• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر کیف د روسیې د توغندیزو او بې‌پلوټه الوتکو په بریدونو کې درې کسان وژل شوي دي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۴۵ GMT+۱

اوکرایني چارواکو ویلي، د دوشنبې په سهار (د چنګاښ ۱۵مه) پر پلازمېنې کیف د روسیې د پراخو توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله شاوخوا درې کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي. د ژغورنې ډلې لاهم په زیانمنو شویو ودانیو کې د خلکو د لټون عملیات کوي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د کیف د پوځي ادارې مشر تیمور تکاچنکو پر ټېلیګرام پاڼه لیکلي، چې په دغه بریدونو کې شاوخوا درې کسان وژل شوي دي. نوموړي تر دې مخکې د ټپیانو شمېر اووه ښودلی و او ویلي یې و، چې یوازې د ښار په تاریخي پوډیلسکي سیمه کې پر څلورو استوګنیزو ودانیو بریدونه شوي دي.

د کییف ښاروال ویټالي کلیچکو هم ویلي، د ژغورنې ځواکونه له هغو ودانیو څخه اوسېدونکي باسي چې د شپنیو بریدونو له امله سختې زیانمنې شوې دي. د هغه په وینا؛ د پوډیلسکي سیمې له یوې استوګنیزې ودانۍ چې یوه برخه یې نړېدلې ۱۵ کسان ژغورل شوي دي.

په دغه کسانو کې درې ښځې او شپږ ماشومان هم شامل دي، چې د ودانۍ له لوړو پوړونو څخه خوندي ځای ته لېږدول شوي دي. د تکاچنکو په وینا؛ د کیف ښار په ختیځه دارنېتسکي سیمه کې درې نورې استوګنیزې ودانۍ هم د بریدونو موخې ګرځېدلې دي.

په کیف کې د رویټرز خبریالانو ویلي، د ښار دننه او شاوخوا څو پرله‌پسې چاودنې اورېدل شوې او د اوکراین هوايي دفاعي سیسټمونه د روسي ډرونونو د شنډولو لپاره فعال شوي وو. دغه بریدونه وروسته له هغې ترسره شوي، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي تر دې مخکې د کیف اوسېدونکو ته د روسیې د احتمالي برید په اړه خبرداری ورکړی و.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

بنیامین نتنیاهو: امریکا له اسراییل څخه بل ستر متحد نه لري

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۱
بنیامین نتنیاهو: امریکا له اسراییل څخه بل ستر متحد نه لري
100%

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، امریکا له اسراییل لوی متحد نه لري او اسراییل هم له امریکا ستر متحد نه لري. هغه ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو اړیکې ځانګړې دي او د ایران د اټومي پروګرام په اړه ګډې موخې لري.

هغه له فاکس نیوز سره په مرکه کې د امریکا د ولسمشر د مرستیال جي ډي وېنس هغه وروستۍ څرګندونې رد کړې چې ویلي یې وو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل یوازینی متحد دی.

هغه وویل، اورشلیم لا هم د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ګڼ ملګري لري، خو د واشنګټن او اسراییل ترمنځ اړیکې ځانګړی ارزښت لري.

د اسراییل لومړي وزیر زیاته کړه: «امریکا له اسراییل ستر متحد نه لري او اسراییل هم له امریکا ستر متحد نه لري.»

نتنیاهو د ایران د اټومي پروګرام په اړه وویل، هغه او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګډ اهداف لري، خو ټینګار یې وکړ چې که واشنګټن له تهران سره اټومي هوکړې ته هم ونه رسېږي، تر هغه چې دی د اسراییل لومړی وزیر وي، اجازه به ورنه کړي چې ایران اټومي وسله ترلاسه کړي.

هغه د امریکا او اسراییل ترمنځ د ایران په تړاو د احتمالي اختلافاتو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دواړه هېوادونه غواړي ایران خپل د اټومي وسلو پروګرام پرېږدي، غني شوي اټومي مواد له منځه ولاړ شي او د یورانیمو د غني کولو تاسیسات یې ړنګ شي.

نتانیاهو زیاته کړه، د هغه په باور، ډونالډ ټرمپ فکر کوي چې پر ایران د اسراییل او امریکا له ګډو فشارونو وروسته، د خبرو اترو له لارې هم د دغو موخو د ترلاسه کولو لپاره کافي فشار او زمینه رامنځته کېدای شي.

هغه وویل، اسراییل د ټرمپ له دې لیدلوري درناوی کوي او هیله لري چې د مذاکراتو له لارې خپلو موخو ته ورسېږي.

ترکیه کې د ناټو ضد لاریون؛ د کمونېست ګوند له سلو څخه ډېر غړي نیول شوي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۰۰ GMT+۱
ترکیه کې د ناټو ضد لاریون؛ د کمونېست ګوند له سلو څخه ډېر غړي نیول شوي
100%

د ترکیې چارواکو د ناټو پر ضد د اعتراضیه لاریون پر مهال له سلو ډېر کسان نیولي دي. دغه لاریون د ترکیې د کمونېست ګوند له خوا په پلازمېنه انقره کې ترسره شوی و.

د ترکیې کمونېست ګوند د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۴مه، په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې لاریون د انقرې په «کېزیل‌آی» میدان کې ترسره شو او د ګوند له سلو ډېر غړي، د یو شمېر مسوولانو په ګډون، د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول.

د راپورونو له مخې، لاریونوالو د «قاتل ناټو، زموږ له هېواده ووځه» او «ناټو ته ځای نشته» په څېر شعارونه ورکول او د ناټو د سیاستونو پر ضد یې اعتراض کاوه.

د ترکیې پولیسو د لاریون د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز څخه هم کار واخیست.

بلخوا، په استانبول کې هم سلګونه کسانو د تقسیم له میدان څخه تر ډولمه‌باغچې سیمې پورې لاریون وکړ. همداراز د ښار په کادیکوی سیمه کې د کیڼ اړخو ډلو له لوري دوه نورې اعتراضي غونډې هم ترسره شوې، چې د پراخ امنیتي حضور سره سره له نښتې پرته پای ته ورسېدې.

د ترکیې د کمونېست ګوند عمومي منشي کمال اوکویان ویلي، معترضان د ناټو پر ضد د اعتراض لپاره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې راټول شوي او اجازه به ورنه کړي چې انقره د دغه پوځي ایتلاف پر وړاندې چوپ پاتې شي.

ټاکل شوې چې ترکیه د روانې اوونۍ د سې‌شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو د مشرانو او د دې ایتلاف د شریکو هېوادونو د چارواکو کوربه وي.

ازبکستان: ځواکونو مو له افغان خاورې د ډرون څرخکې په وسیله د تریاکو د قاچاق هڅه شنډه کړی

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۲۹ GMT+۱
ازبکستان: ځواکونو مو له افغان خاورې د ډرون څرخکې په وسیله د تریاکو د قاچاق هڅه شنډه کړی
100%

ازبکستاني رسینو د دغه هېواد د دولتي امنیت ادارې له قوله راپور ورکړی، چې امنیتي ځواکونو یې د افغانستان له خاورې څخه د ډرون څرخکې په وسیله ازبکستان ته د نشه‌يي توکو (تریاک) د قاچاق هڅه شنډه کړې ده.

د راپور له مخې دغې ادارې د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۴مه، په یوې خپرې کړې اعلامیه کې ویلي چې دغه عملیات د سرخان‌دریا ولایت د امو سیند پولې ته څېرمه د سرحدي ځواکونو او پولیسو په ګډه همغږۍ ترسره شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، امنیتي ځواکونو یوه ډرون څرخکه، چې دوه کیلو او ۳۲ ګرامه تریاک ورسره تړل شوي وو، تر پولې د اوښتو مخکې کشف او ضبط کړه.

د ازبکستان د دولتي امنیت ادارې ویلي چې نشه‌يي توکي د ډرون څرخکې له بدنې سره تړل شوي وو او ټاکل شوې وه په ناقانونه توګه د ازبکستان خاورې ته ولېږدول شي.

ازبک چارواکو ویلي، د دوی په باور د دې هڅې تر شا ناپېژانده کسان، چې ښايي د افغانستان وګړي وي، لاس لري، خو د هغوی د هویت یا د احتمالي نیولو په اړه یې نور جزییات نه دي خپاره کړي.

ازبکستان په وروستیو کلونو کې څو ځله خبرداری ورکړی چې له افغانستان سره پر ګډه پوله د نشه‌يي توکو د قاچاق هڅې زیاتې شوې دي او ویلي یې دي چې د خپلو جنوبي پولو د امنیت او څارنې تدابیر یې نور هم پیاوړي کړي دي.

غلام حسین محسني: ایران به د امریکا او د علي خامنه‌يي د وژلو د عاملانو ګرېوان پرېنږدي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۳۴ GMT+۱
غلام حسین محسني: ایران به د امریکا او د علي خامنه‌يي د وژلو د عاملانو ګرېوان پرېنږدي
100%

د ایران د قضاییه قوې مشر غلام حسین محسني اژه‌يي وايي: «د افساد في الارض، محاربې، جنګي جنایتکارانو او د هغو کسانو حکم روښانه دی چې په غیرقانوني ډول جګړه پیلوي». هغه د دغه حکم په تړاو نور جزییات ورنه‌کړل.

هغه زیاته کړه: «موږ د انساني او الهي معیارونو او همداراز نړیوالو قوانینو پر بنسټ تاسو محاکمه کوو. جنایتکار باید محاکمه او مجازات شي او د خپلو جنایتونو حساب ورکړي».

د ایران د قضاییه قوې مشر همدا راز وویل، چې اسلامي جمهوري به «د امریکا او د علي خامنه‌يي د وژلو د عاملانو ګرېوان پرېنږدي».

د ایران پخوانی مشر علي خامنه‌يي شاوخوا ۴ میاشتې مخکې پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو په ترڅ کې ووژل شو او تهران د علي خامنه‌یي او د هغه د کورنۍ د نورو وژل شويو غړو د رسمي مخه ښې مراسم د تېرې جمعې په سهار (د چنګاښ ۱۲مه) د تهران د امام خميني په مصلی کې د يو شمېر بهرنيو شخصيتونو په ګډون پیل کړل.

د ایران چارواکو د علي خامنه‌یي د جنازې او خاورو ته د سپارلو لپاره د يوې اونۍ مراسم پلان کړي دي.

ټاکل شوې، چې د هغه مړی له تهران وروسته قُم، نجف او کربلا ته ولېږدول شي او په پای کې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د مشهد ښار د امام رضا د زيارت ترڅنګ خاورو ته وسپارل شي.

نړیوال جام؛ مکسیکویان د فوټبال خوښۍ او اقتصادي ستونزې یو ځای تجربه کوي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۰۴ GMT+۱
نړیوال جام؛ مکسیکویان د فوټبال خوښۍ او اقتصادي ستونزې یو ځای تجربه کوي
100%

سره له دې چې د مکسیکو ملي لوبډله د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره پړاو ته له ماتې او ګول خوړلو پرته رسېدلې، خو د دغه هېواد ډېری وګړي وایي، د اقتصادي ستونزو، ورکو شویو کسانو، مدني اعتراضونو او امنیتي کړکېچونو سیوری لا هم د نړیوال جام پر خوښیو غوړېدلی دی.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام د کوربه هېواد مکسیکو اوسېدونکي، سره له دې چې د خپلې ملي لوبډلې بریاوې لمانځي، لا هم د هېواد له اقتصادي او امنیتي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د راپور له مخې، د مکسیکو ښار په مرکزي «پاسیو دې ریفورما» واټ کې د نړیوال جام د سیالیو د نندارې لپاره لویې پردې لګول شوې، خو د دغو پردو ترڅنګ د څه باندې ۱۳۵ زره ورکو شویو کسانو انځورونه او اعلانونه هم لیدل کېږي. دا هغه کسان دي چې د ۲۰۰۶ کال راهیسې، د مخدره توکو له کارټلونو سره د حکومت د جګړې په ترڅ کې ورک شوي دي.

راپور زیاتوي، چې په وروستیو اوونیو کې د مکسیکو ښار ځینې مهم سړکونه یوازې د فوټبال د بریاوو د لمانځلو لپاره نه، بلکې د حکومت ضد اعتراضونو له امله هم تړل شوي دي.

د خبریال او پوډکاسټ جوړونکي کارلوس مېنډوزا په وینا، «تر هغه چې مکسیکو لوبې ګټي، خلک د ملي خوښۍ تر اغېز لاندې وي او د هېواد د ناخوالو په اړه لږ فکر کوي، خو کله چې نړیوال جام پای ته ورسېږي، هماغه ستونزې به بیا د خلکو مخې ته ولاړې وي.»

د راپور له مخې، که څه هم د جون په لومړیو کې د انفلاسیون کچه یو څه راټیټه شوې، خو لا هم د مکسیکو د مرکزي بانک له ټاکلي هدف څخه لوړه ده. سربېره پر دې، د نړیوال جام د سیالیو د ټکټونو لوړو بیو ګڼ شمېر مینه‌وال له لوبغالو څخه محروم کړي دي.

مېنډوزا ویلي، «پخوا ستونزه د ټکټ موندل وو، خو اوس اصلي ستونزه د ټکټ بیه ده، ځکه ډېری مینه‌وال یې د اخیستو وس نه لري.»

رویټرز لیکي، د مکسیکو د ملي لوبډلې له خوا د اکوادور پر وړاندې د ۴۰ کلونو وروسته د ناک‌اوټ پړاو لومړۍ بریا هم له یوې خونړۍ پېښې سره مل وه؛ ځکه د جشنونو پر مهال څلور کسان وژل شوي وو.

په همدې حال کې، د ښوونکو د اتحادیې (CNTE) غړو د مکسیکو ښار په مرکزي سیمو کې پرلتونه کړي او له حکومته غواړي چې د تقاعد او ټولنیز خوندیتوب د ۲۰۰۷ کال قانون لغوه او د دولتي کارکوونکو معاشونه لوړ کړي.

ځايي سیاستوال رودریګو کوردېرا په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: «انسان کولای شي د فوټبال له ۹۰ دقیقو خوند واخلي، خو په عین وخت کې د خپل هېواد پر وضعیت اندېښمن، د فیفا پر کړنو غوسه او د حکومت له سیاستونو ناخوښ هم وي.»

سره له دې، د رویټرز په وینا، د یوې تازه نظرپوښتنې له مخې، د مکسیکو د ولسمشرې کلاوډیا شېنبام د محبوبیت کچه ۶۹ سلنې ته رسېدلې او حکومت وایي، د ورکو شویو کسانو موندل یې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

د مکسیکو اوسېدونکې الیخاندرا ګونزالېز رویټرز ته ویلي: «نړیوال جام زموږ ستونزې نه حلوي، یوازې د لنډ وخت لپاره یې د خلکو له لومړیتوبونو څخه شاته کوي او حکومت هم له همدې فضا څخه د مهمو پرېکړو د ځنډولو لپاره ګټه اخلي.»

هغې زیاته کړې، «هیله لرم چې دا خوښۍ د هېواد لپاره مثبتې پایلې ولري، خو تر څنګ یې باید د حکومت، صنعتونو او زموږ د ټولنې نیمګړتیاوو ته هم په انتقادي نظر وګورو.»