د افغانستان دوه کسیزه لوبډله د اسیا اتلتیک سیالیو لپاره چین ته ولاړه

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست خبر ورکړی، چې د اتلتیک ملي فدراسیون دوه کسیزه لوبډله د اسیا له ۲۳ کلنو کم عمره د ځغاستې اتلولیو کې د ګډون په موخه چین ته روانه شوه.
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې؛ په دغه لوبډله کې یو ورزشکار مجتبی فقیرزاده او د پلاوي استازی ساحل امیري شامل دي، چې د ګډون لپاره د یاد ریاست له فني او مسلکي مرستیال سره تر لیدنې وروسته یې دغه سفر ترسره کړی.
ټاکل شوې ده، چې د اسیا له ۲۳ کلنو کم عمره د اتلتیک سیالۍ د روانې جولای میاشتې له ۹مې تر ۱۲مې نېټې پورې د چین په اوردوس ښار کې د اسیا اتلتیک فدراسیون تر څار لاندې ترسره شي.
