• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: تېر کال په ننګرهار له ۵۵ زره جریبو ډېره غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۲۸ GMT+۱

ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، د تېر یوه کال په ترڅ کې په دغه ولایت کې ۵۵ زره او ۳۳ جریبه ځمکه له غصب څخه را ګرځول شوې ده. د طالبانو د ولایت مقام د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې د زرګونو جریبه نورو ځمکو د تثبیت او بررسۍ چارې هم ترسره شوې دي.

د طالبانو د ننګرهار ولایت د حقوقي او امنیتي چارو کارپوه، حافظ عبدالصمد سعید، ویلي چې د تېر کال په ترڅ کې په ننګرهار کې ۵۵ زره او ۳۳ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.

د هغه په وینا، په همدې موده کې څلور زره او ۸۰۰ جریبه او ۱۸ بسوې ځمکه بررسي شوې، چې له دې ډلې دوه زره او ۵۸۹ جریبه او ۱۸ بسوې یې د امارتي ځمکې په توګه تثبیت شوې ده.

د نوموړي په خبره، د تثبیت شوې ځمکې اړوند معلومات د غصب د مخنیوي تخنیکي پلاوي مرکزي کمېسیون ته سپارل شوي، څو د اسنادو او نافذه قوانینو له مخې یې په اړه وروستۍ پرېکړه وشي.

د ځمکو غصب په افغانستان کې له کلونو راهیسې د حقوقي او اداري ستونزو له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي. د بېلابېلو حکومتونو پر مهال د دولتي او عامه ځمکو د غصب ادعاوې مطرح شوې دي.

طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې د غصب شویو ځمکو د مخنیوي او بېرته راګرځولو لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ کړ او وایي، د دغه کمېسیون له لارې په بېلابېلو ولایتونو کې د غصب شویو ځمکو د تثبیت او بېرته راګرځولو بهیر روان دی. په ورته وخت کې، ځینې څېړنیزې ادارې ټینګار کوي چې د ځمکو د شخړو د هواري او د ملکیتونو د تثبیت بهیر باید د روڼتیا، قانوني اسنادو او عادلانه حقوقي پروسیجرونو له مخې پر مخ ولاړ شي، ځکه د ځمکو شخړې لا هم د افغانستان له مهمو حقوقي او ټولنیزو ننګونو څخه شمېرل کېږي.

ډېر لیدل شوي

هغه سړی چې ولسمشر یې له هېواده وایست
۱

هغه سړی چې ولسمشر یې له هېواده وایست

۲

د پخوانۍ ملي اردو دوو جنرالانو تر پایه له افغانستان نه د وتلو هوډ نه درلود

۳

د طالبانو سره همکار پخوانیو ځواکونو ته د سمیع سادات خبرداری: تاسو ۱۵ ورځې وخت لرئ

۴

‏د هواپوهنې اداره: په ۶ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

وحید عمر: اشرف غني نه غوښتل ووځي، په زور له ارګه وایستل شو