• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند مړی کابل ته ورسېده

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۵۶ GMT+۱

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند مړی د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۵مه) کابل ته ورسېده. ټاکل شوې، چې نن د جنازې تر مراسمو وروسته به د کابل په مرن‌جان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شي.

لومړنی افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند (د غبرګولي ۳۱مه) د سرطان ناروغۍ له امله په ۶۷ کلنۍ کې په جرمني کې ومړ. هغه لومړنی کس و، چې پښتو یې په فضا کې له اورېدل شویو لومړنیو ژبو وګرځوله او له ځان سره یې فضا ته قران یووړ.
مومند د ۱۳۶۷کال په وږي میاشت کې د «سایوز ټي‌ام-۶» فضايي ماموریت د غړي په توګه د میر فضايي سټېشن ته سفر وکړ او شاوخوا ۹ ورځې یې په فضا کې تېرې کړې. مومند د دغه ماموریت په لړ کې د «لینین» نښان او د «شوروي اتحاد د اتل» لقب ترلاسه کړ.
مومند د ۱۳۳ کال په مرغومي میاشت کې په غزني ولایت کې په یوه بزګره کورنۍ کې زېږېدلی و او په افغانستان او پخواني شوروي اتحاد کې له زده‌کړو وروسته د افغانستان په هوايي ځواک کې شامل شوی و.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

بدخشان ته د سفر پرمهال؛ محمد یعقوب مجاهد په اشکاشم کې له سرحدي ګنډک لیدنه کړې

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۵۱ GMT+۱
بدخشان ته د سفر پرمهال؛ محمد یعقوب مجاهد په اشکاشم کې له سرحدي ګنډک لیدنه کړې
100%

د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد او ورسره مل پلاوي یې بدخشان ته د خپل سفر په لړ کې د دغه ولایت اشکاشکم ولسوالۍ کې د ۱۵مې سرحدي لوا له لومړۍ سرحدي ګنډک لیدنه کړې ده.

د طالبانو د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه لیدنه کې مجاهد د یاد کنډک دفاعي ځواکونو کړنې له نږدې ارزولې او هغو ته یې د مورال په ورکولو سره د خپلو سرحدونو د ساتنې او دفاع په برخه کې پر لازیاتو هڅو او چمتووالي ټینګار کړی.

د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد پرون سهار (یکشنبه د چنګاښ ۱۴مه) په شمال ختیځو سرحدي سیمو کې له سرحدي ځواکونو او پوستو د لیدنې بهیر پیل کړ. نوموړي د خپل سفر پرمهال د افغانستان له هغو مهمو ستراتیژیکو سرحدي سیمو هم لیدنه کړې، چې له چین، تاجکستان او ډیورنډ کرښې سره نښتې دي.

که څه هم طالبانو د مجاهد د سفر موخې په اړه بشپړ جزییات نه‌دي وړاندې کړي؛ خو د یادې ډلې د دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، چې په دغه سفر کې د یادې ډلې لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت هم د محمد یعقوب مجاهد ملتیا کوي.

همداراز د یاد وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي تېره ورځ ویلي و، چې محمد یعقوب د بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ، د زیباک ولسوالۍ د توپخانې، واخان او پامیر ولسوالیو ته تللی او هلته یې د یادې ډلې د سرحدي ځواکونو وضعیت له نږدې ارزولی دی.

اشکاشم په بدخشان کې د تاجکستان پر پوله پرته ولسوالي ده. روانه میاشت د ډله‌ییز امنیتي تړون سازمان سرمنشي تولګابېک مسادکوف هم د تاجکستان د ولسمشر په بلنه د تاجکستان او افغانستان د ګډې پولې له بېلابېلو برخو لیدنه کړې وه. هغه د تاجکستان او افغانستان پر پوله د امنیتي پیاوړتیا پروګرام پلي کېدو بهیر ارزولی و.

طالبانو د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان بهر ته د تګ لپاره د جعلي اسنادو جوړولو په تور نیولي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۳۳ GMT+۱
طالبانو د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان بهر ته د تګ لپاره د جعلي اسنادو جوړولو په تور نیولي
100%

په کابل کې د طالبانو د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې ریاست مرستیال نوراحمد شاهد وایي، د یوې مېرمنې په ګډون یې هغه درې کسان نیولي چې غوښتل یې جعلي تذکره او پاسپورټونه جوړ کړي او بیا بهر ته ولاړ شي. نوموړي زیاته کړې، چې د یادې شبکې د نورو غړو د نیولو هڅې هم روانې دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د نیول شویو کسانو د اعتراف یوه ويډيو هم خپره کړې. دغه کسانو په یادې ویډیو کې زیاته کړې، چې غوښتل یې جعلي تذکرې او پاسپورټونه جوړ او بیا اېټالیا او فرانسې ته ولاړ شي. دغه کسان وایي، قاچاق کوونکو له دوی څخه ۱۷ زره امریکايي‌ ډالر غوښتي.

د طالبانو د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې ریاست مرستیال نوراحمد شاهد بیا وايي: «دغه کسانو غوښتل د جعلي تذکرو پر بنسټ پاسپورټونه جوړ او په ناقانونه توګه بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي؛ خو د امنیتي شرطې له لوري ونیول شول».

دا په داسې حال کې ده، چې د اقتصادي ستونزو، بې‌کارۍ او د ژوند د سختو شرایطو له امله لاهم ګڼ افغانان هڅه کوي د قانوني او یا هم ناقانونه لارو له هېواده ووځي او په بهرنیو هېوادونو کې د ښه ژوند او کار فرصتونه ومومي.

طالبان: په هرات کې د ډبرو د ۴۵ فابریکو تولیدات نړۍوالو بازارونو ته صادرېږي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۰۱ GMT+۱
طالبان: په هرات کې د ډبرو د ۴۵ فابریکو تولیدات نړۍوالو بازارونو ته صادرېږي
100%

په هرات کې د طالبانو د صنایعو او کانونو خونې مشر محمدناصر امین وایي، د ډبرو صنعت یې د ځان بساینې پړاو ته رسېدلی. د هغه په خبره؛ په دغه ولایت کې د ۴۵ فابریکو د ډبرو تولیدات ترکمنستان، ایران، یوشمېر عربي هېوادونو او د سیمې بازارونو ته صادرېږي.

نوموړي‌ ویلي، دامهال د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې شاوخوا ۴۵ فابریکې د ډبرو د تولید او پروسس په برخه کې فعالیت لري. د هغه په خبره؛ په یادو فابریکو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو اېستل شوې ډبرې پروسس کېږي او د کورني بازار د اړتیاوو تر پوره کولو وروسته یې بهرنیو بازارونو ته هم صادروي.

محمدناصر امین ویلي، په هرات کې د ډبرو د استخراج، تولید او پروسس په برخو کې مېلیونونه ډالر پانګونه شوې. هغه زیاته کړې: «په هرات کې د ډبرو د استخراج، تولید او پروسس په برخه کې مېلیونونه ډالر پانګونه شوې، چې دغه پانګونې د صنعت په پراختیا، د صادراتو په زیاتوالي او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی دی».

د ډبرو فابریکو یوشمېر مسوولان وايي، د دغه ولایت تولیدېدونکې زینتي ډبرې لوړ کیفیت او د سیمې د نورو هېوادونو له تولیداتو سره د سیالۍ وړتیا لري.

100%

د یوه خصوصي شرکت مشر اکرم نجیبي په دې اړه وايي: «په دغه فابریکو کې د بېلابېلو طرحو او اندازو زینتي، د ساختمان د ښایست او ساختماني ډبرې تولیدېږي او کیفیت یې د اروپايي او امریکايي معیارونو له کچې سره برابر دی».

نوموړي د دغه ډبرو د استخراج په اړه زیاته کړې: «له کانونو څخه اېستل شوې ډبرې فابریکې ته لېږدول کېږي، وروسته صفا، ډیزاین، پروسس او بسته‌بندۍ پړاوونه تېروي او بیا د کورني بازار او صادراتو لپاره چمتو کېږي».

په هرات کې طالب مسوولانو له پانګه‌والو غوښتي، چې د ډبرو د تولید او پروسس په برخه کې لا ډېره پانګونه وکړي؛ څو د ځوانانو لپاره نور کاري فرصتونه رامنځته او د هېواد اقتصادي وده نوره هم پیاوړې شي.

پاکستان کې مېشت افغان محصلان: د ویزو ځنډ او د اېستلو ګواښ مو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۱۶ GMT+۱
پاکستان کې مېشت افغان محصلان: د ویزو ځنډ او د اېستلو ګواښ مو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی
100%

د پاکستان په بهاولپور کې د قاعد اعظم طبي پوهنتون افغان محصلان وایي، د پنجاب حکومت له دغه هېواده د وتلو خبرداری ورکړی او که یې ستونزې حل نه‌شي نو د کلونو خوارۍ یې په اوبو لاهو کېږي. دوی زیاتوي، چې د یادې ستونزې د حل لپاره یې ټولې دروازې ټکولې او هیڅوک یې غږ نه اوري.

په پنجاب کې د یاد طبي پوهنتون افغان کډوالو محصلانو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د اېستلو له ګواښ سره مخ دي او د کلونو خوراۍ یې ضایع کېږي. د دوی په خبره؛ د کال وروستۍ ازموینې دي او د پنجاب حکومت ورته د پاتې کېدو موده نه غځوي.
دغه افغان محصلان چې د امنیتي ستونزو له کبله نه غواړي نومونه یې واخیستل شي زیاتوي: «موږ نن دوشنبه غوښتل شوي یو او خبرداری راکړل شوی، چې ژر تر ژر به و اېستل شو. بدبختي دا ده، چې زموږ ازموینې هم دي خوارۍ مو ګاللې او یو کال مو ضایع کېږي».

د یادو محصلانو په خبره؛ د کډوالۍ کارټونو د مودې ختمېدو سره هم‌مهاله یې افغان پاسپورټونو او ویزو ته هم درخواستونه کړي او میاشتې کېږي، چې په دې اړه یې هیڅ ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.

دوی ویلي: «موږ د پاکستان او طالبانو استازولۍ ته درخواستونه کړي، زنګونه او پیغامونه مو ورته کړي او ان ورغلي یو، چې ستونزه مو حل کړي خو هیڅ لوری موږ ته ځواب نه وايي». یادو محصلانو دا هم ویلي، چې له پنجاب حکومت څخه یې بلوچستان او خېبرپښتونخوا ته د تبدیلۍ وړاندیزونه هم لېږلي؛ خو بیا یې هم له پاکستان نه د اېستلو خبرداری ترلاسه کړی.

دوی وایي، چې تر دې وړاندې هم دوه ځلې د پاکستان پولیسو د ازموینو پرمهال نیولي او زنداني کړي دي او ازموینې یې ګډوډۍ شوې دي. دغه محصلانو غوښتنه کړې، چې د کلنۍ ازموینو تر پایه دې وخت ورکړل شي او ستونزې دې حل شي.

د پاکستان حکومت او د طالبانو سفارت لاتراوسه د دغه محصلانو د ستونزو د حل په اړه څه نه‌دي‌ ویلي.

د بشري حقونو یو سازمان: په ایران کې مېشت افغانان له حقوقي او قضايي ننګونو سره مخ دي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۵۶ GMT+۱
د بشري حقونو یو سازمان: په ایران کې مېشت افغانان له حقوقي او قضايي ننګونو سره مخ دي
100%

د بشري حقونو سازمان هانا په یوه راپور کې ویلي، چې په ایران کې ډېری افغانان په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان له سختو حقوقي محرومیتونو، د مدني مسایلو د ثبت په برخه کې له پراخو خنډونو او عدالت ته د لاسرسي په برخه کې له قضايي ستونزو سره مخ دي.

په دغه راپور کې چې د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۴مه) خپور شوی راغلي، چې تر وروستیو پوځي نښتو وروسته د اداري او امنیتي فشارونو زیاتوالی، د انټرنېټ پرې کېدل او په عامه خدمتونو کې ګډوډۍ په ایران کې د مېشتو افغانانو حقوقي ناورین لا ژور کړی.

دغه سازمان ویلي، چې د مهمو مدني پېښو لکه واده، طلاق، زېږون، نسب، حضانت او میراث نه ثبتېدل، افغانان له خپلو بنسټیزو حقونو بې‌برخې کړي او د اداري او قضايي ادارو په وړاندې یې د کورنیو اړیکو او مدني حقونو د څار وړتیا سخته محدوده کړې ده.

د هانا په وینا؛ دغه وضعیت تر ټولو ډېرې ستونزې افغان ښځو ته جوړوي، ځکه د کورني تاوتریخوالي، نارسمي طلاقونو او د نفقې نه ورکړې په قضیو کې د رسمي مدني اسنادو د نشتوالي له امله نه‌شي کولای په محکمو کې خپلې کورنۍ اړیکې ثابتې کړي.
دارنګه افغان ماشومان هم د زېږون د نه ثبتېدو او د هویت معتبرو اسنادو د نشتوالي له امله له زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو بې‌برخې کېږي او د بې‌تابعیته کېدو، استثمار او جبري کار له ګواښ سره مخ دي.

د ایران د کورنیو قوانینو له مخې؛ د مدني قانون د پنځمې مادې پر بنسټ د ایران ټول اوسېدونکي که د هېواد وګړي وي او که بهرني وګړي د دغه هېواد د قوانینو تابع دي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې د مدني، سیاسي او اقتصادي حقونو د نړۍوالو میثاقونو او د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون له مخې د ایران نړۍوال مکلفیتونه دا ایجابوي، چې د خپلې سیمې ټولو اوسېدونکو ته له تبعیض پرته عدالت ته د لاسرسي او د زېږون د ثبت حق تضمین کړي او دغه حقونه باید د استوګنې د وضعیت له امله تر پښو لاندې نه‌شي.

د بشري حقونو دغه سازمان په پای کې له ایراني چارواکو غوښتي، چې د افغانانو د مهمو مدني مسایلو د ثبت لپاره رڼې او چټکې کړنلارې رامنځته کړي. دغه سازمان همدارنګه د هغو نیونو، اېستلو او امنیتي اقداماتو د درولو غوښتنه هم کړې، چې کډوال د مرستندویه، روغتیايي او قضايي بنسټونو له خدمتونو محروموي او ټینګار یې کړی چې د بهرنیو وګړو اړوند قوانین باید د انساني کرامت پر بنسټ بیا له سره وارزول شي.