طالبان وایي په لوګر کې د سېلابونو له امله څلور کسان ټپیان شوي

په لوګر کې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د ازرې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو سېلابونو له امله څلور کسان ټپیان شوي او خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.
