په ونزویلا کې د زلزلې د قربانیانو شمېر له ۳۳۰۰ واوښت

رویټرز خبري اژانس د ونزویلا د اطلاعاتو وزارت په حواله راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې د وروستیو زلزلو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳زره او ۳۴۲ کسانو ته لوړ شوی دی. وړاندې د امریکا د ځمکپوهنې ادارې اټکل کړی و، چې د زلزلې د قربانیانو شمېر ښايي له ۱۰زرو هم واوړي.
د امریکا د ځمکپوهنې ادارې د راپور له مخې؛ د چهارشنبې په ماښام (د چنګاښ ۳مه) لومړی د ریښتر په کچه ۷.۲ درجې زلزله وشوه او تر یوې دقیقې وروسته د ۷.۵ درجې بلې زلزلې هماغه سیمه د دویم ځل لپاره ولړزوله.
تر دې وړاندې د ونزویلا حکومت ویلي و، چې د پیسو نړۍوال صندوق او نړۍوال بانک به د زلزله ځپلو سیمو د بیارغونې لپاره له دغه هېواد سره مرسته وکړي. د ونزویلا چارواکو دارنګه اعلان کړی، چې د پیسو نړۍوال صندوق په همکارۍ د ۲۰۰مېلیون ډالرو په ارزښت د بیارغونې صندوق جوړ شوی او ویلي یې دي چې د لټون او ژغورنې عملیات لاهم روان دي.
د زیانمنو شویو کسانو د مرستې لپاره د نړۍوالو هڅو پر دوام د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ مسوولې کایا کالاس اعلان وکړ، چې اروپايي ټولنې ۵ مېلیونه یورو بېړنۍ مرسته ځانګړې کړې او د کوپرنیکوس سپوږمکۍ سیستم یې د زیانونو ارزونې او اړمنو سیمو ته د مرستو رسولو لپاره فعال کړی دی.
