• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان د لیبیا د سیالو لوریو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې پیل کړې دي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۴۱ GMT+۱

دوو پاکستاني سرچینو رویټرز ته ویلي، چې اسلام اباد د لیبیا د ختیځ او لوېدیځ سیالو لوریو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې پیل کړې دي. د سرچینو په وینا، امریکا له دې بهیر څخه خبره ده او سعودي عربستان یې ملاتړ کوي او دواړو لیبیايي لوریو د پاکستان د منځګړیتوب غوښتنه کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې د پاکستان رول په داسې مهال کې مطرح کېږي چې له څو میاشتو راهیسې څارونکي په لیبیا کې د امریکا په مشرۍ د یوه سیاسي حل د موندلو هڅې څاري.

لیبیا د ۲۰۱۱ کال له پاڅون وروسته، چې د ناټو په ملاتړ یې د معمر قذافي حکومت نسکور کړ، د کورنۍ جګړې له امله د ختیځ او لوېدیځو سیالو ادارو ترمنځ وېشل شوې ده.

پاکستان سږ کال د امریکا او ایران ترمنځ په جلا منځګړیتوب کې هم رول لوبولی او د ټرمپ ادارې څو ځله د اسلام اباد د رول ستاینه کړې ده.

د پاکستان یوې سرچینې ویلي، امریکا د لیبیا په تړاو د پاکستان له رول څخه «په بشپړه توګه خبره ده او پکې ښکېله ده».

د دواړو پاکستاني سرچینو په وینا، سعودي عربستان هم د دغو هڅو ملاتړ کوي.

اسلام اباد تېر کال له سعودي عربستان سره د متقابلې دفاع تړون لاسلیک کړی و. ریاض له اوږدې مودې راهیسې په لیبیا کې د نفوذ هڅه کوي.

سرچینو ویلي، دغه هڅې د تېر کال په وروستیو کې پیل شوې او د لیبیا دواړو لوریو له پاکستان څخه د منځګړیتوب غوښتنه کړې وه. خو دا لا نه ده روښانه چې پاکستان خپلې هڅې له نورو سیمه ییزو لوریو سره تر کومه حده همغږې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، د پوځ د رسنیو څانګې، د لیبیا د ختیځ او لوېدیځو چارواکو او همدارنګه د قطر، ترکیې، سعودي عربستان او امریکا د بهرنیو چارو وزارتونو د رویټرز د نظر غوښتنې ته سملاسي ځواب نه دی ورکړی.

د «لیبیا د بیا یووالي پلان» د لنډیز له مخې، چې رویټرز لیدلی، د ۳۶ میاشتو لپاره به د واک شریکولو انتقالي جوړښت د «ملي اجماع حکومت» او «ولسمشرۍ شورا» تر نوم لاندې رامنځته شي.

د پلان له مخې، د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت پېژندل شوی او د لوېدیځې لیبیا حکومت مشر عبدالحمید الدبیبه به لومړی وزیر وي او صدام حفتر، چې د ختیځې لیبیا ملي پوځ مرستیال قوماندان دی، د ولسمشرۍ شورا مشري به پر غاړه ولري.

د پاکستان یوې سرچینې ویلي، اسلام اباد به د دې جوړښت د عملي کېدو او دوام لپاره فعال رول ولوبوي، خو د پلان جزییات لا هم تر بحث لاندې دي.

تېره میاشت د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په راولپنډۍ کې له صدام حفتر سره ولیدل. له دې لیدنې څو ورځې وروسته صدام حفتر واشنګټن ته ولاړ او هلته یې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره وکتل.

شنونکي پاکستان په لیبیا کې دویمه درجه لوبغاړی بولي، خو وایي اسلام اباد له دواړو لیبیايي لوریو سره اړیکې لري.

د دوو پاکستاني سرچینو په وینا، قطر او ترکیې هم پاکستان هڅولی چې د منځګړیتوب په دې هڅو کې برخه واخلي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

د ناټو مشران سبا په انقره کې د دفاعي لګښتونو، اوکراین او ایران په اړه ناسته کوي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۳۳ GMT+۱
د ناټو مشران سبا په انقره کې د دفاعي لګښتونو، اوکراین او ایران په اړه ناسته کوي
100%

ټآکل شوې د ناټو د ۳۲ هیوادونو غړو مشران د سې شنبې او چارشنبې په ورځ د ترکیې په پلازمېنه انقره کې سره کښېني. د اروپا د دفاعي لګښتونو زیاتوالی، د اوکراین لپاره د ۷۰ میلیارد یورو پوځي مرستو ژمنه، د دفاعي صنعت پراختیا او د ایران اړوند موضوعات به د ناستې د بحث محورونه وي.

د رویټرز د راپور له مخې، په دې غونډه کې د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو مشران ګډون کوي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي، د جنوبي کوریا ولسمشر لي جې میونګ، د اروپايي شورا رییس انتونیو کوسټا او د اروپايي کمېسیون مشره اورزولا فون دیرلاین به د سې‌شنبې پر ماښام د ناټو له مشرانو سره په ماښامنۍ کې ګډون وکړي.

دغه سرمشریزه په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اروپايي متحدانو فشار راوړي څو خپلې دفاعي بودجې زیاتې کړي او د خپلې وچې د دفاع لومړنی مسوولیت پر غاړه واخلي.

د ټرمپ پرله‌پسې نیوکو، له اروپا څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو اعلان او په دې وچه کې د امریکا د پوځي حضور شپږ میاشتنۍ ارزونې د ناټو په دننه کې بې‌باوري زیاته کړې ده.

چارواکي وایي، مشران به د دفاعي لګښتونو د ژمنو د عملي کېدو، د دفاعي صنعت د تولید د لوړولو او له امریکا څخه اروپا ته د دفاعي بار د لېږد پر څرنګوالي خبرې وکړي.

د رویټرز له لوري لیدل شوې د سرمشریزې د اعلامیې د مسودې له مخې، اروپايي متحدانو او کاناډا په ۲۰۲۵ کال کې د دفاعي اړتیاوو لپاره خپلې پانګونې له ۱۳۹ میلیارد ډالرو څخه ډېرې زیاتې کړې دي او ټینګار به وکړي چې د ناټو په دفاع کې لا زیات مسوولیت پر غاړه اخلي.

تمه ده چې غړي هېوادونه به د ۲۰۲۶ کال لپاره د اوکراین په ګټه د ۷۰ میلیارد یورو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو او روزنې ژمنه کړي او د ۲۰۲۷ کال لپاره به هم د همدې کچې د ملاتړ د دوام ژمنه وکړي.

د دې بودجې یوه برخه به د اروپايي ټولنې د پور له اسانتیا او د غړو هېوادونو له پخوانیو دوه‌اړخیزو ژمنو څخه برابره شي، خو تمه نه کېږي چې متحده ایالات په دې بودجه کې مالي ونډه واخلي.

ناټو به د سرمشریزې ترڅنګ په انقره کې د دفاعي صنعت غونډه هم وکړي، چې اټکل کیږي د لسګونو میلیاردو ډالرو په ارزښت تړونونه به پکې اعلان شي.

تمه ده چې مشران به په خپله اعلامیه کې یو ځل بیا ټینګار وکړي چې ایران باید هېڅکله اټومي وسله ونه لري او له تهران څخه به وغواړي چې د هرمز تنګي د سمندري تګ راتګ ازادي په بشپړه توګه رعایت کړي.

ترکیه به په دې سرمشریزه کې خپل مخ پر ودې دفاعي صنعت معرفي کړي او یو ځل بیا به له غړو هېوادونو وغواړي چې د ناټو دننه د دفاعي سوداګرۍ محدودیتونه لرې کړي.

ولسمشر رجب طیب اردوغان به له ټرمپ سره په لیدنه کې د امریکا د بندیزونو د لرې کولو او د F-35 جنګي الوتکو پروګرام ته د ترکیې د بېرته ستنېدو غوښتنه هم مطرح کړي.

د سرمشریزې ترڅنګ به د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د بحرین، کویټ، قطر او متحده عربي اماراتو له چارواکو سره او د دفاع وزیران به د اسټرالیا، جاپان، نیوزیلنډ او جنوبي کوریا له خپلو سیالانو سره هم جلا غونډې ولري.

د ناټو ضد لاریونونه؛ ترکیې تر ۱۰۰ ډېر د کمونېست ګوند غړي نیولي دي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۳۱ GMT+۱
د ناټو ضد لاریونونه؛ ترکیې تر ۱۰۰ ډېر د کمونېست ګوند غړي نیولي دي
100%

د ترکیې کمونېست ګوند ویلي، د هېواد امنیتي ځواکونو د یکشنبې په ورځ تر ۱۰۰ ډېر د دغه ګوند غړي نیولي چې د ناټو پرضد په یوه لاریون کې یې ګډون کړی و. دغه نیونې د ناټو د سرمشریزې څخه مخکې شوې، چې ټاکل شوې ده په انقره کې جوړه شي.

د کمونېست ګوند په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د انقرې د قزل‌ای په مرکزي میدان کې یې لاریون کړی و. د دوی په وینا؛ په دغه لاریون کې د ګوند د ځینو لوړپوړو مسوولانو ترڅنګ تر ۱۰۰ ډېر غړي نیول شوي دي.

خپاره شوي انځورونه ښيي، چې لاریون کوونکو د «وژونکې ناټو له هېواده ووځه» او «ناټو ته هېڅ ځای نه‌شته» په څېر شعارونه ورکول. همدارنګه پولیسو د لاریون کوونکو د خپرولو لپاره له اوښلن ګاز کار اخیستی دی.

په استانبول کې د کمونېست ګوند له‌خوا په یوه جلا اعتراضي لاریون کې سلګونه کسانو د تکسیم له میدان څخه د دولما باغچې تر سیمې پورې لاریون وکړ. همدارنګه په کادیکوی سیمه کې د کیڼ اړخو ډلو له‌خوا دوه نور لاریونونه هم ترسره شول. له پراخ امنیتي حضور سره، سره په استانبول کې د نښتو یا نیونو راپور نه‌دی ورکړل شوی.

د ګوند عمومي منشي کمال اوکویان ویلي، د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې خلک د ناټو پر ضد سړکونو ته راوتلي او اجازه به ورنه کړي چې انقره د یادې ټلوالې د کړنو پر وړاندې چوپه خوله پاتې شي.

دغه لاریونونه د ناټو سرمشریزې د جوړېدو په درشل کې رامنځته شوي دي. ټاکل شوې ده، ترکیه د چنګاښ په ۱۶مه او ۱۷مه په انقره کې د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو د مشرانو او د یادې پوځي ټلوالې د شریکو هېوادونو د استازو کوربه‌توب وکړي.

د ترکیې چارواکو د دغه غونډې لپاره په پلازمېنه کې امنیتي تدابیر په جدي ډول سخت کړي دي. د انقرې والي د هر ډول اعتراضي غونډو جوړول منع اعلان کړي، د ښار پراخې برخې یې په امنیتي خنډونو تړلې او ځینې مهمې لویې لارې یې هم بندې کړې دي.

ورته مهال رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، د «ترهګرۍ ضد» عملیاتو په لړ کې په ترکیه کې ۳۹ نور کسان نیول شوي دي چې په‌کې څو خبریالان، مدني فعالان او د پوهنتون استادان هم شامل دي. چارواکو تېره میاشت هم په انقره کې په ورته عملیاتو کې ۲۲۵ کسان نیولي وو.

د ترکیې حکومت لاتراوسه د کمونېست ګوند د وروستیو لاریونونو او نیونو د نوې څپې په اړه رسمي څه نه‌دي‌ ویلي.

پر کیف د روسیې د توغندیزو او بې‌پلوټه الوتکو په بریدونو کې درې کسان وژل شوي دي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۴۵ GMT+۱
پر کیف د روسیې د توغندیزو او بې‌پلوټه الوتکو په بریدونو کې درې کسان وژل شوي دي
100%

اوکرایني چارواکو ویلي، د دوشنبې په سهار (د چنګاښ ۱۵مه) پر پلازمېنې کیف د روسیې د پراخو توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله شاوخوا درې کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي. د ژغورنې ډلې لاهم په زیانمنو شویو ودانیو کې د خلکو د لټون عملیات کوي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د کیف د پوځي ادارې مشر تیمور تکاچنکو پر ټېلیګرام پاڼه لیکلي، چې په دغه بریدونو کې شاوخوا درې کسان وژل شوي دي. نوموړي تر دې مخکې د ټپیانو شمېر اووه ښودلی و او ویلي یې و، چې یوازې د ښار په تاریخي پوډیلسکي سیمه کې پر څلورو استوګنیزو ودانیو بریدونه شوي دي.

د کییف ښاروال ویټالي کلیچکو هم ویلي، د ژغورنې ځواکونه له هغو ودانیو څخه اوسېدونکي باسي چې د شپنیو بریدونو له امله سختې زیانمنې شوې دي. د هغه په وینا؛ د پوډیلسکي سیمې له یوې استوګنیزې ودانۍ چې یوه برخه یې نړېدلې ۱۵ کسان ژغورل شوي دي.

په دغه کسانو کې درې ښځې او شپږ ماشومان هم شامل دي، چې د ودانۍ له لوړو پوړونو څخه خوندي ځای ته لېږدول شوي دي. د تکاچنکو په وینا؛ د کیف ښار په ختیځه دارنېتسکي سیمه کې درې نورې استوګنیزې ودانۍ هم د بریدونو موخې ګرځېدلې دي.

په کیف کې د رویټرز خبریالانو ویلي، د ښار دننه او شاوخوا څو پرله‌پسې چاودنې اورېدل شوې او د اوکراین هوايي دفاعي سیسټمونه د روسي ډرونونو د شنډولو لپاره فعال شوي وو. دغه بریدونه وروسته له هغې ترسره شوي، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي تر دې مخکې د کیف اوسېدونکو ته د روسیې د احتمالي برید په اړه خبرداری ورکړی و.

بنیامین نتنیاهو: امریکا له اسراییل څخه بل ستر متحد نه لري

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۱
بنیامین نتنیاهو: امریکا له اسراییل څخه بل ستر متحد نه لري
100%

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، امریکا له اسراییل لوی متحد نه لري او اسراییل هم له امریکا ستر متحد نه لري. هغه ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو اړیکې ځانګړې دي او د ایران د اټومي پروګرام په اړه ګډې موخې لري.

هغه له فاکس نیوز سره په مرکه کې د امریکا د ولسمشر د مرستیال جي ډي وېنس هغه وروستۍ څرګندونې رد کړې چې ویلي یې وو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل یوازینی متحد دی.

هغه وویل، اورشلیم لا هم د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ګڼ ملګري لري، خو د واشنګټن او اسراییل ترمنځ اړیکې ځانګړی ارزښت لري.

د اسراییل لومړي وزیر زیاته کړه: «امریکا له اسراییل ستر متحد نه لري او اسراییل هم له امریکا ستر متحد نه لري.»

نتنیاهو د ایران د اټومي پروګرام په اړه وویل، هغه او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګډ اهداف لري، خو ټینګار یې وکړ چې که واشنګټن له تهران سره اټومي هوکړې ته هم ونه رسېږي، تر هغه چې دی د اسراییل لومړی وزیر وي، اجازه به ورنه کړي چې ایران اټومي وسله ترلاسه کړي.

هغه د امریکا او اسراییل ترمنځ د ایران په تړاو د احتمالي اختلافاتو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دواړه هېوادونه غواړي ایران خپل د اټومي وسلو پروګرام پرېږدي، غني شوي اټومي مواد له منځه ولاړ شي او د یورانیمو د غني کولو تاسیسات یې ړنګ شي.

نتانیاهو زیاته کړه، د هغه په باور، ډونالډ ټرمپ فکر کوي چې پر ایران د اسراییل او امریکا له ګډو فشارونو وروسته، د خبرو اترو له لارې هم د دغو موخو د ترلاسه کولو لپاره کافي فشار او زمینه رامنځته کېدای شي.

هغه وویل، اسراییل د ټرمپ له دې لیدلوري درناوی کوي او هیله لري چې د مذاکراتو له لارې خپلو موخو ته ورسېږي.

ترکیه کې د ناټو ضد لاریون؛ د کمونېست ګوند له سلو څخه ډېر غړي نیول شوي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۰۰ GMT+۱
ترکیه کې د ناټو ضد لاریون؛ د کمونېست ګوند له سلو څخه ډېر غړي نیول شوي
100%

د ترکیې چارواکو د ناټو پر ضد د اعتراضیه لاریون پر مهال له سلو ډېر کسان نیولي دي. دغه لاریون د ترکیې د کمونېست ګوند له خوا په پلازمېنه انقره کې ترسره شوی و.

د ترکیې کمونېست ګوند د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۴مه، په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې لاریون د انقرې په «کېزیل‌آی» میدان کې ترسره شو او د ګوند له سلو ډېر غړي، د یو شمېر مسوولانو په ګډون، د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول.

د راپورونو له مخې، لاریونوالو د «قاتل ناټو، زموږ له هېواده ووځه» او «ناټو ته ځای نشته» په څېر شعارونه ورکول او د ناټو د سیاستونو پر ضد یې اعتراض کاوه.

د ترکیې پولیسو د لاریون د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز څخه هم کار واخیست.

بلخوا، په استانبول کې هم سلګونه کسانو د تقسیم له میدان څخه تر ډولمه‌باغچې سیمې پورې لاریون وکړ. همداراز د ښار په کادیکوی سیمه کې د کیڼ اړخو ډلو له لوري دوه نورې اعتراضي غونډې هم ترسره شوې، چې د پراخ امنیتي حضور سره سره له نښتې پرته پای ته ورسېدې.

د ترکیې د کمونېست ګوند عمومي منشي کمال اوکویان ویلي، معترضان د ناټو پر ضد د اعتراض لپاره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې راټول شوي او اجازه به ورنه کړي چې انقره د دغه پوځي ایتلاف پر وړاندې چوپ پاتې شي.

ټاکل شوې چې ترکیه د روانې اوونۍ د سې‌شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو د مشرانو او د دې ایتلاف د شریکو هېوادونو د چارواکو کوربه وي.