په زابل کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۲۸ نور ټپیان شوي دي

په زابل کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، د دغه ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند په بازرګان سیمه کې نن سهار شاوخوا څلور بجې د مساپرو یو بس اوښتی چې په پایله کې یې یو کس مړ او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.
