• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان د سره صلیب نړیوالې کمېټې سره د همکاریو پر پراختیا غږېدلي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۰۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې اداره وایي، د دې ادارې له مشر او په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د رییس ترمنځ په کتنه کې د پېښو د مدیریت، بېړنیو حالاتو ته د رسېدنې او بشري خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي.

د دغه ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، د دې ادارې مشر، ملا نورالدین ترابي، په کابل کې په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له رییس یوانیس بروار، د پروګرامونو له رییس ایوان ډیویسن او د دې کمېټې له سلاکار عزت‌ګل سره کتلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، ترابي په دې لیدنه کې په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د نوي رییس د ګمارنې هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د دواړو لورو ترمنځ به ګډې همکارۍ نورې هم پراخې شي.

هغه ویلي، د طالبانو اداره د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د سره صلیب او سرې میاشتې د ټولنو نړیوال فدراسیون او د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د ګډو بشري پروګرامونو د پلي کولو او همکارۍ لپاره بشپړ چمتووالی لري.

په ورته مهال، د سره صلیب نړیوالې کمېټې رییس یوانیس بروار، ویلي چې یاد بنسټ چمتو دی د بشري پروګرامونو د ملاتړ، د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د تخنیکي همکاریو د پراختیا په برخو کې خپلې مرستې دوامداره وساتي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې دواړو لورو په بېړنیو حالاتو کې د معلوماتو د شریکولو د اغېزمن مېکانېزم پر جوړولو، د ماینونو او ناچاوده توکو قربانیانو ته پر رسېدنې، د پېښو اړوندو کلینیکونو پر ملاتړ، د جګړو د ټپیانو پر درملنې، د لټون او ژغورنې د ټیمونو د وړتیاوو پر لوړولو او د پېښو د مدیریت په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه هم بحث او د نظرونو تبادله کړې ده.

ډېر لیدل شوي

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي
۱

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟

۳

طالبانو یو وار بیا په هرات کې یوشمېر ښځې او نجونې نیولې دي

۴

له افغانستان سره د سوداګرۍ بندښټ؛ د خیبر پښتونخوا صنعت او سوداګري له جدي ګواښ سره مخ ده

۵

طالبانو د حسیب پنجشېري مړی د هغه کورنۍ ته وسپاره