د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام مشر ننګرهار کې له زلزلهځپلو سیمو لیدنه کړې

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) مشر الکساندر ډي کرو افغانستان ته د سفر په لړ کې د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالۍ له زلزلهځپلو سیمو لیدنه کړې. نوموړي د یادې لیدنې پرمهال ویلي، چې ملګري ملتونه هڅه کوي د خلکو په ملاتړ د ټولنو د پرمختګ او ټیکاو زمینه برابره کړي.
