بهیر بیا پیل کړي او همداراز اساسي خدماتو لکه‌، روغتیايي، تعلیمي او نورو ملاتړیزو خدماتو ته یې لاسرسی اسانه کړي.

دغې شورا له کډوالو منونکو هېوادونو غوښتي چې تر ګواښ لاندې افغانانو د دوسیو ارزونې بهیر چټک کړي او همداراز د زیانمنو افغانانو د ساتنې لپاره یو میکانیزم جوړ کړي.

په اعلامیه کې راغلي: «موږ یوازې د ژوند، امنیت او انساني حقوقو غوښتونکي یو. موږ تر بل هر وخت بېړنیو اقداماتو ته اړتیا لرو. له نړۍوالې ټولنې غواړو چې د افغان کډوالو غږ واوري او پرېنږدي، زرګونه بې‌دفاع انسانان د نه‌پاملرنې، او جبري اخراج قرباني شي».

دغې شورا څرګنده کړې: «په پاکستان کې مېشت موږ افغانان (پخواني نظامیان، د بشري حقونو فعالان او مدافعان، خبریالان، مدني فعالان او نور) د جدي ګواښونو له امله د افغانستان پرېښودو ته اړ شوي یو او اوس له کلونو راهیسې په ډېرو سختو شرایطو کې په پاکستان کې شپې او ورځې تېروو».

دوی خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د کډوالو او په ځانګړې توګه تر ګواښ لاندې کسانو جبري ستنونه له ټولو بشري نړۍوالو قوانینو او اصولو سره په ټکر کې ده او زیاته کړې یې ده: «هېڅ انسان باید هغه هېواد ته ونه‌استول شي، چې په هغه کې د ځورونې، تاوتریخوالي، شکنجې او یا مرګ له ګواښ سره مخ وي».

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان له تازه نېټې (د جولای لسمې) له اعلان سربېره هره ورځ سلګونه افغانان په بېلابېلو ښارونو کې نیول کېږي او زرګونه کسان بېرته افغانستان ته استول کېږي.

یونیسف: د اروپايي ټولنې په ملاتړ نږدې ۱۰ زره نورستانیانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۴۹ GMT+۱
یونیسف: د اروپايي ټولنې په ملاتړ نږدې ۱۰ زره نورستانیانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وایي، د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د دفتر په ملاتړ یې د نورستان ولایت نږدې ۱۰ زره اوسېدونکو ته د څښاک پاکو اوبو د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.

یونیسف د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۴مه) په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، دغه پروژه د اوبو له ککړتیا څخه د رامنځته کېدونکو ناروغیو د مخنیوي او د ماشومانو او کورنیو د روغتیا د خوندي کولو لپاره مهمه ونډه لري.

د دې بنسټ په وینا، پاکو اوبو ته لاسرسی د اوبو له لارې د لېږدېدونکو ناروغیو ګواښ کموي او د کورنیو د روغتیايي وضعیت په ښه والي کې مرسته کوي.

یونیسف د خپلې خبرتیا په ترڅ کې د نورستان د اته کلنې نجلۍ، تمنا، خبرې هم خپرې کړې دي. هغې ویلي: «پخوا اوبه ترخې وې او موږ به یې ناروغولو، خو اوس پاکې اوبه لرو او زه ډېره خوشحاله یم.»

د یونیسف په خبره، دا پروژه د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ پلې شوې او په افغانستان کې د زیان‌منو سیمو لپاره د پاکو اوبو د برابرولو د هڅو یوه برخه ده.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د پرله‌پسې وچکالیو، د ورښتونو د کمښت او د اقلیمي بدلون له اغېزو سره مخ دی، چې له امله یې په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې میلیونونه خلک د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ شوي دي.

نړیوالو مرستندویو بنسټونو څو ځله خبرداری ورکړی چې د وچکالۍ دوام، د نفوس زیاتوالی او د اوبو د زېربناوو کمزورتیا د افغانستان د اوبو بحران لا پسې ژور کړی او پاکو اوبو ته لاسرسی یې د هېواد له مهمو بشري ننګونو څخه ګرځولی دی.

ازبکستان: ځواکونو مو له افغان خاورې د ډرون څرخکې په وسیله د تریاکو د قاچاق هڅه شنډه کړی

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۲۹ GMT+۱
ازبکستان: ځواکونو مو له افغان خاورې د ډرون څرخکې په وسیله د تریاکو د قاچاق هڅه شنډه کړی
100%

ازبکستاني رسینو د دغه هېواد د دولتي امنیت ادارې له قوله راپور ورکړی، چې امنیتي ځواکونو یې د افغانستان له خاورې څخه د ډرون څرخکې په وسیله ازبکستان ته د نشه‌يي توکو (تریاک) د قاچاق هڅه شنډه کړې ده.

د راپور له مخې دغې ادارې د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۴مه، په یوې خپرې کړې اعلامیه کې ویلي چې دغه عملیات د سرخان‌دریا ولایت د امو سیند پولې ته څېرمه د سرحدي ځواکونو او پولیسو په ګډه همغږۍ ترسره شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، امنیتي ځواکونو یوه ډرون څرخکه، چې دوه کیلو او ۳۲ ګرامه تریاک ورسره تړل شوي وو، تر پولې د اوښتو مخکې کشف او ضبط کړه.

د ازبکستان د دولتي امنیت ادارې ویلي چې نشه‌يي توکي د ډرون څرخکې له بدنې سره تړل شوي وو او ټاکل شوې وه په ناقانونه توګه د ازبکستان خاورې ته ولېږدول شي.

ازبک چارواکو ویلي، د دوی په باور د دې هڅې تر شا ناپېژانده کسان، چې ښايي د افغانستان وګړي وي، لاس لري، خو د هغوی د هویت یا د احتمالي نیولو په اړه یې نور جزییات نه دي خپاره کړي.

ازبکستان په وروستیو کلونو کې څو ځله خبرداری ورکړی چې له افغانستان سره پر ګډه پوله د نشه‌يي توکو د قاچاق هڅې زیاتې شوې دي او ویلي یې دي چې د خپلو جنوبي پولو د امنیت او څارنې تدابیر یې نور هم پیاوړي کړي دي.

د خالد حنفي ادعا: د طالبانو له واکمنېدو مخکې افغانستان کې عیسویت ته د بلنې سلګونه مراکز وو

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۱۶ GMT+۱
د خالد حنفي ادعا: د طالبانو له واکمنېدو مخکې افغانستان کې عیسویت ته د بلنې سلګونه مراکز وو
100%

د طالبانو د امربالمعروف، نهی‌ عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر محمد خالد حنفي ادعا کوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې په افغانستان کې عیسویت ته د بلنې سلګونه مرکزونه وو. د هغه په وینا، د دوی په بیا راتګ سره یاد مرکزونه «ختم» شوي دي.

په همدې تړاو د طالبانو د امربالمعروف، نهی‌ عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر محمد خالد حنفي یو نیم دقیقه‌يي غږیز کلپ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون خپور کړی، خو یاد ټلویزیون په دې اړه چې دغه څرګندونې یې څه وخت او چېرې کړي، څه نه‌دي ویلي، مګر نوموړي نن (یکشنبه د چنګاښ ۱۴مه) په کندوز کې د بدخشان، تخار، بغلان او کندوز ولایتونو له دیني علماوو، قومي مخورو، متنفذینو او مسوولینو سره د همغږۍ غونډه درلوده.

خالد حنفي په دې غږیز کلپ کې ویلي، د مسلمانانو په اړوندو حکومتونو کې چې «امربالمعروف او نهې عن‌المنکر» نه‌وي هغه ته «اسلامي نظام» نه‌ویل کېږي او زیاته یې کړه: «اسلامي نظام هغه نظام ته وايي، چې په هغه کې امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وي او اسلامي نظام عبارت ده له امربالمعروف او نهې عن‌المنکر څخه. د مسلمانانو په حکومت کې چې امربالمعروف او نهې عن‌المنکر نه‌وي، هغه ته په شریعت کې اسلامي نظم نه‌ویل کېږي».

هغه ادعا کړې، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې افغانستان کې «عیسویت» ته د بلنې ګڼ مرکزونه وو، خو د دوی په راتګ سره ټول «ختم» شوي او په وینا یې: «په افغانستان کې خو یوه فتنه نه‌وه؛ له فتحې مخکې دلته سلګونه د عیسایانو دعوتګرانو مراکز وو. نن د هغوی دعوت، د هغوی مراکز هغه مکمل د افغانستان له نقشې ختم شوي دي. صفر ضرب صفر».

د طالبانو دغه وزیر همداراز ادعا وکړه، چې په افغانستان کې یهودیت او نورو دینونو ته د بلنې په بدل کې پیسې هم ورکول کېدې او په وینا یې: «هغوی چې دلته ۲۰ کاله سرمایه ګذاري وکړه؛ دا یوازې سرمایه ګذاري نه‌وه، دلته فزیکي یرغل نه‌وو، دلته نظریاتي، فکري او عقیدوي یرغل هم وو. یو طر ته یهودیت او عیسویت ته بلنه ورکول کېده بل طرف ته پیسې هم ورکول کېدې. نن د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر په برکت د هغوی پوچ تبلیغ ختم شو».

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت بیا د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې خالد حنفي د کندوز ولایت په مرکز کې د بدخشان، تخار، بغلان او کندوز ولایتونو له دیني عالمانو، قومي مخورو، متنفذینو او مسوولینو سره په کتنه کې د امربالمعروف، نهی عن المنکر د شرعي قانون د تطبیق، د منکراتو د مخنیوي او د معروفاتو د اقامې په اړه د همغږۍ غونډه ترسره کړې ده.

نوموړي په دې کتنه کې څرګنده کړې، که څوک په داسې حال کې مړ شي، چې د دین له احکامو ناخبره وي: «نو د الله تعالی پر وړاندې به موږ د خپل مسوولیت په اړه ځواب ویونکي یو، ځکه چې د دین او شریعت د بشپړه تطبیق لپاره اللهﷻ اوس تاسو ته هره اسانتیا برابره کړې ده».

د ښځو غږ غورځنګ: له زده کړو څخه د نجونو محرومول د افغانستان راتلونکی ګواښي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۵۴ GMT+۱
د ښځو غږ غورځنګ: له زده کړو څخه د نجونو محرومول د افغانستان راتلونکی ګواښي
100%

د ښځو غږ غورځنګ وایي، زده کړه د هر انسان اساسي حق او له زده کړو څخه د ښځو او نجونو محرومول د بشري حقونو ښکاره نقض او د هېواد د راتلونکي د کمزوري کولو هڅه ده. دوی له نړیوالو بنسټونو غوښتې چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

دغه غورځنګ د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۴مه، په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د انځوریزو ډیزاینونو د یوې ټولګې په خپرولو سره یې له هغو میلیونونو افغان ښځو او نجونو سره خپل پیوستون څرګند کړی چې له زده کړو بې‌برخې شوې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې زده کړه د هر انسان بنسټیز حق او د پرمختګ، عدالت او تلپاتې سولې اساسي بنسټ دی، او له زده کړو د نجونو محرومول د افغانستان راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د افغانستان د ښځو غږ غورځنګ ټینګار کړی چې هغه ټولنه چې نیمایي وګړي یې له زده کړو بې‌برخې وي، هېڅکله نه شي کولای رښتینی پرمختګ او تلپاتې ثبات ته ورسېږي.

دغه غورځنګ له ملي او نړیوالو بنسټونو او همداراز د بشري حقونو له فعالانو غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستلو لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.

د اعلامیې له مخې، زده کړه، کار او ازادي د ښځو بنسټیز حقونه دي او د دغو حقونو تر تأمینېدو پورې به د ښځو غږ غورځنګ خپلو مدني او دادغوښتونکو فعالیتونو ته دوام ورکړي.