• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان کې مېشت افغان محصلان: د ویزو ځنډ او د اېستلو ګواښ مو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۱۶ GMT+۱

د پاکستان په بهاولپور کې د قاعد اعظم طبي پوهنتون افغان محصلان وایي، د پنجاب حکومت له دغه هېواده د وتلو خبرداری ورکړی او که یې ستونزې حل نه‌شي نو د کلونو خوارۍ یې په اوبو لاهو کېږي. دوی زیاتوي، چې د یادې ستونزې د حل لپاره یې ټولې دروازې ټکولې او هیڅوک یې غږ نه اوري.

په پنجاب کې د یاد طبي پوهنتون افغان کډوالو محصلانو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د اېستلو له ګواښ سره مخ دي او د کلونو خوراۍ یې ضایع کېږي. د دوی په خبره؛ د کال وروستۍ ازموینې دي او د پنجاب حکومت ورته د پاتې کېدو موده نه غځوي.
دغه افغان محصلان چې د امنیتي ستونزو له کبله نه غواړي نومونه یې واخیستل شي زیاتوي: «موږ نن دوشنبه غوښتل شوي یو او خبرداری راکړل شوی، چې ژر تر ژر به و اېستل شو. بدبختي دا ده، چې زموږ ازموینې هم دي خوارۍ مو ګاللې او یو کال مو ضایع کېږي».

د یادو محصلانو په خبره؛ د کډوالۍ کارټونو د مودې ختمېدو سره هم‌مهاله یې افغان پاسپورټونو او ویزو ته هم درخواستونه کړي او میاشتې کېږي، چې په دې اړه یې هیڅ ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.

دوی ویلي: «موږ د پاکستان او طالبانو استازولۍ ته درخواستونه کړي، زنګونه او پیغامونه مو ورته کړي او ان ورغلي یو، چې ستونزه مو حل کړي خو هیڅ لوری موږ ته ځواب نه وايي». یادو محصلانو دا هم ویلي، چې له پنجاب حکومت څخه یې بلوچستان او خېبرپښتونخوا ته د تبدیلۍ وړاندیزونه هم لېږلي؛ خو بیا یې هم له پاکستان نه د اېستلو خبرداری ترلاسه کړی.

دوی وایي، چې تر دې وړاندې هم دوه ځلې د پاکستان پولیسو د ازموینو پرمهال نیولي او زنداني کړي دي او ازموینې یې ګډوډۍ شوې دي. دغه محصلانو غوښتنه کړې، چې د کلنۍ ازموینو تر پایه دې وخت ورکړل شي او ستونزې دې حل شي.

د پاکستان حکومت او د طالبانو سفارت لاتراوسه د دغه محصلانو د ستونزو د حل په اړه څه نه‌دي‌ ویلي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو یو سازمان: په ایران کې مېشت افغانان له حقوقي او قضايي ننګونو سره مخ دي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۵۶ GMT+۱
د بشري حقونو یو سازمان: په ایران کې مېشت افغانان له حقوقي او قضايي ننګونو سره مخ دي
100%

د بشري حقونو سازمان هانا په یوه راپور کې ویلي، چې په ایران کې ډېری افغانان په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان له سختو حقوقي محرومیتونو، د مدني مسایلو د ثبت په برخه کې له پراخو خنډونو او عدالت ته د لاسرسي په برخه کې له قضايي ستونزو سره مخ دي.

په دغه راپور کې چې د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۴مه) خپور شوی راغلي، چې تر وروستیو پوځي نښتو وروسته د اداري او امنیتي فشارونو زیاتوالی، د انټرنېټ پرې کېدل او په عامه خدمتونو کې ګډوډۍ په ایران کې د مېشتو افغانانو حقوقي ناورین لا ژور کړی.

دغه سازمان ویلي، چې د مهمو مدني پېښو لکه واده، طلاق، زېږون، نسب، حضانت او میراث نه ثبتېدل، افغانان له خپلو بنسټیزو حقونو بې‌برخې کړي او د اداري او قضايي ادارو په وړاندې یې د کورنیو اړیکو او مدني حقونو د څار وړتیا سخته محدوده کړې ده.

د هانا په وینا؛ دغه وضعیت تر ټولو ډېرې ستونزې افغان ښځو ته جوړوي، ځکه د کورني تاوتریخوالي، نارسمي طلاقونو او د نفقې نه ورکړې په قضیو کې د رسمي مدني اسنادو د نشتوالي له امله نه‌شي کولای په محکمو کې خپلې کورنۍ اړیکې ثابتې کړي.
دارنګه افغان ماشومان هم د زېږون د نه ثبتېدو او د هویت معتبرو اسنادو د نشتوالي له امله له زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو بې‌برخې کېږي او د بې‌تابعیته کېدو، استثمار او جبري کار له ګواښ سره مخ دي.

د ایران د کورنیو قوانینو له مخې؛ د مدني قانون د پنځمې مادې پر بنسټ د ایران ټول اوسېدونکي که د هېواد وګړي وي او که بهرني وګړي د دغه هېواد د قوانینو تابع دي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې د مدني، سیاسي او اقتصادي حقونو د نړۍوالو میثاقونو او د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون له مخې د ایران نړۍوال مکلفیتونه دا ایجابوي، چې د خپلې سیمې ټولو اوسېدونکو ته له تبعیض پرته عدالت ته د لاسرسي او د زېږون د ثبت حق تضمین کړي او دغه حقونه باید د استوګنې د وضعیت له امله تر پښو لاندې نه‌شي.

د بشري حقونو دغه سازمان په پای کې له ایراني چارواکو غوښتي، چې د افغانانو د مهمو مدني مسایلو د ثبت لپاره رڼې او چټکې کړنلارې رامنځته کړي. دغه سازمان همدارنګه د هغو نیونو، اېستلو او امنیتي اقداماتو د درولو غوښتنه هم کړې، چې کډوال د مرستندویه، روغتیايي او قضايي بنسټونو له خدمتونو محروموي او ټینګار یې کړی چې د بهرنیو وګړو اړوند قوانین باید د انساني کرامت پر بنسټ بیا له سره وارزول شي.

د امریکا د ازادۍ ۲۵۰مه کلیزه

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۲:۱۹ GMT+۱
•
شاه محمود میاخېل
د امریکا د ازادۍ ۲۵۰مه کلیزه
100%

د امریکا او افغانستان د ۲۵۰ کلن سیاسي بهیر پرتله. په دغه شننه کې استدلال شوی چې د امریکا پرمختګ د قانون، پیاوړو بنسټونو، د واک وېش او تدریجي اصلاحاتو پایله ده، خو افغانستان د اشخاص محورۍ، کمزورو بنسټونو او ناسمې رهبرۍ له امله له پرله‌پسې بحرانونو سره مخ شوی دی.

دوه سوه او پنځوس کاله د مخه د ۱۷۷۶زکال د جولاې په څلورمه نېټه امریکایانو د انګلیسانو نه خپله ازادي واخستله. د امریکا د ازادې نه لږ د مخه (۱۷۴۷-۱۷۷۲ز) کلونو کې احمدشاه بابا د افغانستان په نوم لویه امپراطوري جوړه کړه. د افغانستان امپراطوري د ولسواکۍ په اساس رامنځته شوه، ځکه لوی جرګې د ولسواکۍ په اساس احمدشاه بابا د مشر په توګه وټاکه. د امریکا نوې هیواد هم د ولسواکۍ په اساس رامنځته او جارج واشنګتن د لومړي جمهور رئیس په توګه وټاکل شو.

له دې وړاندې پادشاهۍ او امپراطورۍ وې. پادشاهانو او امپراطورانو به په زور یا په میراثي ډول قدرت نیوه او هر پادشاه او امپراطور به د خپل قدرت په تناسب خپل قلمرو پراخوو. د پادشاهانو او امپراطورانو د ناتوانیو له امله به پادشاهۍ او امپراطورې وړې کیدلې او له منځه تللې. تر دغه وخته په نړۍ کې د ملت جوړونې یا (نیشن سټیټ) مفکورې وجود نه درلود. پادشاهیانې او امپراطوریانې به د سیمو، قوم او اشخاصو په نوم یادیدلې. د دې نه د مخه په صدر اسلام کې د مدني میثاق او خلفای راشدینو ټاکنې هم د ولسواکۍ په اساس وې. البته اسلامي امپراطورې د عقیدې او دین په نوم رامنځتهشوې وې.

سوال دا دی چې ولې د امریکا هیواد رشد وکړ، ولسواکي پکې نهادینه شوله او د افغانستان په شمول ټولې اسلامي امپراطورۍ په تدریجې ډول کمزورې او سقوط شوې؟

‌غواړم چې دلته د یو څو مهمو ټکو یادونه وکړم.ځکه تاریخ تل د عبرت لپاره لیکل کیږي چې راتلونکې نسلونه د تیر تاریخ څخه مثبته ګټه واخلي.

که څه هم ۵۹ کسو د امریکا د ازادې مسوده امضا کړله او هغه وخت یوازې دیارلس کالونیو یا اوسني ایالتونو په شریکه د ازادې پریکړه وکړله، خو اوه کسه د امریکا د بنست ایښودونکو په نوم پېژندل کیږي. د دغه اوه کسانو نه په نوبت پنځه کسه یې جمهور رئیسان شول، ځکه د امریکا د ازادۍ په وخت کې اکثره دغه مشران ځوانان و چې عمرونه یې د ۱۸ او ۴۴ کلونو تر منځ و. یوازې د فرانکلن بنجامین عمر اویا کاله و. د جارج واشنګتن عمر ۴۴ کاله او د نورو عمرونهله دی څخه ښکته و. جیمز مونرو ۱۸ کلن و. احمدشاه بابا هم ۲۵ کلن و چې د مشر یا د پادشاه په توګه وټاکل شو. یعنې د امریکا په ازادې کې مشرانو، ځوانانو او د منځ عمر لرونکو کسانو ونډه درلوده. په هره ټولنه کې ځوان او زوړ، ټول مهم رول لوبوي. نه ځوانان مشران او نه مشران ځوانان نفې کولې شي. ټولنه په طبقو، قومونو، سمتونو او سیمو ویشل د ټولنې د ثبات لپاره ګټه نه لري. په امریکا کې هم د ډیرو ملکونو، سیمو، نژادونو او مذهبونو کسان اوسیدل خو ټول یې د امریکایانو په نوم یاد کړل. د امریکا د اساسي قانون مسوده د جیمس مډسن لخوا تیاره شوه او هغه اوس د امریکا د اساسي‌قانون د باني په نوم یادیږي چې وروسته د دوه دورو لپاره جمهور رئيس هم وټاکل شو.د امریکا اساسي قانون یوه صفحه دی او وروسته نور ضمایم وراضافه شوي دي. د امریکا په اساسي قانون کې مهمه برخه دا ده چې قدرت د خپلو پورې تعلق لري. یعنې قدرت د یوې ډلې او یا یو شخص پورې تعلق نه لري. د قدرت ویش یا د قواو توازن رامنځته شو او د قدرت صلاحیتونه د فدرالي او ایالتي برخوترمنځ وویشل شول، ځکه قدرت د فساد سبب ګرځي او مطلق قدرت، مطلق فساد رامنځته کوي. د بیان ازادي، او ټول خلک چې په دغه هیواد کې اوسیږي، د قانون په وړاندې یو قسم مسووله او همداشان مساوي وجایب لري.

د امریکا د ازادې په وخت کې د دوی بنسټ ایښودونکي د خپل وخت پوځي جنګسالاران، د جایدادونو خاوندان یعنې فیوډالان، تجاران او حقوق دانان و.‌غلامي په امریکا کې شتون درلود او فیوډالانو د غلامانو نه د سؤ استفاده کوله. بیا هم دوی په خپلو منځو کې داسې توافق ته ورسیدل چې د قدرت په سر به جنګونه نه کوي او ټول به د قانون په چوکاټ کې مساوي حقوق ولري. هیڅوک به د قانون څخه لوړ نه وي. هغه وخت رایه ورکول یوازې د هغه چا حق و چې سپین پوستې او د جایدادونو خاوندان و. عام سپین پوستو، تور پوستو او ښځو د رای حق نه درلود. ښځو ته د رای حق په ۱۹۲۰زکال کې یعنې ۱۴۴ کاله وروسته ورکړل شو. غلامي په ۱۸۹۵زکال کې د قانون په اساس له منځه یوړل شوله یعنی د دوی د ازادې نه ۸۹ کاله وروسته. ډیر نور مسایل هم شته چې بحث پرې وشي، خو دوه مسایل ډیر مهم دي چې؛ اول د دوی پرمختګ او د اساسي قانون ضمایم په تدریجي توګه رامنځته شول. د دوی د مشرانو بحث دا و چې یو نسل بل نسل ته کار کوي. د ماضي نه زده کړه، د حال نه استفاده او د راتلونکې لپاره باید کار وشي. د قدرت انحصار او د نفې سیاست له منځه یوړل شو. خپلو استعدادونو او هم د نورې دنیا استعدادونه یې جذب کړل او وویل چې امریکا د مهاجرو خاوره ده او ټول مساوي حقوق د قانون په چوکاټ کې لري. دویمه مهمه مسله د افرادو په عوض دوی د موسساتو یعنې Institutions په تقویه کیدلو کار وکړ او د امریکا و نړۍ په کچه په تیرو ۲۵۰ کلونو کې د بحرانونو نه د فرصت په توګه استفاده وکړله. د موسساتو د تقویه کیدو سره هر قسم ښه او خراب جمهور رئيسان، مشران او د دولتي ادارو مشراندوی درلودل. ښو به کار کوه او د موسساتو د قوت له امله به خرابو مشرانو انحراف نشو کولې او کوم یو نیم به لکه د اوسني جمهور رئيس غوندې راپیدا شو، موسساتو به د هغه د سرتمبګې او یا انحراف مخه نیوله. اوس هم سیاسي، قضایي او اقتصادي موسسات قوي دي چې د اوسني جمهور رئيس د سرتمبه ګې مخه ونیسي او دوی دا فکر کوي چې د امریکا اوسنې بحران به د دوی راتلونکی نور هم قوي کړي.

د افغانستان ستونزه د موسساتو د تقویه کیدو په عوض زیات فکر په اشخاصو و. په لومړي سر کې د اشخاصو رول مهم دی چې د موسساتو د تقویه کیدو لپاره رول ولوبوي، خو وروسته بیا د اشخاصو رول کمیږي او د موسساتو رول قوي کیږي. له بده مرغه د احمدشاه بابا نه نیولې تر اوسه د افغانستان د مشرانو تګلارې په ځان محورې یا کورنۍ او قبیلې په محور ولاړې وې او ویې نشو کړې چې د لنډمهال، منځمهال او اوږدمهال لپاره ستراتیژيک فکر وکړي او موسسات په تدریجي توګه تقویه کړي. همدا علت دی چې افغانانو او د دوی مشرانو ونشو کړې چې بحرانونه په فرصت بدل کړي بلکې همیشه یې فرصتونه په بحرانونو بدل کړیدي. که د امریکا د هغه وخت شرایط د افغانستان سره پرتله شي، افغانستان په هر لحاظ په ښه موقف کې و چې موسسات دلته باید تقویه شوي وې او د ستراتیژیک فکر له امله به نن لوی افغانستان موجود وې او افغانستان به د بدو ګاونډیانو په منځ کې راګیر نه وې او بحر ته به یې هم لارې درلودلې.

د ځآن محورې نه برسیره د افغانانو لوی مشکل دا دی چې یا ایډیل حالت غواړي چې هغه په یو دم او یا په یوه دوره کې ممکنه نه ده بلکې د نظامونو جوړونه لکه د ودانۍ جوړونه ده چې اول یې نقشه جوړیږي، بیا ورته د جوړولو شرایط په مالي او تخنیکي لحاظ برابریږي او بیا تهداب اېښودل کیږي. په هر دوره کې زاړه کارونه تکمیلیږي، نوې کارونه پيلیږي او دا سلسه همداسې دوام پیدا کوي چې په تدریجي توګه یو هیواد پرمختګ او ترقي په خوا روانیږي. افغانانو همیشه د نظامونو جوړونې ته لکه د شګو د کوټنې په توګه کتلي دي چې یوې دوره کې یو څه جوړ شوي‌او بلې دورې هغه خراب او د بیخه نړولې دي او بیا یې د شګو نورو کوټنې جوړې کړیدي. که ایډیل حالت نه وي، بیا افغانان په بدو حالتونو کې ژوند کوي او ملامتیا په خدای ور اچوي چې د الله تعالی به همدا خوښه او رضا وي. حال دا چې الله فرمایي چې د هغه قوم په حالت کې تغیر نه راولي تر څو هغه قوم په خپل حالت کې پخپله تغیر رانه ولي.

اوسنې حالت د افغانانو په داخل او بهر کې د دوی د خپل فکرد ایډیالیزم په خپل تصور ولاړ دی او داسې ایډیل فکر پایلې به د پخوا په شان اوس او په هم راتلونکې کې خرابې او منفي وي. د اسلامي نړۍ هیوادونه هم د اسلامي اصولو نه انحراف وکړ او پایلې یې دا شولې چې نن پرمخ تللي اسلامي هیوادونه لکه عربان د ځان نه دفاع نشي کولې او یا نورو تهد خپلې دفاع په اړه محتاج دي. په اسلام کې د قدرت میراثي کیدل، د بیت المال نه د ځان په ګټه استفاده او د حاکمانوظلم د دې باعث شو چې د دې هیوادونو خلک وځپل شول، استعدادونه ووژل شول او یا د خپلو هیوادونو نه فرار ته مجبور کړې شول. د حجته الوداع خطبه د بشري قوانینو د ټولو نه مهمه خطبه وه چې عرب په عجم، عجم په عرب، تور په سپين او سپین په تور برتري نه لري او هغه څوک د الله تعالی په وړاندې نږدې دی چې د ټولو نه زیات تقوی ولري. خو نن په افغانستان کې د دوه زره کاله پخوا په شان په قوم، سمت او ژبه بحثونه دي او افغانان سره ویشل شويدي. د افغانانو د اکثره فکرونه د ۲۵۰ کاله خو څه کوي د ۲۵۰۰ کلونو پخوا د قرون اوسطا فکرونه دي. ځکه فکري مثبت تغیر د بل هر څه نه افغانانو ته زیات مهم دی.

دا لنډ معلومات مې د امریکا د ۲۵۰ کلیزې په هکله او هم د افغانستان د ۲۵۰ کلونو سره په لنډ ډول پرتله کړل چې دنیا چیرته لاړه او مونږ کومه خوا روان و او روان یو. عاقبت بخیر.

طالبان: په تېره یوه ورځ کې پاکستان او ایران ۱۳۰۰ افغانان په جبري ډول هېواد ته ستانه کړي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۲:۰۴ GMT+۱
طالبان: په تېره یوه ورځ کې پاکستان او ایران ۱۳۰۰ افغانان په جبري ډول هېواد ته ستانه کړي
100%

د طالبانو دکډوالو کمېسیون وايي، پاکستان او ایران یوازې د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ۱۴) له بېلابېلو لارو ۲۵۳ کډوالې کورنۍ چې شمېر یې ۱۲۷۹ کېږي، په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي. د دغه کمېسیون په وینا، په همدې ورځ ۷۴۰ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوي او له ۲۲۰ کورنیو سره مرستې هم شوې.

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د یکشنبې په ماخوستن (د چنګاښ ۱۴) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د تورخم له لارې ۱۹۸ کورنۍ چې د غړو شمېر ۱۰۲۶ کېږي، د سپین‌بولدک له لارې ۴۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۵ کېږي، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸ کېږي او د هلمند د بهرامچې له لارې ۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹ کېږي په جبر سره هېواد ته را اړول شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، له دې سربېره له ۲۲۰ کورنیو سره مرستې شوي او همداراز له کابل څخه ۶۷۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۶۴۰ کېږي خپلو ولایتونو ته د تللو لپاره څه باندې ۲،۳ میلیونه افغانۍ کرایې ورکړل شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځينو دغو راستنو شویو کورنیو ته د کرایو له ورکړې او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کېدو سربېره یو شمېر کورنیو ته پخه ډوډۍ، یوه اندازه نغدي مرستې او سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.

په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري اېستنې بهیر زور اخیستی او په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان د جولای لسمه یعنې تر څلورو ورځو په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته وخت ټاکلی، چې له دغه هېواده ووځي، ګنې بیا به یې په زور او جبر سره خپل هېواد ته واړوي.

د پاکستان دغه خبرداري په دغه هېواد کې مېشت افغانان سخت اندېښمن کړي او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر اسلام‌اباد فشار راوړي، څو له ګډوالو سره اصولي چلند وکړي او همداراز د ویزو د تمدید بهیر بیا پیل کړي. پاکستان له نږدې یوه کال راهیسې افغانانو ته د ویزو د تمدید بهیر درولی دی.

جلاوطنۍ کې د افغانانو عالي شورا: نړۍ دې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو مخه ونیسي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۲۰ GMT+۱
جلاوطنۍ کې د افغانانو عالي شورا: نړۍ دې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو مخه ونیسي
100%

په داسې حال کې چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت د روانې جولای میاشتې تر ۱۰مې په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته وخت ورکړی، چې ووځي، ګنې بیا یې په زوره باسي. په جلا وطنۍ کې د افغانانو عالي شورا له نړۍوالو سازمانونو غوښتي چې له پاکستان څخه د افغانانو د جبري اېستنې مخنیوی وکړي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ټولو ایالتي حکومتونو ته لارښونه کړې، چې د روانې جولای میاشتې له ۱۰مې نېټې څخه وروسته په پاکستان کې هغه افغانان ونیسي، چې د استوګنې قانوني اسناد نه‌لري او یا یې هم د ويزو موده پایته رسېدلې وي.

په پاکستان کې مېشت افغانان د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت یاد اعلان سخت اندېښمن کړي او یو ځل بیا یې له پاکستان حکومت څخه غوښتي چې د ویزو د تمدید بهیر پیل کړي، ځکه دوی هم غواړي په قانوني توګه په دغه هېواد کې واوسېږي.

پاکستان حکومت له نږدې یوه کال راهیسې د افغانانو د ویزو د تمدید بهیر په ټپه درولی دی.

له دې سره سم، په جلاوطنۍ کې د افغانستان د خلکو عالي شورا د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان له دولت سربېره له ملګرو ملتونو، د پناه غوښتنې په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ، د کډوالو منونکو هېوادونو او له کډوالۍ نړۍوال سازمان څخه غوښتي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اېستنې بهیر ودروي.

دوی همداراز غوښتنه کړې، چې د افغانانو د ویزو د تمدیدولو بهیر بیا پیل کړي او همداراز اساسي خدماتو لکه‌، روغتیايي، تعلیمي او نورو ملاتړیزو خدماتو ته یې لاسرسی اسانه کړي.

دغې شورا له کډوالو منونکو هېوادونو غوښتي چې تر ګواښ لاندې افغانانو د دوسیو ارزونې بهیر چټک کړي او همداراز د زیانمنو افغانانو د ساتنې لپاره یو میکانیزم جوړ کړي.

په اعلامیه کې راغلي: «موږ یوازې د ژوند، امنیت او انساني حقوقو غوښتونکي یو. موږ تر بل هر وخت بېړنیو اقداماتو ته اړتیا لرو. له نړۍوالې ټولنې غواړو چې د افغان کډوالو غږ واوري او پرېنږدي، زرګونه بې‌دفاع انسانان د نه‌پاملرنې، او جبري اخراج قرباني شي».

دغې شورا څرګنده کړې: «په پاکستان کې مېشت موږ افغانان (پخواني نظامیان، د بشري حقونو فعالان او مدافعان، خبریالان، مدني فعالان او نور) د جدي ګواښونو له امله د افغانستان پرېښودو ته اړ شوي یو او اوس له کلونو راهیسې په ډېرو سختو شرایطو کې په پاکستان کې شپې او ورځې تېروو».

دوی خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د کډوالو او په ځانګړې توګه تر ګواښ لاندې کسانو جبري ستنونه له ټولو بشري نړۍوالو قوانینو او اصولو سره په ټکر کې ده او زیاته کړې یې ده: «هېڅ انسان باید هغه هېواد ته ونه‌استول شي، چې په هغه کې د ځورونې، تاوتریخوالي، شکنجې او یا مرګ له ګواښ سره مخ وي».

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان له تازه نېټې (د جولای لسمې) له اعلان سربېره هره ورځ سلګونه افغانان په بېلابېلو ښارونو کې نیول کېږي او زرګونه کسان بېرته افغانستان ته استول کېږي.

یونیسف: د اروپايي ټولنې په ملاتړ نږدې ۱۰ زره نورستانیانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۴۹ GMT+۱
یونیسف: د اروپايي ټولنې په ملاتړ نږدې ۱۰ زره نورستانیانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وایي، د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د دفتر په ملاتړ یې د نورستان ولایت نږدې ۱۰ زره اوسېدونکو ته د څښاک پاکو اوبو د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.

یونیسف د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۴مه) په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، دغه پروژه د اوبو له ککړتیا څخه د رامنځته کېدونکو ناروغیو د مخنیوي او د ماشومانو او کورنیو د روغتیا د خوندي کولو لپاره مهمه ونډه لري.

د دې بنسټ په وینا، پاکو اوبو ته لاسرسی د اوبو له لارې د لېږدېدونکو ناروغیو ګواښ کموي او د کورنیو د روغتیايي وضعیت په ښه والي کې مرسته کوي.

یونیسف د خپلې خبرتیا په ترڅ کې د نورستان د اته کلنې نجلۍ، تمنا، خبرې هم خپرې کړې دي. هغې ویلي: «پخوا اوبه ترخې وې او موږ به یې ناروغولو، خو اوس پاکې اوبه لرو او زه ډېره خوشحاله یم.»

د یونیسف په خبره، دا پروژه د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ پلې شوې او په افغانستان کې د زیان‌منو سیمو لپاره د پاکو اوبو د برابرولو د هڅو یوه برخه ده.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د پرله‌پسې وچکالیو، د ورښتونو د کمښت او د اقلیمي بدلون له اغېزو سره مخ دی، چې له امله یې په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې میلیونونه خلک د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ شوي دي.

نړیوالو مرستندویو بنسټونو څو ځله خبرداری ورکړی چې د وچکالۍ دوام، د نفوس زیاتوالی او د اوبو د زېربناوو کمزورتیا د افغانستان د اوبو بحران لا پسې ژور کړی او پاکو اوبو ته لاسرسی یې د هېواد له مهمو بشري ننګونو څخه ګرځولی دی.