سهيل اپريدی: په قبايلي ولسوالیو کې به پرمختيایي کارونو ته لومړيتوب ورکول کيږي

د خيبرپښتونخوا اعلی وزیر سهيل اپريدي، د ایالت په قبايلي ولسواليو کې د امنيت، حکومتولۍ او پرمختيا په اړه غونډه کې ويلي، قبايلي ولسوالیو کې پرمختيايي کارونو ته لومړيتوب ورکول کيږي.
اپريدي لارښوونه کړې، په شمالي وزيرستان کې دې د پرمختيايي کارونو فعاليتونه په يوه اونۍ کې پر ځای کړل شي، له ښوونځيو بهر ماشومان دې ښوونځیو ته راوستل شي او د استادانو کمی دې په بيړنۍ توګه پوره کړل شي.
هغه په قبايلي ولسواليو کې د ولس د ډاډ ترلاسه کولو په اړه ويلي، چې په درېو مياشتو کې دې ولسي خدمتونو کې غوره والی راوستل شي
