• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سمنګان کې ترافیکي پېښه؛ د ۵۸۰ ډوله بس چلوونکی مړ او نهه مسافر ټپیان شوي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د سمنګان ولایت امنیه قوماندانۍ وایي، د بلخ–سمنګان پر لویه لار د یوه مسافر وړونکي ۵۸۰ ډوله بس او یوه بار وړونکي ټېلر د ټکر له امله د بس چلوونکی مړ شوی او نهه مسافر ټپیان شوي دي.

د طالبانو د سمنګان د پولیسو ویاند، حشمت‌الله رحماني، ویلي چې دغه پېښه د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۵مه، سهار وختي د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په وینا، د پېښې له امله د ۵۸۰ ډوله بس چلوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او نهه تنه سپاره مسافر ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار په هېواد کې دا دویمه لویه ترافیکي پېښه ده.

تر دې وړاندې د زابل ولایت په مربوطاتو کې هم د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله یو تن مړ او ۲۸ نور ټپیان شوي وو.

په افغانستان کې د ترافیکي پېښو ډېری لاملونه د سړکونو خراب وضعیت، د ترافیکي اصولو نه مراعات، بې‌احتیاطي او له ټاکلي حده د زیات سرعت کارول بلل کېږي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د شرطې قانون: د افغانستان په قلمرو کې هر ډول مظاهرې منع دي
۱

د طالبانو د شرطې قانون: د افغانستان په قلمرو کې هر ډول مظاهرې منع دي

۲

په افغانستان کې د دین او عقیدې ازادي؛ له مذهبي محدودیتونو تر افراطي تاوتریخوالي

۳

د طالبانو د پولیسو نوی قانون؛ د پراخو واکونو په اړه اندېښنې

۴

د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته هم افغانان هېواد پرېږدي

۵

پاکستاني پولیسو په اسلام‌اباد کې دوه افغان محصلینې نیولې دي